تازه خبرونه

پاکستان کې په مظاهره کوونکو ډزې: د افغانستان طالبانو حکومت لوري مهم پیغام خپور شوې

پاکستان کې د یو ګوند په مظاهره کوونکو باندې د پولیسو لوري نیغ په نیغه ډزو باندې د افغانستان طالبانو حکومت خواشیني څرګنده کړې ده
افغان طالبانو حکومت په بیان کې ویلي دي چې مونږ ددې مظاهره کوونکو په ضد د تاوتریخوالي له امله سخت خواشیني یو

د افغانستان طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي چې په مظاهره کوونکو د سختي کولو څخه ډډه وکړي او د خبرو اترو له لارې شخړې هوارې کړي

په داسې وخت کې چې په پاکستان کې د یو ګوند لوري مظاهره شوې او د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالۍ رامنځته شوې دې، د افغان طالبانو حکومت په دې اړه یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې او ویلي ی دي چې په پاکستان کې په عامو مظاهره کونکو ډزې او د هغوی مرګ ژوبلې په اړه د اسلامي امارت خواشیني څرګندوي.  

په دې ځانګړې پیغام کې د افغان حکومت لوري لیکل شوي چې په پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم ګوند لخوا اعتراضیه ناستې پیل شوې وې چې غوښتل یې دغه اعتراض تر اسلام آباد پورې ورسوي او د هغه هیواد له قانون سره سمې مظاهرې وکړي خو په دوی ډزې وشوې چې له امله ی دوی ته مرګ ژوبله اووښتې ده. .

 افغان حکومتي بیان کې وایی چې موږ د ملکي خلکو په وړاندې د دغه راز تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې له امله سخت خواشیني او متأثره شوو او د د وژل شوو له کورنیواو ټول پاکستاني ملت سره خپله خواخوږی شریکوو  او ټپيانوته عاجله شفا غواړو. په دې پیغام کې ویل شوي دي چې مونږ په  پاکستاني حکومت او په حاکم اړخ غږ کوو چې د خپلو خلکو په وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي.

نورخبرونه

د افغانستان امیرالمومنین شیخ هیبت الله اخوندزاده نوي وزیران او افسران ټاکلي

د افغانستان طالبانو عبوري حکومت پاکستان ته د پلاوي سفر لغوه کړې

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *