تازه خبرونه

جعلي او د درواغو پروپیګنډه خپره ولو په ضد د حکومت لویه پریکړه

له حکومت لوری خبر خپور شوې دې چې په ملک به د هغه سوشل میډیا فعالانو یا نورو خبریالانوپه ضد قانوني اقدام وشی څوک چې بې بنیاده او د دروغو خبرونه خپاره کړی

1 min read

په سوشل میډیا داسې د دروغو او جعلي ویډیوګانې خپرېږي چې هغې سره د ملک ادارې بدنامولې شی

د پاکستان لوري د وزیر دفاع او د آیی ایس آیی مشر لوري افغان ویزې لپاره درخواستونه نه دي ورکړل شوي ، سرچینو تاید کړې چې دا د هند پروپیګنډه ده چې د افغان طالبانو په وسیله او غوښتنه ی کوي

October 15, 2025

 د تحریک لبیک پاکستان سره د رامنځته شوې وروستۍ پیښې او د جعلي خبرونو او پروپیګنډا شبکو په ضد حکومتي ادارو د یو لوی قانوني اقدام  پیل کول اعلان کړې دې.
     د حکومتي اړوند ادارو لوري داسې تصدیق شوي معلومات خپاره شوي دي چې د وفاق په کچه د يوې ګډې تګلارې له مخې به لاندې ورکړل شوي اقدامات عملي کېږي

د فېک نيوز يا جعلي معلوماتو د خپرولو اصلي کردارونه به پېژندل کېږي؛د سايبر جُرمونو لاندې به مقدمې درج شي، د هغو کسانو پر ضد به ګامونه پورته کېږي چې په نړيواله کچه په دې جالونو کې ښکېل دي۔

نیشنل کوآرډینیشن سنټر برائے معلوماتي امنیت او استخباراتي ادارې د جعلي خبرونو شبکې څارې او د اصلي فعالانو نوم‌لړ تياروي، د سایبر جرمونو د مخنیوي ادارې ته امر شوېدې چې شکمن کسان زر وسني ، ډ یپ فیک لیب په نامه دا اداره هم فعاله شوې ده ترڅو جعلي ویډیوګانې او نور اړوند ډیجیټل مواد فارنزک تجزیه وشي.

حکومتي سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې دا قانوني اقدام ځکه کوي چې خلک د بې بنیاده پروپیګنډې او د دروغو خبرونه څخه بچ کړي او دی ته صحیح معلومات ورسوي.

حکومت د ټولنيزو رسنيو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې جعلي مواد بايد د ۲۴ ساعتونو دننه حذف شي؛د تکراري سرغړونکو اکاونټونه به تل‌پاتې بند شي، عامو خلکو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې داسې  ويديوګانو يا کلېپونو په سوشل میډیا خپاره نه کړي چې تصدیق شوي نه وي، دوی له عام پوهاوې ورکړل شوې چې داسې قسم مواد خپرول  قانوني سزا لري۔

حکومتي بیان کې ویل شوي دي چې د ریاستي ادارو پر ضد بې بنیاده او د دروغو پروپیګنډه کولو فعالانو په ضد زغم تګلارې ترمخه اقدام کیږي او داسې فعالان چې د حکومتي او ریاستي ادارو په ضد دروغو خبرونه خپروي به د قانون منګولو ته وسپارل شي، په دې لړ کې د نړیوالې همکارۍ ، ریډ نوټس او حقوقي لارو چارو امکانات هم تر بحث او خبرو اترو لاندې دي چې دا پروسه چټکه او فعاله کړې شي.

له حکومتي ادارو ترلاسه شوي دې خبر او معلوماتو کې ویل شوي دي چې په ملک کې خبریالان ، بلاګران او نور د سوشل میډیا فعالان باید یو خبر دوه ځل تصدیق کړي ترڅو ددې خبر له لارې ریاستي ادارې یا بل کوم شخصیت بدنام نه شي. د ګمراه‌کوونکو هېش‌ټېګونو او منظم ټرول پر ضد هدف‌مند عمليات پيلېږي۔

د فېک نيوز مالي ملاتړ کوونکو کسانو او ادارو د مالي راکړې ورکړې څارنه به هم وشي۔حکومت زياتوي چې د بیړني حالاتو پر مهال د افواه ګانو خپرولو سزا به نوره هم سخته کړي  څو د تشدد او بغاوتي بيانونو مخه ونيول شي۔

 له عام اولس څخه مهمه غوښتنه

په صوبايي کچه فوکل پرسنز ټاکل شوي چې د سمدستي غبرګون او کاؤنټر ميسېجینګ کار منظم کړي۔خلکو ته لارښوونه شوې چې د جعلي خبرونو يا مشکوک آنلاين موادو په اړه د سرکاري هيلپ‌لاين 1919 ته خبر ورکړي؛ د اطلاع ورکوونکو پېژند به پټه وساتل شي۔

د اطلاعاتو وزارت سرچينې وايي دا کمپاین یوازې د سزا لپاره نه، بلکې د معلوماتي خلا ډکولو، د عامو خلکو د پوهاوي زياتولو، او د کره معلوماتو لاسرسي لپاره دی۔د چارواکو په وينا، هره قانوني پرېکړه به د شواهدو پر بنسټ وي، او د شفافيت او آيني اصولو د بشپړه منلو وروسته به ترسره شي. حکومتي اعلان هرکلی شوی، خو د بشري حقونو او خبريالانو تنظيمونه خبرداری ورکړې دې  چې د دې عمل په ترڅ کې بايد د بيان ازادي او صحافتي اصول خوندي وساتل شي۔وفاقي چارواکو بيا ټينګار کړی چې دواړه هدفونه متضاد نه دي ،  جعلي خبرونو پر ضد به سخته قانوني مبارزه هم روانه وي او  ملکي آین او قانون ته به هم لومړیتوب ورکول کیږي.

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *