تازه خبرونه

پاکستان  د دفاع نه بلکې د پریکړې په موډ کې

پاکستان له تیرو څو کالوراهسي افغان طالبانو حکومت څخه غوښتي چې په سیمه کې ترهګري خپرونکو په ضد اقدام وکړي خوی دوی دا کار نه کوي
پاکستان بیا بیا له افغان حکومتي غوښتي چې د ترهګرو په ضد اقدام وکړي خو افغان حکومت د هند په ټالونو زانګي

په داسې وخت کې پاکستان پریکړه کړې چې د ترهګرو په ضد داسې ګامونه واخلي چې ترهګري د جرړو اوباسي

پاکستان په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو  کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار او جلال‌اباد کې د لوړ مهارتي بریدونو له لارې د ټي ټي پي، بي ایل اې، داعش خراسان او د افغان طالبانو د مشخصو کمپونو پر ضد عملیات وکړل. دا ټول کمپونه د هند په اشاره او ترغیب د پاکستان پر ضد د ترهګرو عملیاتو لپاره کارول کېدل چې موخه پاکستان ناامني او بې ثباتي راوستل وو.

دا اقدامات یوازې د ځوابي بریدونو په توګه نه دي؛ بلکې د یو نوي دفاعي نظریی بنسټ جوړوي چې موخه یې دا ده چې ترهګري له جرړو را اوباسي. دا واضح پیغام دی چې پاکستان اوس د “دفاعي پوستې” نه وتلی او د “جوابي حکمت عملي” د پلي کېدو پړاو ته داخل شوی دی

پاک  افغان اړیکې: د باور له بحران څخه تر نښتې پور
د افغان طالبانو د واکمنېدو وروسته دواړو هېوادونو ته د باور جوړولو ګڼ فرصتونه برابر شوي وو، خو د ټي ټي پي فعالیتونه، سرحدي بریدونه او د پراکسي جګړې تورونو وروسته دا  اړیکې تر خپل حد پورې ترینګلې کړې دي

اوس حالت دې کچې ته رسېدلی چې پاکستان مستقیمآ دننه د افغان حدودو په داخل کې اهداف په نښه کوي، چې له امله یې دوه‌خواهه اړیکې په یو نوي او حساسو پړاو کې داخلې شوې دي

اوس د افغانستان حکومت باید پرېکړه وکړي چې ایا دوی به په  خپله خاوره د ترهګرو لپاره د خوندي ځای په توګه پرېږدي او که ددوی په ضد به  عملي ګامونه پورته کوي. که عملي ګامونه ونه‌نیسي، د پاکستان پالیسي روښانه ده،  د هر برید  ځواب به د افغانستان دننه دوی ته ورکول کیږي

دوحه خبرې: احتمالي پایلې او ستونزې
رپوټونه وايي چې نن ماښام دوحه کې خبرې کیږي چې په هغې کې به د دې ترینګلتیا دایمي حل په اړه بحث وشي. د پاکستان استازیتوب بهد استخباراتي سازمان مشر لیفټیننټ جنرال عاصم ملک او د دفاع وزیر خواجه آصف، او د افغانستان له لوري به ملا یعقوب او د افغان استخباراتو مشر عبد الحق واثق ګډون ولري.

دا غونډه په دوحه (قطر) کې روانه ده چې له کلونو راهیسې د افغانستان د شخړو د حل لپاره مهم مرکز پاتې شوی، خو اوسني شرایط ښيي چې دا خبرې به له دوديزو “مفاہمتي” مباحثو څخه توپیر ولري.د پاکستان دریځ اوس صریح او کلک دی: “که له افغان خاورې څخه ترهګري ونه درېږي، نو عملیات دوام لري.”

ایا دوحه خبرې شخړه کولې شي؟
ممکنه ده چې د دوحې خبرې د موقتي اوربند یا د باور جوړولو د اقدامونو پر سر موافقه رامنځته کړي، خو زمینی حقایق بل ډول دي.د افغان طالبانو دننه څانګو کې د ټي ټي پي او خراسان ډلې سره همدردۍ اوس هم شتون لري، او دا د پاکستان لپاره اصلي ګواښ دی.د پاکستان پوځي مشرتابه دا ځل ښکاره ، واضح او عملي اقدام غواړي، چې د وروستیو بریدونو له طریقه هم څرګند شوی دی.

د ځواک، دیپلوماتۍ او استقامت نوی توازن
دا څرګنده ده چې پاکستان اوس د دولتي خپلواکي د تحفظ لپاره هر ممکن حد ته د تلو چمتووالی لري.د افغان طالبانو لپاره دا پریکړه کونکی وخت دی چې یا به د دوه‌خوا اړیکو لپاره همکاري غوره کړي، یا باید د نړیوالې انزواء او اقتصادي فشار لپاره ځان چمتو کړي.

د پاکستان نوی دریځ به نه یوازې په سیمه کې توازن له سره تعریف کړي، بلکې د ترهګرۍ پروړاندې جګړه به په یو نوي نړیوال چوکاټ کې واچوي

دوحې خبرې اوس د افغان حکومت لپاره د سولې او شخړې ترمنځ د وروستي فرصت په توګه مطرحې دي. که افغان حکومت صادقانه ګامونه وانخیستل، نو سوېلي آسيا ممکن د یوې نوې غیراعلان شوې  جګړې دروازه خلاصه کړي ، بل لور ته دا ځل پاکستان  د دفاع په موډ کې نه، بلکې د یو ځانګړې تګلارې او پریکړه کولو په موډ کې دې

Related Articles

اکستان او اروپايي ټولنه له ۶۰ کلونو زیاتې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، دا فورم د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لپاره د شراکت د نوي پړاو پیل بلل کېږي

January 21, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکايي رسنۍ «نیوز نېشن» سره په مرکه کې ویلي چې نه غواړي هیڅ یو امریکايي وګړی د اسلامي امارت په بند کې پاتې شي.

January 21, 2026

د کاناډا صدراعظم له منځنیو قدرتونو وغوښتل چې سره یو موټی شي، او د ټرمپ د داووس ته تر رسېدو مخکې یې د ګډونوالو له خوا په ولاړه هرکلی (ستاینلیک) ترلاسه کړ.

January 21, 2026

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

January 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *