تازه خبرونه

د خیبرپښتونخوا نوې وزیراعلی څخه د پښتون قوم یو شمیر پوښتنې

د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي په خپل لومړۍ وینا کې د پاکستان تحریک انصاف دوه مخې سیاست او دریځ یو ځل بیا راښکاره کړو.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان به ویل چې هیڅوک هم له قانون څخه لوړ نه دې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران چې کله په واک کې وي نو دوی بیا د آیین او ریاست د قانون ملاتړ کوي او چې کله ی واک په لاس کې نه وي نو بیا دوی ملکي قانون او آیین نه مني

د خیبرپښتونخوا نوي وزیراعلی سهیل افریدي د لومړي تقریر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران د ترهګرو په ضد د عملیاتو ضد بیانونو  وروسته دفاعي کارپوهانو یو شمیر غبرګونونو او پوښتنې را اوچتې کړي دي او ویلي ی دي چې آیا د پي ټي ایی مشران قوم ته ددې ځواب ویلې شی چې ترهګرو لوري څومره ملکي وګړي شهیدان شوي او وس هم دې د ترهګرو په ضد د اپریشن نه کولو ملاتړ کوي.

کارپوهان دلته د خپل د لیل په ملاتړ کولو سره وایی چې ترهګري یواځې په خبرو اترو له لارې نه شي ختمولې بلکي کله چې ترهګر د عام اولس وژنه نه ودروي او د ملکي او ریاستي ادارو په ضد ګامونه اخلي، ددی په ضد بریدونه کوي او بې ګناه ملکي او دولتي وګړي وژني نو په داسې وخت کې د ترهګرو په ضد اپریشن بیا د وخت اړتیا وي او پوهان وایی چې بیا په داسې حالت کې د ټوپک په زور ترهګري ختمولې شي.

دلته پوهان پوښتنې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف مشران دې قام ته ځواب ویلې شی چې ترهګرو څومره بې ګناه ملکي وګړي په ناحقه قتل کړي دي، نو بیا ولې ددې ترهګرو په ضد دې اپریشن و نه شي؟

دلته پوهان وایی چې دا د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ګر عمران خان او هم ددې ګوند نورو مشرانو دوه مخې سیاست او تګلاره ده چې دوی د اپریشن په ضد دي، آیا دوی ته د عام اولس ژوند او شتمني مهمه نه ده؟

پوهان وایی چې د ترهګرۍ په ضد ګامونو او د تګلارې مقصد دا وي چې په ملک کې د  سیاسي ، سماجي او معاشي میدان کې اصلاحات او بدلونونه راوړل شي ، پوهان زیاتوي چې ترهګر او ترهګري د ملک او قام لپاره یو ناسور دې او ملکي ادارې او اولس دا غواړي چې د ترهګرۍ دا رنځ او ستونزه له ټولنې اوباسي خو په داسې حال کې باید بیا ریاست ، حکومتي ادارې او ملکي وګړي په ګډه کار وکړي ، که چرې د ریاست دا ټول عناصر په ګډه کار وکړي نو دې سره به ترهګر او ترهګرۍ له ټولنې او ټول هیواد څخه په ختمولو کې بریالي شي.

دفاعي کارپوهان وایی او پوښتنې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې ۱۰ کله زیات واک په لاس کې وو او وس ی هم دي، نو بیا دا پوښتنه راولاړیږي چې د پي ټي ایی دې حکومت ولې د ترهګرۍ او د ترهګرو په ضد ګامونه نه دي اخستي؟

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې لس کاله واک پر مهال  د ترهګرۍ په پیښو کې څومره عام وګړي شهیدان شوي؟ آیا ددې شهیدانو ذمه وار د پي ټي ایی دا مشران او حکومت نه دې؟

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی مخې ته دا غوښتنه وړاندې کوي چې ترهګر او ترهګري ددې صوبې او ددې صوبې د اولس د ژوند او د پرمختګ دښمنه ده او باید ددوی په ضد داسې ګامونه واخستل شی چې ترهګري له منځه یوسي، عام اولس وایی او دریځ لري چې دا د پي ټي ایی حکومت ذمه واري ده چې د ترهګرو په ضد ګامونه واخلي او ترهګري له جرړو اوباسي.

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف  نوي وزیراعلی لومړې وینا ددې ګوند د دوه مخې پالیسۍ ښکارندوی ده

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *