اسلام آباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په تازه اونیز بریفنګ کې ویلي دي چې د هند په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ، روزنه او فعالیتونه ټول تصدیق شوي او په ریکارډ باندې دي
نوموړي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت د اونیز مطبوعاتي کانفرنس پر مهال وکړې. شفقت علي خان وویل چې پاکستان د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو ردونه کوي چې ده په هند کې د خپل سفر پر مهال کړې وې، متقي هندی چارواکو سره ترهګري د پاکستان داخلي ستونزه بللې وه، د پاکستان بهرنیو چارو ویاند اوویل چې ترهګري د ټولې سیمې ګډه مسئله ده، دا یوازې له یوه هېواد سره نه شي تړل کېدلې
ویاند زیاته کړ چې”دواړه هېوادونه په خپلو هېوادونو کې سفیران لري او عادي ډیپلوماتیک تماسونه روان دي ، ټینګار ی وکړه چې د دوحې د خبرو په اړه اوس تفصیلات نه شو شریکولې
شفقت علي خان وویل چې پاکستان د خپل دفاع حق استعمال کړی دی. زموږ هدف افغان ولس نه و، بلکې دفاعي اقدام و. زیاته ی کړه چې د افغان طالبانو په غوښتنه د ۴۸ ساعتونو اوربند شوی او پاکستان په متقابل خبرو اترو باور لري
ده زیاته کړه چې پاکستان د افغان سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هغه څرګندونې هم ردوي چې ده په هند کې کړې دي ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې پاکستان د متقي د هند د سفر پر مهال د هغه ګډ اعلامیه هم ردوي، ځکه چې په هغه کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د هند برخه ښودل شوې وه او دا د کشمیري ولس د حق څخه انکار کول دي
شفقت علي خان خبریالانو ته وویل چې پاکستان څو څو ځله د افغانستان سرپرست حکومت ته په افغانستان کې د وسلهوالو فعالیتونو او د هغوی د هند له لوري ملاتړ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. پاکستان څلور میلیونه افغان کډوالو میلمستیا کړې ده او اوس هیله لري چې د طالبانو حکومت به د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه واخلي
هغه د بریفنګ په پای کې وویل چې پاکستان د افغان مهاجرینو په اړه د قانون له مخې اقدامات کوي او دا د قانوني چوکاټ کې دننه عمل دې
نورخبرونه
د هند او افغان طالبانو د پاکستان پر ضد منفي او درواغو پروپیګنډه بربنډه شوې