د چین د بهرنیو چارو وزارت لوري ددې هیواد په نادره معدنیاتو د لګول شوو محدودیتونو په اړه یو مهم بیان خپور کړې دې او ویلي ی دي چې د چین لوری لګول شوي محدودیتونه له نړیوال قانون او سوداګریز اصولو سره سم دي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، چې چین د نادره معدنیاتو او اړوندو توکو پر صادراتو قانوني کنټرولونه لګولي دي، کوم چې د نړیوالو اصولو او عمل سره سمون لري
ویاند دا څرګندونې د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وکړې. ګریر ویلي و، چې د چینایي توکو پر وارداتو د ۱۰۰ سلنه اضافي ټېکسونو پلي کېدل به د نومبر له لومړۍ نېټې یا تر هغې وړاندې د چین د اقداماتو پورې اړه ولري. هغه دا هم ویلي و، چې د چین چارواکو د نادره معدنیاتو د صادراتو د بندیز په اړه متضادې څرګندونې کړې دي
لین جیان وویل، د چین اړوندو ادارو د صادراتي کنټرولونو په اړه د چین دریځ روښانه کړی دی. د ده په وینا، دا ګامونه د نړیوالې سولې، سیمه ییز ثبات او د وسلو د نه خپرېدو د نړیوالو ژمنو د پوره کولو لپاره اخیستل شوي دي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې ده چې د چین دریځ تل یو شان او روښان وی خو متحده ایالات د خبرو غوښتنه هم کوي او ددې پر مهال د لوړو ټیکسونو او ورسره نوي بندیزونو لګولو ګواښونو هم کوي، چین دا لار سمه نه ده بللې
چین له امریکا غوښتنه کړې چې باید امریکا چین ستونزې د برابرۍ، درناوي او متقابلې ګټې پر بنسټ د خبرو او مشورې له لارې حل کړي
نورخبرونه
افغانستان له پاکستان روس چین او ایران څخه ځانګړې مننه کړې
د پاکستان قیمتي ډبرې او د سازشي خلکو د درواغو بیانیه او پروپیګنډه