تازه خبرونه

د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور خپور کړې

د افغان مهاجرنیو په اړه جوړه شوې دا اداره وایی افغان وګړي چې واپس هیواد ته راستنیږي،دوی ته ویړیا درملنه او ورسره مالي مرسته هم شي
هغه افغان کورنۍ چې په پاکستان کې له خپلو کورونو راوتلي او افغانستان لور ته سفر پیل کړي،له سرحدونو تړلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دی

پرون شنبې راهسي په سرحدونو افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو واپسي هم اغیزمنه شوې ده

د افغان مهاجرنیو وطن ته واپس راستنیدونکو کورنیو په اړه جوړې شوې ادارې خپل ورځنۍ راپور جاري کړي دي، په راپور کې وایی چې د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۱۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۱۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې

  د اسلام کلا له لارې (۵۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۶) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۹) کورنیو سره مجموعًا (۳۵۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۰)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۹۴۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴)کورنیو سره مجموعًا (۱۱۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده ، د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۸۷)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۷)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۶۸۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸۸۹)تنه و، هېواد ته راستانه شوي ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۰۸)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۲۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۵۷۵)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

  د تورخم له لارې (۳۸۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۸۹۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي ، له تورخم څخه (۲۰۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸۳)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۹۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۸۷۲۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده ، د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۳۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

له کابل څخه (۳۱۱)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷۱)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۲۷۰۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

یادې ادارې د افغانستان ټولو سرحدي سیمو څخه هیواد د واپس راتلونکو افغان کورنیو راپور هم په دې ډول خپور کړې دې.

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۱۶۴)کورنۍ او (۶۲۴۱)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۵۱۴)کورنۍ او (۳۷۷۲)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۷۰۳)کــورنۍ وېشل شوي

سیمکارتونه:              (۷۲۲)عــــدده

نورخبرونه

حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

افغانستان ته واپس راتلونکي افغان مهاجرین: افغان اړوند چارواکو مهم راپور خپور کړې

Related Articles

د پاکستان د “غصه للحق” عملیاتو تازه معلومات: په افغانستان کې د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د زیربناوو پر ضد ترسره شوي بریدونه د پولې هاخوا د بریدونو د مخنیوي لپاره دي

March 14, 2026

د پاکستان د ملي سولې کمېټه د ټولو مسلکونو ترمنځ پر یووالي، د وسله والو ځواکونو پر ملاتړ، او د مقدسو ځایونو په ځانګړي ډول د اقصیٰ جومات پر ساتنې ټینګار کوي

March 14, 2026

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د وسله والو پر ضد هدفمند عملیات ترسره کړي، څو د پولې هاخوا بریدونو مخه ونیسي. چارواکي وایي چې دا اقدامات دفاعي او متناسب دي او موخه یې یوازې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام کول دي چې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

March 14, 2026

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *