تازه خبرونه

افغان طالبانو هیواد ته واپس راتلونکو کورنیو راپور خپور کړې

غان طالبان په راپور کې وایی چې واپس راستنیدونکو افغان کورنیو سره مالي مرستې کولې شي

1 min read

د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمینځ سرحد باندې شخړې له امله د افغان کورنیو واپس ستنیدل اغیزمن شوي دي

افغان طالبان په ورځني راپور کې وایی چې دوی افغان کورنیو لپاره د ویړیا طبي خدمتونو انتظام هم کړې فوټو کریډټ: خدای نور ناصر، الجزیره

October 15, 2025

د افغانستان طالبانو حکومت هیواد ته واپس راستنیدونکو افغان کورنیو په اړه ورځنۍ راپور خپور کړې دې.

د سې شنبې ورځ راپور ترمخه  د ۱۴۴۷/۴/۲۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د اسلام کلا له لارې (۱۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۳۵) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۶) کورنیو سره مجموعًا (۷۵۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۰)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۰۸۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۸۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۳۰)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۹)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۵۱۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۹۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۱۲۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶۷)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۰۷۹۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۰)کورنیو سره مجموعًا (۱۳۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۹۴۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۸۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

له تورخم څخه (۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱)تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

له کابل څخه (۲۰۱)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۴۵)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۱۶۳۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

 د افغان طالبانو حکومت افغان مهاجرینو په اړه جوړې شوې دې ادارې یو ټول ټال راپور هم جاري کړې دې چې پکې د افغانستان سرحدونو له لارې د افغان کورنیو واپس شمیره ی ښودلې ده.

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۶۷۱)کورنۍ او (۳۶۰۰)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۳۲۷)کورنۍ او (۱۸۲۳)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۲۸۹)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۲۲۷)عــــدد

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *