اسلام آباد: د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان سرحدي کړکیچ او د ترهګرۍ په ضد د پاکستان لوری اقدامات دا څرګندوی چې کله هم یو لور د خپل حق لپاره د قوت او ځواک مظاهره وکړي نوبیا مخالف لور مجبوریږي چې د خبرو اترو له لارې راشي او کومه ستونزه چې راپیښه ده ،له خبرو اترو لارې هواره کړي.
د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو له تیرو څوکاله راهسي له افغان طالبانو غوښتنه کوي چې ددوی په خاوره ناقانونه ګرځول شوې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر ترهګریز بریدونه پلانوي او بیا ی په پاکستان کې ترسره شوی، ترسره نړۍ لیدلې ده چې په دې بریدونه کې په سلګونو ملکي او امنیتي اهلکار شهیدان شوي دي خو افغانستان د پاکستان لوري شواهدو وړاندې کولو پرته دا نه مني او په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ بې اساسه او د دروغو تورونه لګوي
سیاسي او دفاعي شنونکو ترمخه پاکستان چې کله ملګرو ملتونو کې د افغان خاورې په اړه داسې شواهد وړاندې کړل چې ښایی ټي پی په په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کې ککړه ده نو په دې وروستیو کې پاکستان دې ته اړ شو چې که افغان طالبانو ددې ترهګرو په ضد ګام نه اخلی نو بیا د د ملګرو ملتونو او نړیوال قانون ترمخه پاکستان حق لري چې د خپل ځان او وګړو دفاع وکړوی او پاکستان په دې وروستیو کې دا ثابته کړه چې په افغانستان کې ی د ټي ټي پي اړوند ډلو روزنیز کیمپونه په نښه کړل او په سلګونو ترهګر ی له منځه یوړل
کله چې پاکستان د خپل دفاع حق وکارول نو د افغان طالبانو حکومت دې ته اړ شو چې دوی په دوحه کې د ډزبندۍ لپاره پاکستان سره خبرو اترو میز ت کیښني او هم داسې پرون وشوه ، کارپوهانو په وینا کله چې پاکستان ځواک وکارول او خپله دفاع ی وکړه نو د افغان طالبانو ی له سفارتي لارې خبرو اترو ته کیښنول او نړۍ ولیدل چې پرون په دوحه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډزبندۍ لپاره تړون وشو
سیاسي او دفاعی څیړنګارانو ترمخه پاکستان کله هم د افغان طالبانو سره د دښمنې یا د کړکیچ زیاتول ملاتړې نه دې او نه ی د پلان شته خو دا وروستي کړکیچونه، په سرحدی سیمو د افغان لوري بریدونه او بیا د پاکستان لوري دې بریدونو ته غبرګون د افغان طالبانو د سخت دریځې له امله مخې ته راغې او پاکستان دې ته اړ شو چې د خپل ملک د فاع حق وکاروي
کارپوهان وایی چې د افغانستان طالبانو حکومت باید د دوحه خبرو اترو لارې پوهه شي چې پاکستان وس خپله تګلاره بدله کړې ده او وس پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي غواړي له سیمې ترهګري او ترهګر له جرړواوباسي، وس باید افغان طالبان په دې پوهه شی چې پاکستان د دفاع په حق کې نه بلکې د ترهګرو له منځه وړلو په اړه د یوې پریکنده پریکړه کولو ته رسیدلې دې
د پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځایونه بریدونه او ترهګر له منځه وړلو وروسته وس د افغان طالبانو دا ذمه واري ده چې ترهګرو پناه ور نه کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد و نه کاروي
د پاکستان لوری د ټي ټي پی بریدونو ته غبرګون او د ترهګرو په پټنځایونو بریدونو وروسته وس د افغان طالبانو حکومت او پاکستان وس د سیمه ایز امنیت ساتلو لپاره شریکان ګرځیدلي دي ،په داسې وخت کې که په افغانستان کې د پاکستان لوری د ټي ټي پي او بي ایل ای ډلو په مرکزونو برید ترسره شی نو ددی معنی به ی دا وي چې د افغانستان طالبانو حکومت وس هم ددې ترهګرو ډلو ملاتړ او همکاري کوي
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې وس نړۍ ته دا ور ښکاره شوي چې ددغو ترهګرو ډلو له منځه وړلو ذمه واري د طالبانو پر اوږو ده او که دا ځل هم د طالبانو حکومت خپل مسولیت نه پوره کوي نو ددې به دا معنی وي چې د طالبانو حکومت په دې سیمه کې د ترهګري پای ته د رسولو په حق کې نه دي
نورخبرونه
دوحه مذاکرات: پاکستان او افغانستان په اوربند راضي شوي