تازه خبرونه

آیا د سیاسي اتفاق رای پرته د ترهګرۍ ضد جنګ بریالۍ کیدلې شي؟

په کال ۲۰۰۱ کې په امریکا د ترهګریز بریدونو وروسته د ترهګرۍ ضد جهګړه کې پاکستان ډیر بداغیزمن شو

1 min read

ټي ټي پي ترهګرې ډلې د قبایلي ټولنې د کم تعلیم او د اولس د کمزوري وضعیت له امله ځایی ځوانان خپله ډله کې شامل کړل

په تیر وخت کې چې ترهګرو ډلو سره کوم تړونونه شوي دي ،هم دې ډلو مات کړي دي

October 21, 2025

په امریکا د ۱۱م سپټمبر کال ۲۰۰۱ ترهګریز بریدونو وروسته د نړۍ په سیاسي او امنیتي وضع ډیره اغیزمنه شوه، دې پیښې که یو اړخ ته افغانستان اغیزمن کړو خو بل لوري ته ی د کال ۲۰۰۱ راپه دې خوا پاکستان هم بداغیزمن کړې دې.

دلته موږ ویلې شو چې   پاکستان له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د ترهګرۍ له ناورین سره مخ دی او په دې موده کې پاکستان امنیتي ځواکونو او پاکستانۍ قام د ترهګرۍ له امله بد اغیزمن شوې، تراتیا زره پورې خلک چې پکې عام وګړي او امنیتي ځواک اهلکار شامل دي د ترهګرۍ ضد جګړې موده کې ژوند له لاسه ورکړې دې او دا لړۍ وس هم دوام لري.

 د امریکا د پوځ یرغل په افغانستان کې ترهګر له منځه وینوړل  بلکې یوازې یې د افغان طالبانو او له هغوی سره تړلو نړیوالو ترهګرو ډلې ی د پاکستان لور ته ورواړولې.

افغان طالبان په سیمه کې په خپل ټولنیز جوړښت کې ور ګډ شول، خو عرب، ازبک او چچن جنګیالي د پخواني قبایلي سیمو (فاټا) په پولو کې مېشت شول. دوی د قبایلي دود له مخې د پناه او ساتنې بدل کې خلکو ته ډېرې پیسې ورکړې او د هغوی ملاتړ یې واخیست.

په ۲۰۰۲–۲۰۰۳ کلونو کې پوځ د جنوب او بیا د شمال وزیرستان لور ته ولېږل شو، خو د “میلمه ساتنې” قبایلي دود ته په پام، دولت د سختو پوځي عملیاتو له پیل څخه ډډه وکړه.

په همدې موده کې بهرني جنګیالي په سیمه کې ځای پر ځای شول او د قبایلي ځوانانو له جلبولو سره یې خپل صفونه پیاوړي کړل. ځوانان د پیسو، وسلو، شهرت لپاره  دې ډلو کې ورګډ شول.

کله چې افغان طالبان بېرته منظم شول او جګړه په افغانستان کې چټکه شوه، امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د فاټا ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي، نو دوی به  عملیات وکړي.

د اوږدې مودې هڅو وروسته، کله چې پوځ قبایلي مشرانو ته د بهرنیانو د شړلو قناعت ور نه کړای شو، بالاخره په ۲۰۰۴ کال کې د ازبک جنګیالیو پر ضد په جنوب وزیرستان کې عملیات وکړل.

پوځ ته درنې مرګ‌ژوبلې واوښتې، ځکه چې د ازبک جنګیالیو ځایي ملاتړ کوونکو د جوماتونو څخه د جهاد اعلان وکړ.

په لومړیو کې غیر منظم بریدونه وو، خو وروسته د نیک محمد، عبدالله محسود او نذیر په مشرۍ دا ډلو ځانونه منظم کړل، تر دې چې د بیت الله محسود تر مشرۍ لاندې د تحریک طالبان پاکستان  په نوم دا وسله وال منظم شول.

وس د پاکستان حکومت لوري  ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان   د یوې منحرفې مذهبي ایډیالوژۍ په مرسته د قبایلي ټولنې له هغو ارزښتونو ګټه واخیسته چې د جنګیالیو ستاینه، د دولت پر واک بې‌باوري، او د ټولنیز مقام د لاسته راوړلو هڅې پکې موجودې وې.
دوی وتوانېدل چې د قبایلي سیمو دا خلک چې نه خو ډیر تعلیم لري او نه ی مالي وضعیت ښه دې  په خپله دې ډله کې راشامل کړل او دوی په دې کې ښه بریالی شول او یو شمیر ځوانان ی سره شامل کړل.

په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې سیاسي ملکیت کمزوری پاتې شو. ډېر لږ سیاسي مشران دومره زړور وو چې ترهګر ی په ښکار نوم یاد کړل چې دا د پاکستان لپاره ګواښ دې، بینظیر بهټو د هغو له ډلې ده چې په ښکاره یې ترهګري د پاکستان لپاره یو لوی خطر وګروځول

کله چې عوامي نیشنل ګوند   په ۲۰۰۸ کال کې په خیبرپښتونخوا کې واک ته ورسېد او د خبرو هڅې یې ناکامې شوې، نو یې له پوځ سره په بشپړ ډول همکاري وکړه. د دغه ګوند مشران د خپل دریځ له امله درنې قربانۍ ورکړې.

په مې ۲۰۰۹ کې ولسمشر آصف علي زرداري د سوات په سیمه کې د راہِ راست عملیاتو اعلان وکړ، چې د ټي ټي پي  د منځه وړلو  لامل شو. وروسته د ۲۰۱۴ کال ضربِ عضب عملیات په شمال وزیرستان کې د دې ډلې مرکزونه ختم کړل خو ډېری نور سیاسي مشران د ترهګرو د غوسې له وېرې مبهم دریځونه غوره کړل.

نن ورځ د ټي ټي پي  نوې راټوکېدنه د بدلېدلي سیمه‌ییز او کورني وضعیت نتیجه ده.
په سیمه کې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی، چې TTP ته د لوژستیک، مالي او بشري ملاتړ سرچینه ګرځېدلې.

په کور دننه د پي تي ایی  د خیبرپښتونخوا حکومت د فدرالي حکومت او پوځ پر ضد دښمني د دولت د ترهګرۍ ضد هڅې کمزورې کړې دي.
د پاکستان تحریک انصاف  د مشر عمران خان دریځ دا دی چې د ټي ټي پي  او افغانستان سره دې د عملیاتو پر ضد  خبرې وشي

 د خپل مشر عمران خان د ایکس  پخواني ټویټر  د څرګندونو تر اغېز لاندې، د خیبرپښتونخوا حکومت په ښکاره توګه د ترهګرو پر ضد د پوځي اقدام مخالفت کړی، او پر ځای یې له تحریک طالبان پاکستان   او افغانستان دواړو سره د خبرو او مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

عمران خان بې‌درېغه هغه د خبرو پالیسي تکراروي چې د ده د حکومت پر مهال تعقیب شوې وه، خو هغه د هغه وخت د شرایطو یادونه په قصدي ډول نه کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې چې عمران خان واک ته ورسېد، خیبرپښتونخوا لا له وړاندې له هغو ترهګرو پاکه شوې وه چې پخوا یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه

پاکستان مخکې هم له ټي ټي پي  سره د سولې هڅې کړې وې ، ۲۰۰۴ شکۍ تړون، ۲۰۰۵ شکۍ تړون، ۲۰۰۶ د شمال وزیرستان تړون ، ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ د سوات تړونونه او د کال ۲۰۲۱ د پاکستان تحریک انصاف ټي ټي سره مذاکرات خو هر ځل ترهګرو تړون مات کړی، خپل ځواک یې زیات کړی او د سیمې خلکو باندې یې سخت حاکمیت ټینګ کړی.

 د امنیتي چارواکو د معلوماتو ترمخه ټي ټي پي وسله وال وس له افغان طالبانو حکومت ملاتړ لري، له هند څخه هم دوی ته مالي فنډنګ کیږي ، دوی په افغان خاوره د بریدونو پلانونه جوړوي او بیا ی په پاکستان کې ترسره کوي، ددې ثبوتونه پاکستان په نړیوالو فورمونه وړاندې کړي او نړۍ ته ی ور په ګوته کړي خو افغانستان له دې انکار کوي .

د اوس لپاره داسې ښکاري چې تحریک طالبان پاکستان   خپله تګلاره بدله کړې، څو د فدرالي او صوبایي حکومتونو تر منځ د نظرونو د اختلاف نه ګټه واخلي.
دغه ډله اوس د ملکي وګړو له هدف ګرځولو ډډه کوي او د پوځ له احتمالي عملیاتو د ځان ساتنې لپاره د سیمې له ولسي خلکو سره ګډ شوي دي، ولس د یوې زغرې په څیر کاروي.

خو تاریخ دا ښيي چې هرځل چې دغه ترهګر په کومه سیمه کې کنټرول ترلاسه کړي، نو هلته د شریعت د خپل تحریف شوي تعبیر تر نوم لاندې ظالمانه واکمني ټینګوي، او وخت ناوخت خلک اعداموي څو د وېري او تسلیمۍ فضا رامنځته کړي.

په داسې حال کې چې یو ملي واحد غبرګون د ترهګرۍ پر وړاندې د بریا لپاره اړین دی، د سیاستي قطب‌بندۍ او اختلافاتو له کبله پاکستان د ترهګرو د بریدونو قرباني کېږي او د اختلافات د حکومت، پوځ او د ملکي وګړو په زیان تمامیږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګونډ ، د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي او د پی ټي ایم ترمنځ دا تړاو او اړیکې  د خیبرپښتونخوا او د ټول پاکستان لپاره ښه نښه نه ده.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت په ضد د  مخالفت سیاست یوازې د تحریک طالبان پاکستان  د خوښۍ لامل ګرځي، ځکه دا ډول نرم دریځ د ترهګرۍ په وړاندې د دولت واحده اراده کمزورې کوي.
په تیر وخت کې هم د ټي ټي پي په اړه نرمه تګلاره بریالۍ شوې نه ده  او دا د سیمې خلکو او د حکومت په زیان تمامه شوې ده، اوس ټي ټي پي هڅه کوي چې د فدرالي او صوبایي حکومت تر منځ اختلافاتو ته وده ورکړي. دوی د ملکي خلکو پر ضد بریدونه کم کړي او ځانونه یې د خلکو ترمنځ پټ کړي، تر څو د پوځ له بریدونو ځان وژغوري.

Related Articles

د پاکستان لوري افغانستان ته بیا بیا ویل شوي چې افغان خاوره ترهګر د پاکستان په ضد کاروي خو دوی له دې انکار کوی: د پاکستان وزیردفاع، خواجه آصف

October 21, 2025

افغان طالبان په خپور راپور کې وایی چې د افغانستان ته واپس راستنیدونکي افغان کورنیو سره مالي مرستې کوي

October 21, 2025

په ۱۲م اکتوبر د افغان طالبانو لوري د پاکستان پر سیمو برید وروسته پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونه وتړل

October 20, 2025

د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي په مشرۍ کې نن د صوبایی کابینې لومړې غونډه شوې او مهم اعلانونه ی کړي

October 20, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *