تازه خبرونه

د پاکستان سمندري ځواک د نشه ی توکو پر ضد لویه بریا

د پاکستان نیوي، سمندري ځواک په ټنونو نشه توکي نیولي دي چې قاچاق ګرو ی نورو هیوادونو ته د انتقالولو هڅه کوله
د پاکستان سمندري ځواک د نشه ی توکو ضد دا اقدام یو لوی اقدام بلل کیږي

د امریکا سینټ کام لوري په بیان کې د پاکستان د سمندري ځواک په ښو ټکو کې ستاینه شوي ده

د پاکستان بحري ځواکونو بحیره عرب  په اوبو کې نږدې يو ميليارده ډالره (۱ ارب ډالر) ارزښت لرونکې نشه يي توکې نیولي دي، چې د دې بریا له امله د امريکا مرکزي پوځي کمانډ هم د پاکستان بحري ځواکونو ددې لوی اقدام ستاینه کړه ۔

د امریکا لوري د سينټ کام په رسمي بيان کې ويل شوي چې دا عمليات د سعودي عرب په مشرۍ د ګډ دندې ځواک د همکارۍ له لارې یرموک جنګي بېړۍ ترسره کړی دی۔

په بیان کې ویلې شوي دي په يوازې ۴۸ ساعتونو کې د پاکستان بحري ځواکونو دوه شکمنې کښتۍ ونيولې، چې له هغو څخه ۲ ټنه کرسټل مېتهه ، ۳۵۰ کيلوګرامه آيس   او او ۵۰ کيلوګرامه کوکېن ترلاسه شوې۔د دغو نشه يي موادو مجموعي نړيواله ارزښت شاوخوا ۹۷ کروړه ۲۴ لکه ډالره ښودل شوې۔

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د  سعودي شاهي بحري ځواکونو قوماندان فهد الجويد دغه بريا د هېوادونو ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ يوه غوره بېلګه وبلله۔

د پاکستان بحري ځواک دا اقدام د نشه يي توکو د سمندري قاچاق پر وړاندې يو مهم او بريالی ګام بلل کېږي، چې د هېواد د امنيتي ځواکونو مسلکي وړتيا او د نړۍ هیوادونو د یوبل سره همکاري څرګندوي۔

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *