تازه خبرونه

پاکستان د افغان طالبانو  برید ته سخت ځواب ورکړې

افغان طالبان ځواکونو او ددوی ملګرو په سرحدي سیمو کې په پاکستان بریدونه کړي وو، نن پاکستان ددې بریدونه سخت ځواب ورکړې دې
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اکتوبر ۱۱،۱۲مې نیټې شپې راهسي حالات کړکیچ دي او په سرحدي سیمو کې ځواکونو زیات شوي او چمتو کړې شوي دي

د پاکستان امنیت اړوند چارواکو ویلي دي دوی د خپل هیواد دفاع حق لري او که طالبان جنګیالي بیا دا غلطي وکړي نو له دې به هم سخت ځواب ورکړي

د افغان طالبانو له لوري په پاکستاني پوستو او سیمو د  بريدونو وروسته، د پاکستان پوځ  سخت او هدفمنده  کارروايي کړې چې له امله يې طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده، پاکستان امنیتي سرچینې وایی د خپل هیواد دفاع حق لري

د امنيتي سرچينو په وينا، د افغان طالبانو او د هغوی د تړلو ترهګرو ډلو د بريدونو په ځواب کې د پاکستان پوځ پرېکنده عمليات ترسره کړل، چې په نتيجه کې د افغانستان دننه ګڼ شمېر پوځي پوستې ويجاړې شوې او ډېر وسله‌وال وژل شوي او ژوبل شوي دي

د پاکستان امنیتي چارواکو تصدیق کړې چې د پاکستان فضایی الوتکو په کندهار او کابل کې د افغان طالبانو او ددوی ملګرو خوارجو په مرکزونو برید کړې دې او دا مرکزونه ی له منځه وړي دي، سرچینې وایی دا مرکزونو د ښاري آبادۍ څخه لري وو او پاکستان ځواکونو دا په بریالیتوب سره په نښه کړي او له منځه وړي دي

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ د دې عملياتو وروسته افغان طالبان د جګړې د بندولو او اوربند غوښتنې ته اړ شول.

پاکستان د افغان طالبانو هغه ټول دعوې چې په ټولنيزو شبکو خپرې شوې دي، بې‌اساسه او دروغ بللې دي. پوځ ويلي، د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د هر ډول تېري د ځواب ورکولو پوره وړتيا لري، او که راتلونکې کې بيا کوم بريد وشي، نو ځواب به يې تر دې هم سخت وي.

دلته باید يادونه وشي چې له دې پېښې وړاندې هم په سپين بولدک کې د افغان طالبانو او د هغوی د متحدينو ګډ بريد د پاکستان پوځ له لوري ناکام کړی و او د افغان طالبانو او ترهګرو دې برید په پايله کې  ګڼ شمېرطالبان جنګیالي او ددوی ملګري ترهګر له منځه ویوړل شول

نورخبرونه

افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *