تازه خبرونه

د شخړې بنسټ: د ټي ټي پي لوري افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول

د پاکستان لوري افغانستان ته بیا بیا ویل شوي چې افغان خاوره ترهګر د پاکستان په ضد کاروي خو دوی له دې انکار کوی: د پاکستان وزیردفاع، خواجه آصف
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې روسته پاکستان افغانستان سره خپل سرحدونه ۱۲م اکتوبر څخه تړلي دي

د دوحه مذاکرتو لپاره د پاکستان پلاوي کې وزیردفاع خواجه محمد آصف او د آیی ایس آیی مشر شامل وو

اسلام‌آباد : د دوحه تړون او په افغانستان کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په اړه د پاکستان وزیردفاع خواجه محمد آصف تازه څرګندونې مخې ته راغلي دي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په قطر کې د شوی اوربند تړون (سیزفایر اېګریمنټ) له مخې دواړه هېوادونه په څرګند ډول دې ته ژمن دي چې په یوبل به د برید کولو سرغړونه نه کوي  او نه به تحریک طالبان پاکستان ته به افغان خاوره کې هیڅ ډول اسانتیاوې یا پناه ورکول کېږي

نوموړي زیاته کړه چې په تړون کې دا خبره ډېر روښانه شوې ده  چې هېڅ ډول سرحدي سرغړونه به نه کېږي او د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي ترهګرو لپاره به د افغانستان خاوره د ملاتړ یا روزنې ځای نه ګرځي

  د افغانستان  دریځ او منځګړو هېوادونو رول

خواجه آصف وویل چې پاکستان دا خبره بیا بیا تکرار کړې، افغان خاوره له ترهګرو لوري د پاکستان په ضد کارول کیږي خو افغان لوری دا نه مني، ده وویل چې ترکیه او قطر دواړو د منځګړیتوب پر مهال ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې اصلي ټکی دا دی چې د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي   ملاتړ او فعالیت ته فضا برابره شوې

ده زیاته کړه چې پاکستان افغانستان ته دا خبره څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې او د سولې فضا یوازې پر شق ولاړه ده، او هغه دا ده چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي

 د تړون موده او شرطونه

د خواجه آصف په وینا، د اوربند تړون لپاره هیڅ وخت یا نېټه نه ده  ټاکل شوې، یعنې دا یو غیر محدود وخت لپاره اوربند  دې او په تړون کې دا نه دي  ویل شوي چې د فلانې نېټې تر پایه به دا عملي وي او وروسته به یې تمدید کړو. تر هغه وخته چې د تړون اصول مات نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند تړون به په خپل حالت کې پاتې کیږي او د تړون او اوربند به دوام کوي

 راتلونکې غونډه

راپور زیاتوي چې د اوربند د پلي کولو او د سرغړونو د څېړلو لپاره د دواړو هېوادونو استازي به د اکتوبر له ۲۵مې تر ۲۷مې نېټې پورې په ترکیه کې بله ناسته ولري.په دغه ناسته کې به د تړون د اجرا، څارنې، او د ممکنه شخړو د حل لپاره عملي لارې چارې وڅېړل شي

په سرحد شخړه او اوربند

په دې وروستیو کې ، د پاکستان امنیتي چارواکو په وینا د افغانستان لوري یو شمیر ترهګریز بریدونه وشول، دا بریدونه ترهګرې ډلې ټي ټي پي ترسره کړل، د ضلع خیبر په تیراه سیمه او په اورکزو کې هم دې یادې ترهګرې ډلې د پاکستان په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه وکړل او ګڼ شمیر پوځي افسران او امنیتي ځواک نور اهلکار ی شهیدان کړي. پاکستان دا بریدونه په بین المللي پلیټ فارمونو او دملګرو ملتونو د امنیت شورای په غونډه کې هم نړۍ ته مخې ته کیښودل چې دا بریدونه له افغانستان په خاوره پلان کیږي، دا هم باید یادونه وشی چې ددې بریدونو ذمه هم د ټي ټي پي ترهګرې ډلې په خپله غاړه اخستې

ددې برعکس د افغانستان طالبانو حکومت له دې انکار کوي او د ترهګرو په ضد اقدام نه کوي چې بیا وروسته د پاکستان هوایی ځواکونو د ټي ټي پي ترهګرو پټنځایونه په خوست او کندهار، کابل کې په نښه کړل او د امنیتي چارواکو ترمخه په دې بریدونو کې له سلو زیات د ټي ټي پي دلې او حافظ ګل بهادر ډلې ترهګر له منځه یوړل شو.

د پوهانو سپارښتنې

د دوحه توړن بریالي کولو لپاره سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې که افغانستان په سیمه کې امن او ثبات غواړي نو باید دوی هیڅ کوم وسله والې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د بل هیواد په ضد وکاروي

پوهان وایی او سپارښتنه کوي چې افغان طالبان باید دداسې وسله والو ډلو ملاتړ و نه کړي د پاکستان یا بل کوم هیواد لپاره ګواښ وي او په سیمه کې ناامني راولي، پوهان وایی چې دوحه تړون بریالي کولو لپاره باید افغان طالبانو د برید په اړه او د دوحه تړون څخه سرغړونه و نه کړي او د ټي ټي پي ډلې او نورو ترهګرو ډلو په اړه داسې قانون وضع کړي چې افغان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد په ضد و نه کارول شي

نورخبرونه

هند غواړي د افغان طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد وکاروي

شوروي اتحاد د  افغانستان قبضه کولو وروسته بل کوم هیواد هدف وو؟

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *