تازه خبرونه

 افغان حافظ قران چې ځانمرګي برید ی کولو خو پیښور کې ونیول شو

افغانستان په خاوره ترهګر روزول کیږي، ددې ثبوت هم دا افغان د قران پاک سپیځلي کتاب حافظ دې چې په پاکستان کې د ځانمرګي برید لپاره روزل شوې وو

1 min read

په یوه خپره شوې ویډیو کې نیول شوې افغان تبع د ټي ټي پي جنګیالې وایی چې سمګلرانو ته ی وسپارل او پاکستان ته ی واړولو.

داسې د افغان وګړو ویډیوګانې مخې ته راغلي دی چې نیول شوي د ټي ټي پي جنګیالي وایی چې دوي په افغانستان کې روزل شوي دي او پاکستان راته د یو دښمن په توګه وړاندې شوې دې

October 24, 2025

د افغانستان  اسلامي امارت حکومت که یو لوري دعوی کوي چې د پاکستان په ضد ددوی خاوره نه کارول کیږي خو بل لوري ورځ تربله داسې شواهد مخې ته راځي چې ښایی د افغانستان خاوره د جنګیالو لپاره په یو روزنیزمرکز بدله شوي دې او افغانان ماشومان په پاکستان کې د ترهګریز او ځانمرګي بریدونه لپاره چمتو کولې شي

په ایکس ټولنیزو رسینیو د یو افغان وګړي ویډیو خپره شوې ده، په ویډیو کې وسیم چې د ننګرهار اوسیدونکې دې وایی چې زما عمر ۱۷ اوولس کاله دې ، دا ښایی چې افغان طالبان په یو پلان سره ۱۸ اتلسو کالو کم عمر ماشومانو ته  د ترهګرۍ لپاره ټریننګ ورکوي

وسیم وایی چې د هغه یو رور د پاکستان په پنډۍ ښار کې مزدوري کوي، هغه وایی چې د خپل کلي مدرسې احناف څخه مې په کال ۲۰۲۱ د حفظ القران سند ترلاسه کړو

هغه وایی چې په دې وخت کې ما د کمانډر عبدالرشید سره لیدنه وکړه ، هغه ماته اوویل ته زموږ سره د یو خاص مقصد لپاره ی او زموږ د پاکستان مرتدد سره دې

په کال ۲۰۲۳ کې مې په جلال آباد کې مدرسه کې داخله واخسته ، الته مې یو دوست جوړ شو په نامه د احمد چې دخوست اوسیدونکې وواو د جماعت الاحرار سره ی تړاو وو، دې ته به د مدرسې زده کوونکي جهاد لپاره تیارول او راضي کول

هغه وایی چې په دې وخت کې ما د ټي ټي پي کمانډر عبدالرشید سره لیدنه وکړه ، هغه ماته اوویل ته زموږ سره د یو خاص مقصد لپاره ی او زموږ د پاکستان مرتدد سره دې.

هغه چې د میی کال ۲۰۲۴ کې کمانډر عبدالرشید زه کابل ته اوغوښتم، ماته ی اوویل چې تا پاکستان ته د یو ځانګړي کار لپاره  لیږم ،هغه ماته ځانمرګي برید لپاره خودکش جیکټ هم راکړو او ورسره ی راته ټوله طریقه هم اوښودله.

دا افغان چې د ننګرهار اوسیدونکې دې وایی چې دې کمانډر زه بیا یو سمګلر ته وسپارلم ،سمګلر ته ی ۴۰ زره روپۍ هم ورکړې او ماته ی هم د خرڅ لپاره ۱۵زره روپۍ راکړې.

هغه وایی چې د پینځه ورځې سفر په مهال به ی مونږ چې ۱۰ یا ۱۵ کسان وو ،کله یو سمګلر او کله بل سمګلر ته سپارلو او کویټې ته ی ور واړولو. هغه وایی له کویټې څخه پیښور ته راغې، هغه اوویل د سفر په مهال به مې نور کسانو څخه موبایل اخستل او خپلو دوستان سره به مې اړیکه نیوله، وې ویل چې د پیښور حاجي کیمپ ته راورسیدو او زه په پیښور کې ونیول شوم.

د ځانمرګي برید لپاره تیار شوې دې ماشوم چې د قران حفظ ی هم مکمل کړې اوویل چې زه په دې کار باندې ډیره خفه او شرمنده یم ځکه الله تعالی ماله یو ډیر قیمتي ژوند راکړې وو او ما د نور خلکو د ژوند تباه کولو لپاره هڅې کول، هغه له افغانانو ورونړو اوغوښتل چې دې ډلو څخه ځانونه وساتي ځکه دا ډلې د پاکستان او افغانستان دښمنې ډلې دي.

دا ویډیوګانې تایدوي چې د افغانستان طالبان په منظم ډول باندې ترهګر تیاروي او پاکستان ته د بریدونه لپاره رالیږي-افغان طالبان که یو لوري له دې انکار کوي چې ددوی خاوره د پاکستان په ضد نه کارول کیږي نو بل لوري ته ی دا ویډیو ثبوت دې چې دا ترهګرې ډلې افغان خاوره د پاکستان په ضد کاروي او افغان طالبان باید د نړیوال قانون او دوحه تړون وروسته دداسې ډلو ملاتړ پریږي دوی او دوی ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاروه پاکستان په ضد وکاروي.

نورخبرونه

وسله وال له افغانستانه پاکستان ته را داخلیږي او ترهګري کوي: بیرسټر سیف

د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي: د پاکستان پوځ ویاند

Related Articles

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په درناوي کې د مصر په وزارت دفاع کې ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو

October 24, 2025

په دې وروستیو کې په لنډي کوتل کې د پولیسو په پوستو یو شمیر بریدونه شوي چې ځایی خلک ی له سختو اندیښنو سره مخ کړي دي

October 24, 2025

…. د امنیتي سرچینو او تاید شوو معلوماتو له مخې له افغانستان څخه په خیبرپښتونخوا کې د ټي تي پي لوري بریدونو کې ۴۸سلنه زیاتوالې راغلې دې

October 24, 2025

دفاعي او سیاسي شنونکي وایی چې د دوحه تړون وروسته ښایی د قطر او ترکیه لوري په افغان طالبانو فشار راغلې وی او دا ځکه د ټي ټي پي لوری پاکستان کې بریدونه هم کم شوي دي

October 23, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *