...

د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

د ضلع خیبر تحصیل باړه او جمرود څخه مشران پرون د ناقانونه ګرځول شوو ډلو ټي ټي پي او ایچ جي بي ګروپونو سره ناستې کړي دي
د خیبر دې مشرانو وسله والو سره د جرګه کولو دا دویمه لړۍ ده

د خیبر مشرانو له وسله والو غوښتي چې د سیمې څخه دې بهر شي ګني نو بیا به دوی ګیله نه کوي چې ددوی په ضد امنیتي ځواکونه اپریشن پیل کړي

پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر په لرې پرته او له ترهګرۍ او مذهبي اختلافاتو له امله رامنځته شوو شخړو له امله اغیزمنه شوې سیمه وادي تیراه کې   له وسله‌والو ډلو سره د خیبر مشرانو د جرګو دویم  پړاو پای ته رسېدلی دی. جرګه  د وادي تېراه په “باغ” سیمه کې ترسره شوه

د خیبر جرګې مشران

د ضلع خیبر څخه د مشرانو دې جرګه کې  د تحصیل لنډي کوتل او باړه یوڅخه یو  شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و، چې په هغوی کې ملک تاج الدین، مفتی محمد اعجاز، ملک عبدالرزاق ذخه‌خېل، ملک طاهر خان، ملک زیر احمد شاه، ملک خالد خان او ملک پرویز شامل وو. د باړ  تحصیل سیاسي اتحاد مشران هم په دې جرګه کې شامل وو

خیبر مشرانو د وسله والو ډلو سره خبرې

د جرګې غړو د وسله‌والو دوو بېلابېلو ډلو سره خبرې وکړې، لومړی ډله  د حافظ ګل بهادر، لشکرِ اسلام او جماعت الاحرار استازي او دویمه ډلې  تحریک طالبان پاکستان استازو سره د خیبر دې مشرانو خبرې وکړو

د خبرو جزئیات او غوښتنې

د جرګې د سرچینو په وینا، د جرګې غړو دواړو ډلو ته واضح پیغام ورکړ چې که تاسو له سیمه نه ونه وځې  نو د امنیتي ځواکونو عملیات به حتمي وي، چې له امله به سیمه‌یزو خلکو ته د بې‌کوره کېدو، اوځاني مالي زیان رسیدلو خطره وي

د سرچینو له مخې، دواړو وسله‌والو ډلو جرګې ته ویلي چې دوی د ملکي خلکو د خوندي پاتې کېدو لپاره د سیمې پرېښودو په اړه غور کوي. هغوی د دې لپاره د خبرو د دوام غوښتنه وکړه ترڅو د خپلو مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته یوه وروستۍ پرېکړه وکړي

د خبرو لومړی پړاو

دلته باید یادونه وشي  چې لس ورځې وړاندې د خیبر جرګې او وسله‌والو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو ترسره شوی چې پکې وسله‌والو په قبایلي سیمو کې د شریعت  عملي کولو  غوښتنه کړې وه

نورخبرونه

پاکستان ولې مجبور شو چې له افغانستانه د ټي تي پي بریدونو ته غبرګون وښایی

وادي تیراه کښې سبا کالعدم ټي ټي پي سره جرګه کیږي

په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.