تازه خبرونه

د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو اړوند ادارې ورځنې راپور خپور کړې

افغان طالبان په ورځني راپور کې وایی دوی افغان کورنیو سره مالي مرستې کوي ترڅو ددوی ژوند یو ځل بیا په افغانستان کې پیل کړي

1 min read

د پاکستان او افغان ترمنځ دوحه تړون وروسته اوربند شوې دې خو سرحدونه تراوسه بند دي

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې له امله سرحدونه تړلي دي، سپین بولدک دروازه یواځې د افغان مهاجرنیو لپاره خلاصه ده

October 23, 2025

د افغان طالبانو حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته واپس راستنیدونکې افغان کورنیو په اړه راپور خپور کړې، راپور کې ویل شوي  چې د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۳۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي۔

په راپور کې ویل شوي چې د  اسلام کلا له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰۹) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۴) کورنیو سره مجموعًا (۴۶۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۴۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۱)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۶۶۱)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۶۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۸۱۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي. 

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴۵)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د سپین بولدک له لارې (۶۱۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۱۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۳۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۶۷)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، اورزګان، نیمروز، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۳۱۱۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۱۸)کورنیو سره مجموعًا (۳۲۹۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۹۸۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۶۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

د بهرامچې له لارې (۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

 د هلمند له بهرامچې څخه (۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶)تنه و، لښکرګاه، خانشین، صفار، دیشو، ګرمسیر او نیمروز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۵۱۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰)کورنیو سره مجموعًا (۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

له کابل څخه (۷۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۵۴)تنه و، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، تخار، فاریاب، سرپل، کاپیسا او لغمان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۹۸۹۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د ټولو کمیټو ټول راپور لاندې ورکړل شوې.

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۷۳۲)کورنۍ او (۴۲۹۸)افراد

 لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۴۱۴)کورنۍ او (۲۹۳۷)افراد

 مرسته شوي مهــاجرین:              (۵۱۴)کــورنۍ

 وېشل شوي سیمکارتونه:              (۳۰۹)عــــدده

نورخبرونه حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

Related Articles

د پاکستان تحریک انصاف مشرې شاندانه ګلزار د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف جعلي انځور او نور غلط معلومات په سوشل میډیا خپاره کړې وو، وس د هغې په ضد قانوني اقدام کیږي

October 23, 2025

د پاکستان نایب وزیراعظم او وزیرخارجه اسحاق ډار سعودي وزیر خارجه سره په ټیلیفون خبرې کړي او دواړو لوري ژمنه کړي چې دوی به اړیکې نورې هم پیاوړې کوي

October 22, 2025

د پاکستان نیوي، سمندري ځواک په ټنونو نشه توکي نیولي دي چې قاچاق ګرو ی نورو هیوادونو ته د انتقالولو هڅه کوله

October 22, 2025

د امریکا اولسمشر په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان-هند جنګ مخنیوي او روس په اړه ی نوي ډیلي سره مهمې خبرې کړي دي

October 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *