تازه خبرونه

 د هند او افغان طالبانو د پاکستان پر ضد منفي او درواغو پروپیګنډه بربنډه شوې

د پاکستان وزیردفاع او استخباراتی ادارې مشر ته له افغان لوري ویزه ورکولو څخه د انکار په اړه افغان او هند لوري د درواغو پروپیګنډه خبرونه خپاره شول

1 min read

د هند حکومت تل د افغان حکومت د پاکستان په ضد بیانونو او کرکه راپارولو لپاره کارولې دې

د پاکستان لوري د وزیر دفاع او د آیی ایس آیی مشر لوري افغان ویزې لپاره درخواستونه نه دي ورکړل شوي ، سرچینو تاید کړې چې دا د هند پروپیګنډه ده چې د افغان طالبانو په وسیله او غوښتنه ی کوي

October 16, 2025

په دې وروستیو کې  د هند او افغان رسنیو له لوري د پاکستان پر ضد یو ګډ د درواغو پروپاګنډې بیان جوړ شوې او خپور شوې وو چې پکې ادعا شوې وه چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د آی ایس آی مشر لېفټیننټ جنرل عاصم ملک ته د طالبانو حکومت د ویزې ورکولو څخه انکار کړې دې

په دغه منظم د درواغو کمپاین کې دا هم ویل شوي چې په تېرو درېیو ورځو کې څو ویزې غوښتنې رد شوې دي، خو مستند سرچینې وايي دا ټولې خبرې بې‌اساس، دروغ او د یوې هدف‌مندې پروپاګنډا برخه دي

د پاکستان د معتبر حکومتي سرچینو له مخې، له اسلام آباد څخه کابل ته هیڅ کوم  ډول ویزه غوښتنه  نه ده استول شوې. برعکس، د دې ډول افواه ګانو خپرول له افغان او هند لوري د  یوه منظم اطلاعاتي برید برخه ده چې پکې افغان طالبان د هند د هڅونې او همغږۍ له مخې دا دروغ خپروي، څو د پاکستان پر ضد منفي احساسات را وپاروي

سرچینې زیاتوي چې په حقیقت کې د ویزې غوښتنې د بل لوري څخه راغلې وې، خو پروپاګنډه خپروونکو له قصده دا حقیقتونه پټ کړي او له پامه غورځولي دي

شنونکي وايي دا ډول “خبرونه” د هند د اوږدمهاله ضدپاکستاني تبلیغاتو تسلسل دی، او دا ځل یې کابل کې خپل هم خیال اوملګري هم ورسره یوځای کړي دي. د دوی په وینا، دا هڅې نه یوازې د پاکستان د سفارتکارۍ اعتبار ته زیان رسول هدف لري، بلکې د هند او د طالبانو د رژیم ترمنځ د پټ سیاسي تفاهم او ګډو اهدافو انکشاف او ښکارندوی هم کوي 

پاکستاني چارواکو بیا ټینګار کړی چې د اسلام‌ آباد دریځ تل د سیمه‌ییز ثبات، متقابل احترام او د سولې د هڅو ملاتړ کړی دی خو ځینې هېوادونه غواړي د جعلي او درواغو خبرونو له لارې د خپلو سفارتکارۍ ناکامیو او سیمه‌ییزې انزوا څخه پام واړوي

شنونکو دا هم ویلي چې دا پېښه یو ځل بیا دا حقیقت څرګندوي چې د هند او د طالبانو تر داسې د درواغو خبرونه خپرول هند او د افغان طالبانو حکومت د خپلو سیاسي او سفارتي ګټو لپاره کاروي خو نړۍ تل لیدلي دي چې د هند دا هڅې ناکامه ثابته شوي دي  

نورخبرونه

دافغانستان اړوند  استخباراتي ادارې  سوشل میډیا پاڼو باندې د پاکستان په ضد پروپیګنډه پیل شوې

د پاکستان قیمتي ډبرې او د سازشي خلکو د درواغو بیانیه او پروپیګنډه

Related Articles

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *