تازه خبرونه

افغان طالبانو افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کورنیو ورځنۍ راپور خپور کړې

افغان طالبان په خپور راپور کې وایی چې د افغانستان ته واپس راستنیدونکي افغان کورنیو سره مالي مرستې کوي
د پاکستان لوري په دې وروستیو کې سپین بولدک دروازه دې لپاره خلاصه کړې شوه چې بند پاتې شوې افغان کورنۍ افغانستان ته واپس لاړ شي

افغان طالبان په راپور کې دا هم وایی چې دوی د افغان کورنیو لپاره د ویړیا طبی سهولتونو ورکولو انتظام هم کوي

د افغان طالبانو حکومت لوري دې هیواد ته واپس راتلونکې افغان کورنیو په اړه ورځنۍ راپور خپور شوې دې، په راپور کې وایی چې افغان اړوند ادارې د افغان کورنیو سره نغدې مالي مرستې کوي او دوی لپاره ی د ویړیا طبی سهولتونو انتظام هم کوي.
دا اداره په راپور کې وایی چې د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ورکړل شوې دې.

د اسلام کلا له لارې (۱۷۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵۶) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۹) کورنیو سره مجموعًا (۶۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۸)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۵۶۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱)کورنیو سره مجموعًا (۹۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې ()۷۸۹تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي. 

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۷۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د سپین بولدک له لارې (۵۰۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۹۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۳۷۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۹۲)تنه و، کابل، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست، نیمروز، او هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۳۳۱۹۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۴۷)کورنیو سره مجموعًا (۵۳۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۸۰۶۷)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۰۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

له کابل څخه (۷۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۹)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، جوزجان او تخار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۴۳۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د ټولو کمیټو راپور لاندې ورکړل شوې دې.

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۷۱۹)کورنۍ او (۳۹۹۵)افراد

 لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۴۵۱)کورنۍ او (۲۹۱۱)افراد

 مرسته شوي مهــاجرین:              (۷۴۷)کــورنۍ

 وېشل شوي سیمکارتونه:              (۴۷۵)عــــدده

نورخبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ چمن پوله  د سوداګریزو فعالیتو پر مخ خلاصه شوه

Related Articles

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې

January 28, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 28, 2026

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *