تازه خبرونه

 دي ټیلیګراف او هردیپ سینګهه لیکنه یو تعصبي هڅه ده: پوهان

د ټیلیګراف په څیر رسنۍ باید د یو ځانګړي هیواد او مذهب په یو جرم کې ککړو ولو او له دې په ضد پروپیګنډه خپرولو څخه ډډه وکړي

1 min read

د ډیلي ټیلیګراف سرلیک وایی چې په ماشومانو جنسي تیرنو کې پاکستانیان ککړ دي ،دا یوه تعصبي کړنه ده

د ډیلي ټیلیګراف لیکنه یو خاص کمیونیټي هدف کولو څخه معلومیږي چې دا په انګلستان کې د پاکستانیانو بدنامولو یوه منظمه هڅه ده

October 25, 2025

د برتاینه په  ورځپاڼه “دی ټیلیګراف” کې هردیپ سنګهه یو راپور خپور کړی، چې پکې پر پاکستاني نژاد خلکو د جنسي جرمونو ،یعني د ګروومینګ ګروپونو تورونه لګول شوي دي. خو د حکومت رسمي شمېرې له دې دعوې سره نه دي برابر او په صحافتي میدان کې د هردیپ په  دا رپور د یو ځانګړي نسل باندې د جرمونو تور لګولو وروسته سخت غبرګون ښودل شوې دې

په راپور کې ویل شوي چې په انګلستان او ویلز کې د ماشومانو پر ضد د جنسي جرمونو ډېری تورونه پر پاکستاني مسلمانانو دي، او هغوی ته “ایشیايي” ویل کېږي تر څو پټ وساتل شي

خو د ۲۰۲۳ کال د برتانیې حکومتي شمېرې دا دعوه ردوي. د معلوماتو له مخې، تېر کال په انګلستان او ویلز کې د ماشومانو پر ضد د جنسي جرمونو ۷۱۷ پېښې ثبت شوې، چې پکې ۲۲ کسان پاکستاني نژاد وو، خو ۲۲۴ تورن کسان سپین‌پوستي وو، په صحافتي میدان کې پوهان او څیړنکاران وایی چې په یو صحافتي لیکنه کې یو ځانګړې قام په نښه کول چې هغه په جرمونو کې کم ښکیل وي دا یو بې عادلانه او د صحافتي اصولو په ضد کار دې

په خپلو لیکنو کې پر یو ځانګړي مذهب یا کمیونیټي نیوکې کول او هغه کمیونیټي یا مذهب له جرمونو سره تړل،د لیکنو، ادب او قلم سره بې انصافي ده او یو لیکوال باید داسې کار و نه کړي چې له پلټنو پرته د یو خاص مذهب یا کمیونیټي خلک په جرمونو کې ککړ نړي ته ور اوښاي

د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په انګلستان او وېلز کې د ماشومانو د جنسي تېريو د ډلو ۷۱۷ ثبت شوي پېښې شوې وې،   که د شمېرنو رجحان ته وکتل شي، نو دا بايد روښانه شي چې په دغو پېښو کې ۲۲۴ کسان سپين پوستاي وو، خو يوازې ۲۲ کسان د پاکستاني اصل لرونکي ښودل شوي دي،   د ډلو په بڼه د جنسي جرمونو په قضيو کې د مشکوکو کسانو د قوميت معلومات يوازېې په درې کې د یوې برخې په نسبت سره موجود وو، نو ځکه د نژاد يا پس منظر په اړه پرېکړه کول نيمګړې ده


  د ثبت شوو پېښو له مخې، شاوخوا ۷۰ سلنه مجرمان سپين پوستان او نږدې ۶.۹ سلنه د پاکستاني اصل لرونکي وو۔دا شمیره ښایی چې په انګلستان کې زیات شمیر د هم دې هیواد خلک وو او کم شمیره پکې پاکستاني نژاد چې ۶.۹ سلنه ورکړل شوې ده او دا شمیره د سپین پوستو په داسې جرمونو کې د ښکیلتیا په مناسبت سره ډیره کمه ده

 
 چارواکو ويلي چې دغه شمېرې د ټول هېواد د نفوس ترکيبي انځور څرګندوي، نو دا له انصافه ليرې ده چې ووايو يو قوم د بل نه زيات مجرم دی۔ په داسې انځور کې پاکستانیانو هدف کولو یو ناعادلانه کار دې او باید د قلم خاوندان له داسې کرکه خپرولو او یو قوم او ملت په جرمونو کې ککړ کولو څخه ډډه وکړي

په انګلستان کې په لکونو پاکستانیان او د نورې نړۍ مسلمانان ژوند کوي، په داسې هیواد کې بیا په ځانګړي توګه پاکستانیان د ګرومنګ ګینګ په توګه نړۍ ته ورښکار کول، یو ناعادلانه کار دې.جرمونو کې که سپین پوستي وي،تور پوستي وي، له ایشیا وی 
 پوهان او چارواکي داهم وایی چې د یو جرم یا بل ناوړه کار سر د یو ملت یا مذهب تړل د جرم اصل مقصد او د قربانیانو له حقونو څخه مخ او پام بل لوري ته اړول وی او دا پروپیګنډه کول چې په ماشومانو تیري کولو کې پاکستانۍ کمیونیټي ښکیل ده ،دا قلم ، لیک او یو ځانګړي ملت سره ظلم دې

پوهان وایی چې د هردیپ په څیر لیکنې هغه د سټیریوټایفنګ، له وړاندې تپل شوې نظر دې چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې هم یو ځانګړې قوم په اړه ویل کیدل چې دا یو قوم دې چې په ترهګرۍ کې ککړدي، او حقیقت دادې چې ترهګري یو قوم،  هیواد یا مذهب سره تړل یو تعصبي کار دې او له دې باید انسانان ،خبریالان او نور د کمیونیټي خلک ډډه وکړي

پوهان وایی چې جرم باید په انفرادي ډول وڅیړل شی او پوهان او لیکوالان باید دا جرم یو قوم ،مذهب پر اساس و نه څیړي او نه ی دا جرم په یو ځانګړي قوم پورې وتړي ،که ی تړي نو دا به یو تعصبي کار وي

 پوهان او د قلم خاوندان وایی چې د هردېپ سېنګهه لیکنه  يو منفي هڅه ښکاري چې د پاکستانيانو بدنامول او د مسلمانانو بد انځور  وړاندې کول دي، په داسې وخت کې پوهان دریځ وړاندې کوي چې د ټیلي ګراف په څیر رسنۍ باید ډیر احتیاط وکړي او له پروپیګنډه خپرولو څخه ډډه وکړي

Related Articles

دوحه تړون: د افغان طالبانو پلاوې ترکیه ته روان شوې

October 24, 2025

د هنګو به بلیامینه سیمه کې نن یو ترهګریز برید ترسره شو چې په پایله کې یو پولیس لوړپوړي سره درې نور پولیسو ژوند له لاسه ورکړ

October 24, 2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې د تجارتي لارو څخه زیات د یو پاکستاني ژوند مهم دې

October 24, 2025

ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوه ویډیو چې ۳:۳۸ وخت لري ښایی چې دوی په ضلع خیبر کې امنیتي پوستې څنګه په نښه کړي

October 24, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *