د امریکا پخواني ډیپلومات او د امریکا افغانستان لپاره ځانګړې پخوانۍ استازې زلمي خلیلزاد د سیمې د شنونکو او پالیسي څېړونکو له سختو نیوکو سره مخ شوی، وروسته له هغه چې یې پر پاکستان د اوربند د ماتولو او د افغانستان د پکټیکا ولایت د ملکي خلکو د بمبارولو تور ولګاوه ،د هغه ادعاوې خپلواکو سرچینو له مخې «بېبنسټه، ناسمې او سیاسي انګېزې لرونکې بلل شوي دي.
خلیلزاد په خپله د X (پخواني ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې ګواکې پاکستان اوربند مات کړ او د پکټیکا د ارګون ولسوالۍ په یوه برید کې یې اته کرکټلوبغاړي وژلي. هغه زیاته کړه چې اسلاماباد یو بېتحمله او بې انصافه ګاونډی دی چې باید پر افغانستان بریدونه بند کړي.
خلیلزاد لیکلي چې قطر یو صادق منځګړی دی، ایا پاکستان هم یو صادق ګاونډی دی؟ هغه ادعا کړې چې اسلاماباد د سولې د هڅو مخه نیولې ده.
Earlier today, #Qatar persuaded #Afghanistan and #Pakistan to extend their 48 hour long ceasefire and invited their defense ministers, intelligence heads and senior interior ministry officials to meet in Doha, negotiate a permanent truce and address their mutual concerns. But…
— Zalmay Khalilzad (@realZalmayMK) October 17, 2025
د پاکستان د بریدونو شالید
د سیمه ایزو شنوونکواو استخباراتو معلوماتو له مخې کوم چې ایچ ټي ین په ژوره توګه وکتل شوله او دغه ادعاوی چیلنج کړې شوې او دا خبره ی ښکار کړه چې د خوست او پکټیکا هوايي بریدونه د اکتوبر په ۱۷ نېټه هغه مهال ترسره شول چې د حافظ ګل بهادر ډلې وسلهوالو د شمالي وزیرستان د میرعلي په کاشف شهید فورټ د ځانمرګي برید او ځمکنۍ حملې هڅه وکړه.
پاکستاني ځواکونو دا برید شنډ کړ او څو بریدګر یې ووژل، یاده ډله، چې له ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري، له اوږدې مودې راهیسې له افغانستان څخه د سرحدي بریدونو او ځانمرګو حملو ذمهواري پر غاړه اخلي.
د امنیتي چارواکو په وینا، دا هوايي بریدونه په صحیح استخباراتي معلوماتو ترسره شو او یوازې د هغو ترهګرو پر کمپونو شوي چې د بریدونو د پلان او لېږد لپاره کارېدل.
یو لوړپوړې چارواکې چې اپریشن سره اړوند دې اوویل چې دا بېهدفه بریدونه نه وو، دا د ځانمرګو د روزنې او قوماندې مرکزونه وو. د ملکي تلفاتو یا لوبغاړو د وژل کېدو ادعا د ټي ټي پي او د را استخباراتی اړوندو ډلو اطلاعاتي چینلونو زړې پروپاګندې دي.
د اوربند حقیقت او غلط تعبیر
ډیپلوماتیکو سرچینو تایید کړه چې هغه ۴۸ ساعته اوربند چې خلیلزاد ورته اشاره کړې، د اسلاماباد او د طالبانو د موقتي حکومت ترمنځ شوی و، نه له هغو ترهګرو شبکو سره چې له افغان خاورې په پاکستان بریدونه کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې اوربند د کابل په غوښتنه د خبرو د فضا رامنځته کولو لپاره د سپین بولدک او چمن د نښتو تر یوې اونۍ وروسته اعلان شوې وو.
خو امنیتي چارواکي وایي، کله چې د حافظ ګل بهادر ډلې د میرعلي ځانمرګی برید ترسره کړ، نو دغه اوربند عملي ډول لغوه شو.
د راولپنډۍ یو دفاعي شنونکي وویل چې تاسې نشئ کولی اوربند مات کړئ او بیا ځان هم دې اوربندتر شا پټ کړې ، د پاکستان غبرګون دفاعي و او د نړیوالو ضدتروریزم معیارونو سره سم دا برید ترسره شو.
د خلیلزاد تکراري نیوکې ته کتنه
شنونکي وایي، د خلیلزاد وروستي څرګندونې د هغه د پخوانۍ تګلارې تسلسل دی ،زیاتوی چې دا یو انتخاب شوې غبرګون او د پاکستان ضد دریځ دې او د هغو پاکستان ضد کړیو ملاتړ دې چې د پاکستان د قربانیو څخه انکار کوي او د پاکستان په ضد کار کوي.
هغه تر دې وړاندې هم ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي سره د خبرو غوښتنه کړې وه او د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو د سیاست مخالفت یې هم کړی و، چې د ډېرو له نظره د پاکستان ضد شبکو د تبلیغاتو تکرار و.
تحلیلګر زیاتوي چې د خلیلزاد باور هغه وخت سخت زیانمن شو کله چې د ده تر منځګړتوب لاندې د سولې چوکاټ په ۲۰۲۱ کې ونړېد، او اوس د هغه پرلهپسې ټولنیزې رسنۍ څرګندونې چې د هغه یوازې د اړوندو پاتې کېدو هڅو څرګندونه کوي
یو پخواني پاکستاني ډیپلومات وویل چې هغه څوک چې خپل هېواد ته کې ی امن را نه وستلو او د پاکستان ترهګرۍ په ضد جګړې په اړه د اخلاقو وعظ کوي،دا د هغه یو عجیبه او طنزي خبرې ښکاري.
د فتنه الخوارج پر ضد اپریشن او د پاکستان دریځ
اسلاماباد وایي، په خوست، پکټیکا او کندهار کې وروستي دقیق عملیات د عزمِ استحکام» د ستراتېژۍ برخه ده ، هغه پلان چې موخه یې د فتنهالخوارج په نوم د ناقانونه ګرځول شوې ډلې او نور اړوندو ډلو له منځه وړل دي.
یوازې د روان کال له جنورۍ راهیسې، د افغانستان له لوري تر ۵۰۰ زیات سرحدي بریدونه شوي چې ګڼ شمېر پاکستاني عسکر او ملکي وګړي پکې وژل شوي.
خپلواکو امنیتي څارونکو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال نږدې ۹۰٪ بریدونه له هغو سیمو ترسره شوي چې د طالبانو تر واک لاندې دي.
سره له دې ټولو، پاکستان ټینګار کوي چې سیمهییزې سولې ته ژمن دی خو د برید په صورت کې به د ځان د دفاع حق کاروي.
د خلیلزاد تکراري دریځ: له حقیقت څخه مخ اړول
سیمهییز شنونکي وایي، د خلیلزاد څرګندونې د طالبانو د ناکامیو د پټولو هڅه ده، دا هماغه زوړ سناریو دی، یو شنونکي وویل کله چې له افغانستانه برید کېږي، پړه پر پاکستان ورواچوې، دا یوه آسانه لاره ده خو باوري نه ده
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې تر اوسه اسلاماباد د خلیلزاد څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښولې او چارواکي وایي، پاکستان غواړي ستراتیژیک زغم وښيي او د غیراړوند کسانو له بحثه ځان لرې وساتي
نورخبرونه
زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي
خلیلزاد: د اسلامي امارت لخوا د بهرني جهاد نه ګډون یو مثبت ګام دی