کله چې د امریکا حکومت او امریکا پخواني ولسمشر بایډن له افغانستان څخه د پوځونو د ویستلو اعلان وکړو نو په پاکستان ، په قبایلي سیمو او په ټوله نړۍ کې د امریکا دې پریکړه ته په ښه نظر کتنه پیل کړه ،ځایی اولس هیله څرګنده کړه چې د امریکا وتلو وروسته به پاکستان او قبایلي سیمو کې امن راشي او ترهګرۍ ته به د پای ټکې کیښودې شی.
خو له دې برعکس نن هم موږ ګورو چې د امریکا افغانستان څخه د وتلو وروسته هم په پاکستان او اړوند قبایلي سیمو کې ترهګرۍ زیاته شوې ده، په دې وروستیو کې خو په قبایلي سیمو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو له ټي ټي ټي ترهګرې ډلې له لوری سخت خونړي بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر امنیتي عسکر له منځه تلي دي.
کله چې پاکستان وکتل چې له افغانستانه ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په ضد بریدونو له زور ورکړې دې او د یو شمیر بریدونو پړه ی هم پر غاړه اخستې ده نو پاکستان دې ته اړ شو چې دې ترهګرۍ ډلې له ځواب ورکړي.
پاکستان هوایی ځواکونو په کابل، کندهار او خوست کې د ترهګرو په پتنځایونه بریدونه وکړل او له ۱۰۰ زیات ترهګر ی له منځه یوړل، دا په داسې وخت کې چې پاکستان په نړیوالو فورمونو ددې بریدونو په اړه نړۍ ته او ملګري ملتونو ته شواهد ایښي وو چې د پاکستان په ضد دې بریدونو کې ټي ټي پي ترهګره ډله ککړه ده او دا ډله له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.
کله چې پاکستان ځواک وکارول نو د افغان طالبانو حکومت دې ته اړ شو چې پاکستان سره د امن یو تړون وکړو، د قطر او ترکي په منځګړتوب په دوحه کې د امن تړون لاسلیک شو او ډزبندي وشوه. د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ دفرورۍ په ۲۹مه نیټه کال ۲۰۲۰ کې د دوحه تړون لاسلیک شو، ددې تړون له مخه افغان طالبانو ژمنه وکړه چې افغان خاوره به د امریکا او ددوی متحدینو په ضد نه کارول کیږي.
پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ د امریکا ملګري وو نو بیا د طالبانو حکومت دا ذمه واري جوړیږي چې دوی خپله خاوره د پاکستان په ضد و نه کاروي خو نړي ویني چې افغان خاوره له ټي ټي پي او نورو ترهګرو له لوري د پاکستان په ضد کارول کیږي.
د افغان طالبانو او پاکستان دوحه مذاکرات او تړون
د افغان طالبانو سره د پاکستان حکومت د امریکا سره د دوحې له تړون وروسته، له طالبانو سره لومړنی دوهاړخیز امنیتي تړون وو. دا تړون د طالبانو له خوا د پخواني دوحې تړون د نهپليکولو له امله رامنځته شو.
په دې وروستیو کې د پاکستان په ضد د ټي ټي پي لوري افغان خاوره کارول او په ګڼ شمیر کې پاکستاني عسکر وژلو د پیښو وروسته نړۍ ته دا هم ور ښکاره شوه چې د طالبانو له خوا د دوحې تړون څو مادې نقض شوې دي.
پاکستان سره د افغان طالبانو د دوحه تړون وروسته د قطر او ترکيې ګډون د ضمانت کوونکو په توګه یو مثبت پرمختګ دی، ځکه که وس هم طالبان خپل چلند سم نه کړي نو د دوحه خبرو اترو کې منځګړي دا دواړه هېوادونه به د ګډ سیاسي او ډیپلوماټیک فشار په عملي کولو کې مرسته وکړي او طالبانو حکومت ته به ور په ګوته کړي چې دوی په دوام داره توګه له ژمنې سرغړونه کوي.
پاکستان د افغانستان له لوري د ترهګرو ملاتړ، له هند لوري فنډنګ او د پاکستان ضد ډلو مسله نړیواله کړې ده. همداراز، پاکستان د ترکيې او قطر په څېر مهم اسلامي هېوادونه د پاکستان د امنیت شریکان ګرځولي ، پاکستان دا هیوادونو په ځانګړې توګه د هغو ترهګریزو خطرونو په برخه کې چې له افغانستانه راولاړېږي خبر کړي دي او ویلي دي چې باید دداسې ګواښونو مخه ونیول شی چې د سیمې د امنیت لپاره خطرناک وي.
که وکتل شی نو وس د پاکستان او افغانستان طالبانو حکومت اړیکې د یوې اصلي ایجنډا لاندې راغلي دي او په داسې وخت کې باید د افغان طالبانو حکومت د دوحه زوړ تړون چې امریکا سره شوې او وسنۍ تړون چې پاکستان سره ی کړې، له دې تړونونو څخه سرغړونه و نه کړي او که ی کوي نو بیا منځګړي هیوادونو د افغان طالبانو حکومت په ضد داسې اقدام وکړي چې دوی بیا په راتلونکي کې خپله خاوره د کوم ګاونډي په ضد د کارولو اجازه ور نه کړي.
پاکستان له تیرو څو کالو راهسي له افغانستان غوښتنه کوي چې خپله خاوره د پاکستان په ضد و نه کاروي او د ترهګرو په ضد اقدام وکړو خو طالبانو حکومت خپلو ژمنې نه پوره کوي او له دې انکار کوي چې ددوی خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي. ترهګرې ډلې هم دې افغان خاوره کې پلانونه جوړوي او بیا بریدونه د پاکستان پوخ په ضد کوي.
پوهان دا سپارښتنه کوي چې وس باید پاکستان دا موضوع په نړیواله ایجنډا کې وساتي، ملګري ملتونو استازې، امریکا او د دوحه تړون منځګړي هیوادونو د طالبانو حکومت له سرغړونو څخه خبر کړي او د خپل هیواد او د وګړو دفاع کولو ته ځان چمتو وساتي.