تازه خبرونه

افغان پالیسۍ ته باید بیا کتنه وشي، ټول عوامي نمایندګان دې اعتماد کې واخستل شي: سهیل افریدي

نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي په خپل لومړي بیان کې ویلي دي چې هغه افغان ورونړه چې د تیرو څلویښتو کالو څخه دلته اوسیدل، په ډیره بې عزتې له دې ځایه واپس لیږلې شي
اسلام آباد کې غونډې ګډون والو ته ویل شوي دي چې غیرقانوني افغان وګړو ته به دلته اجازه ور نه کړل شی

اسلام آباد کې غونډې ګډون والو ته ویل شوي دي چې وس به پاکستان کې یواځې هغه افغان مهاجرین اوسیږي چې د پاکستان قانوني ویزې ولري

د خیبر پښتونخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځوان صوبایی وزیر او نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي په خپل لومړي بیان کې د هیواد د افغان پالیسۍ باندې نیوکې کړي دي او ویلي ی دي چې نوې افغان پالیسي چې جوړیږي باید ددې په بهیر کې ولسي استازې په اعتماد کې واخستلی شي.

نوموړي ویلي چې چې زه به د خپل ګوند مشر عمران خان به امر سمدستي لبیک وایم، هغه اوویل چې څو ورځې وشوې چې ګنګوسي دوام لري چې د خان زندان بدلولې شی، زیاته کړه چې که د عمران خان د کورنۍ د خوښۍ پرته داسې وشي نو زه به ټول پاکستان بند کړم، وې ویل چې زمونږ مشر د امن او جمهوریت غوښتنونکې وو.

نوي ټاکل شوي وزیراعلی اوویل چې عمران خان حکومت د اسریلي ریاست د نه منلو له امله له څوکۍ راکوز شو او د هغه حکومت ړنګ کړې شو، وې ویل او ټینګار ی وکړو چې د خیبرپښتونخوا د سیمې ټول ماشومان او ښځینه عمران خان سره مینه کوي. .
 سهیل افریدي اوویل چې د لندن پلان له لوري ترهګري راوړل شوه ، زیاته کړي چې یو ځل بیا د پښتنو د سرونو قیمتونه ټاکل کیږي . هغه اوویل چې مونږ چغې وهلې چې دلته بیا ترهګر راوړل کیږي خو په مراد سعید باندې تور ولګول شو.

نوموړي اوویل چې زمونږ مشر عمران خان د پوځي عملیاتو مخالف وو نو مونږ هم د پوځي اپریشن مخالفت کوو، زیاته ی کړه چې که دوی استخباراتي اپریشن کړې دې نو بیا خو ددې بل کوم حل نشته، نوي ټاکل شوي وزیراعلی زیاته کړه چې کوم عملیات چې ترسره کیږي باید د علاقې مشران په اعتماد کې واخستل شی.

افغان پالیسۍ ته باید بیا کتنه وشي: سهیل افریدي

نوي وزیراعلی ددې هیواد واکمنو له لوري جوړې شوې پالیسي باندې نیوکه وشوه او وې ویل چې افغان پالیسۍ ته باید بیا کتنه وشی ، زیاته ی کړه چې کومه افغان پالیسي چې جوړولې شی باید عوامي نمایندګان په دې اړه په اعتماد کې واخستل شي،هغه اوویل چې دا پالیسي وی چې ټول عوامي استازې په اعتماد کې واخستل شي.

هغه اوویل چې افغان ورونړو چې دلته څلویښت کاله تیر کړل، له بده مرغه په زور باندې له دې هیواده شړل کیږي، وې ویل او زیاته ی کړه چې علي آمین ګنډاپور د افغان ورونړو ډیر عزت وکړو او دوی لپاره ی د خوړو انتظام کړوو، هغه اوویل چې پوځي اپریشن د ترهګرې د حل لاره نه ده او نن سبا نړۍ کې خلک د خبرو اترو له لارې ستونزې هواروي.

 نورخبرونه

 خیبرپښتونخوا کې د وزیراعلی لرې کولو وروسته سیاسي هلو ځلو زور اخستې

په خیبرپښتونخوا کې اپریشن اجازه نه ورکوو: وزیراعلی علي آمین ګنډاپور

Related Articles

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې په هیواد کې ی بشپړ امن دې خو بیا دا ادعاوی له نړیوال فورمونو له لوري رد کړې شي دي

January 31, 2026

افغانستان چاوراکي وایی چې پرون له تورخم لارې هیواد ته واپس راستانه شوي افغان مهاجرنیو کورنیو سره ۱۵۲۷۵۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې دې

January 31, 2026

سرچینې وایی چې د تاجکستان او افغانستان پر سرحد د وسله والو قاچاقبرانو دا فعالیتونه یوه منظمه پوځي تګلاره ښایی کومه چې د افغانستان او د تاجکستان پر سرحدي سیمو کې شتون لري

January 31, 2026

امنیتي چارواکو ترمخه په وادي تیراه کې اپریشن یو ځانګړې هدف لري او موخه ی داده چې د ځایی خلکو ژوند خوندي شی او ترهګري له منځه یوسي

January 31, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *