تازه خبرونه

لنډي کوتل کې د فټ بال مینه وال په زرګونو خو اسانتیاوې ندارد

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

د لنډي کوتل سیمې ددې هیواد قامي د لوبو ټیمونو له تکړه تکړه لوبغاړي ورکړي دي خو په دې سیمه کې د لوبغاړو لپاره د سهولتونو د نشت برابر دي

پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د ضلع خیبر تحصیل لنډي کوتل خلک پاکستان سره دومره مینه لري چې ددې ځای ځوانان له تیرو ۴۰ څلویښت کالو راهسي د آل پاکستان آزادۍ فټ بال ټورنامنټ تابیا کوي چې پکې د ټول هیواد څخه د فټ بال لوبغاړي برخه اخلي

فاینل لوبه به د پاک شینواري او شینواري ستوري کلبونو ترمنځ وي
پرون د خیبر سپورټس کلب ترسیوري لاندې د خدای بخښلي احسام الدین شینواري او لیاقت شینواري آل پاکستان فټ بال ټورنامنټ ۲۰۲۵ د آزادۍ سیالیو دویم سیمي فاینل لوبه د جمرود څخه راغلي میلمه ټیم خیبر ګرین او د لنډي کوتل د سیمې څخه راجوړ د فټ بال ټیم پاک شینواري ټیم ترمنځ ترسره شو، د ګورنمنټ هایی سکول لنډي کوتل د لوبو په میدان کې دې سیالۍ لپاره په زرګونو تماشبینو دې سیالۍ څخه خوند واخستو.
لوبه پاک شینواري په دو ګولونو وګټله او ددې لوی ټورنامنټ په فاینل لوبه کې به شینواري ستوري فټ بال کلب سره د خالي په ورځ مخامخ کیږي.
لنډي کوتل د فټ بال مینه په زرګونو خو اسانتیاوې؟
د لنډي کوتل په تحصیل کې د فټ بال مینه وال په زرګونو دي خو په دې سیمه کې د فټ بال لوبغاړو لپاره د لوبو میدان نشته ، په یاد میدان کې نه خو ګراس کبل شته او نه نور کوم سهولتونه چې له امله ی لوبغاړي د لوبې پر مهال ټپیان کیږي
وکیل شینواري چې د خیبر سپورټس کلب په بنسټ ګرو کې دې او د خیبر یونین فټ بال کلب یو تکړه لوبغاړې وو، وایی چې دوی سره ټولو عوامي نمایندګانو وعدې وکړې خو ترنن پورې ی د فټ بال او نورو لوبو لپاره د لوبو میدان نه دې جوړ کړې چې له امله ی ددې سیمې د فټ بال لوبغاړي او د فټ بال مینه وال سخت مایوسه دی
دوی اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د لنډي کوتل سیمه د فټ بال تکړه تکړه لوبغاړي لري او په دې سیمه کې باید حکومتي اړوند ادارې او عوامي نمایندګان د لوبو میدان جوړ کړي
طفیل شینواري چې د پاکستان قومي فټ بال ټیم برخه دي هم مایوسه دې او وایی چې په لنډي کوتل کې د فټ بال لوبغاړي او د فټ بال مینه وال دي نو اړوند حکومتي چارواکي باید په دې سیمه کې لوبغاړو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او په دې سیمه کې یو لوی د لوبو میدان جوړ کړي.

نورخبرونه

سپورټس قامونه او اولسونه رانزدې کوي: مقبوال شاه ګردیوال

د خیبر سپورټس فیسټیول ۲۰۲۵ بنیادي مقصد نړۍ ته د امن پیغام ورکول دي: اشتیاق احمد

د سپورټس سیالۍ راجوړول یو مثبت ګام دی

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *