تازه خبرونه

اسلام آباد د افغان طالبانو ویاند بیان په کلکه رد کړې دې

اسلام آباد د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تحریک لبیک ګوند په اړه د خواشینۍ بیان ته کلک غبرګون ښودې او دا ی دروغ ګرځولې

1 min read

پاکستان په استنبول مذاکراتو کې ښکاره دریځ وړاندې کړل چې هغه کسان چې پاکستان لپاره ګواښ دې باید ددوی په ضد افغان طالبان اقدام وکړي

د افغان طالبانو خارجه وزیر دا تور هم پاکستان رد کړې دې چې ګني پاکستان غواړي امریکا یو ځل بیا افغانستان ته راشي

October 14, 2025

اسلام آباد: د افغان طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله په دې وروستیو کې په پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند په اړه یو بیان خپور کړو، اسلام آباد  دې بیان ته کلک غبرګون وښود او دا بیان ی په کلکه رد کړو، پاکستان کې دې بیان پراخ سیاسي او سفارتي بحثونه راپارولي دي.

  ذبیح الله مجاهد پاکستان کې د ۱۳م اکتوبر د مظاهره کوونکو پر ضد د تاوتریوخوالي په اړه یو بیان خبور کړې چې پکې د افغان طالبانو حکومت لوري خواشیني څرګنده شوه او په دې بیان کې په پاکستان پوځ تور ور پورې شو چې د پاکستان پوځ په مظاهره کوونکو نیغ په نیغه ډز کړي دي چې له امله ی مظاهره  

  هغه ویلی وو چې مونږ  د دې تشدد له امله ژور خواشیني یو، د وژل شويو کورنیو سره خواخوږي څرګندوو، او له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کوو چې له نور تاوتریخوالو ډډه وکړي او د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

اسلام آباد د تورونه رد کړل

که څه هم حکومت تر اوسه رسمي ځواب نه‌دی ورکړی، خو حکومتي سرچینو دا څرګندونې “غلط معلومات او منافقت” بللي دي۔

د کورنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي وويل چې د مظاهرو پر مهال هېڅ پوځي ځواک نه و ګمارل شوی، بلکې عمليات د پوليسو او ملکي ادارو تر مشرۍ لاندې ترسره شول۔ یو بل اهلکار اوویل چې دا د قانون د حاکمیت مسله وه نه دا کومه سیاسي مقابله وه، زیاته ی کړه چې هیڅ یو خپلواک ریاست وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې د مذهب په نوم پلازمینه کې ګډوډي رامنځته کړي یا پر پولیسو برید وکړي.  

شنونکو او سیاسي څیړنکار دا قسم بیانونه تبلیغاتي منافقت بلي ، سیاسي څیړونکي وایی چې دا بیان د کابل د تبلیغاتي کرنلارې برخه ده چې د وروستیو پاک افغن سرحدي شخړې وروسته نوره هم را اوچته شوې او فعاله شوې ده.

د سرچینو په ویان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۲مه نیټه یوه اعلامیه کې په لومړي ځل کابل ته د کابل رژیم ټکې وکارول، نه افغان موقتي حکومت چې دا یو څرګند سفارتي ټیټوالې دې چې د اسلام آباد لوري کابل سره زیاتیدونکې ناهیلۍ څرګندونه کوي.  

  یو سیاسي څیړنکار اوویل چې کوم حکومت چې د قاتلانو ډلې ته پناه ورکوي نو دوی وس د انساني همدردۍ خبرې کوي، زیاته ی کړه چې دا یو قسم ټوقې دي، د انساني حقونو لپاره فعالانو هم دې بیان ته غبرګون ښودلې دې او ویليی دي چې افغانستان په خپله د انساني حقونو یو قیدخانه ده او په افغانستان کې دننه د ښځینه په زده کړو بندیز دې نو وس دوی څرنګه د انساني حقونو غږونه پورته کوي.

طالبان رژيم ټکې کارول د پاکستان د نوې تګلارې نښه ده

سياسي کارپوهان وايي د پاکستان له لوري د “طالبان رژيم” ټکې کارول د يوې نوې پالیسي څرګندونه کوي چې اوس له “ورورولۍ” نه “احتساب او مشروط تعامل” ته اوښتی۔دا د پاکستان د نوې ديپلوماټيکې تګلارې نښه ده  چې  له زغم نه دفاع ته، او له صبر نه عملي ځواب ته اوښتې ده.

  سيمه ييز اړخ

د امنيتي شنونکو په باور، د کابل دا بيان بايد د هند د نفوذ د زياتېدو او د هغه د پاکستان ضد پاليسيو په رڼا کې وڅېړل شي۔

يو شنونکي وويل چې که طالبان په حقیقت کې د انساني ځانونه قدر کوي نو باید دوی له خپلې خاورې ټي ټي پي اوباسي کومه ډله چې د عام اولس په وژنه کې ککړه ده.  

د تحریک ګوند مظاهرې پس منظر

د تحریک لبیک پاکستان مظاهرې د اکتوبر په لومړیو کې د حکومت د  غزه  د وضعیت د پالیسۍ په ضد پيل شوې۔ د لاريونونو پر مهال په لاهور او نورو ښارونو کې مظاهره‌چیانو پر پوليسو بریدونه وکړل، چې له امله یې یو پولیس افسر هم ووژل شو او ګڼ نور ټپيان شول۔چارواکو دا مظاهرې  قانون ماتوونکې او د ریاست او قانون په ضد اوبللې .

نورخبرونه

هند او افغان طالبانو تجارتي اړیکې: د کابل او امرتسر ترمنځ نیغ په نیغه الوتنې پیلیږي

پاکستان کې په مظاهره کوونکو ډزې: د افغانستان طالبانو حکومت لوري مهم پیغام خپور شوې

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *