تازه خبرونه

د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر په اړه مهم خبر مخې ته راغلې

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم
د کابل لوري څو څو ځل په برید کې لومړیتوب له امله د پاکستان ځواکونو ددې برید ځواب ورکړو

په دې وروستیو کې په پلازمینه کابل کې د برید پر مهال راپورونه خپاره شوي وو چې په دې پرید کې د تحریک طالبان پاکستان دا مشر هم له منځه تللې

د ناقانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مشر چې ویل کیدل چې د کابل برید کې له منځه تلې ،وس د هغه په اړه یو مهم خبر مخې ته راغلې دې او ویلي ی دې چې ژوندی یم او قبایلي سیمو کې یم
د ټي ټي پي مشر ویلي دي او هغه ادعا ی رد کړې ده چې ګواکې د پلازمینه کابل په برید کې وژل شوې دې.نوموړي په یوه تازه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړې ده چې زه ژوندیم او له خپلو ملګرو سره د پاکستان په قبایلي سیمه کې یم. .
نورولي محسود د پاکستان لوري په افغانستان لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي دي او ویلي ی دې چې په خپله خاوره کې یم.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان تل خپل مخالفین پر دې تورنوي چې د نورو هېوادونو ملاتړ ورسره دی، زیاته کړې ی ده چې پاکستان دا ځل هم په افغانستان یو بې بنسټه تور لګولې دې، دا ویډیو وروسته له هغې خپره شوې چې تېره اونۍ پاکستان په کابل کې د یوه موټر په نښه کولو سره ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر یې هدف ګرځولی، خو وس محسود وایي، چې دی ژوندی دی او په خپله سیمه کې حضور لري

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *