تازه خبرونه

د افغانستان د حریم نقص د منلو وړ نه دې: ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان لوی تور لګولې دې چې داعش ډله په پاکستان کې شتون لري او غوښتنه ی کړې چې د داعش ډلې غړي دې له هیواده اوباسي
پاکستان په استنبول مذاکراتو کې ښکاره دریځ وړاندې کړل چې هغه کسان چې پاکستان لپاره ګواښ دې باید ددوی په ضد افغان طالبان اقدام وکړي

د افغان طالبانو خارجه وزیر دا تور هم پاکستان رد کړې دې چې ګني پاکستان غواړي امریکا یو ځل بیا افغانستان ته راشي

د افغانستان اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د پاکستان په سرحدي سیمو کې بیګا د شپې ناوخته په پاکستاني پوستو بریدونه ترسره کړل، نن په پلازمینه کابل کې ددې بریدونو په اړه دریځ د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د یوې خبرې غونډې ته د وینا په مهال ښکاره کړو او پاکستان ی یو شمیر لوی تورونه ولګول.

مجاهد اوویل چې افغانستان د حریم نقص د منلو وړنه دې او افغانستان کله هم دا نه شي زغملي چې ګاونډي هیواد ددوی په حریم تیرې وکړي، وی ویل چې دوی د هر برید ځواب ورکول شي، دا ی هم تور ولګول چې په پاکستان کې د داعش ډله شتون لري او له پاکستان ی غوښتنه وکړه چې داعش ډله دې له هیواده اوباسي یا دې ددې ډلې مشرانو اسلامي امارت ته وسپاري.

ویاند مجاهد اوویل چې اسلامي امارت خپله خاوره له فتنه ګرو پاکه کړې ده ، زیاته ی کړه چې  بیا ورته پښتونخوا کې نوي مرکزونه جوړ شول او به دغو مرکزونو کې د روزنې لپاره نوي کسان د کراچۍ او اسلام آباد له هوایی ډګرونو راوستل شو

د افغان حکومت ویاند دا تور هم ولګول چې په تهران او مسکو کې بریدونه هم له دې مرکزونو پلان شوي وو او په افغانستان کې هم بریدونو له دې ځایونو او مرکزونوڅخه جوړیږي او په دې اړه موږ سره ثبوتونه هم شته دې. .

مجاهد تور ولګولو چې د پاکستان په خاوره داعش شتون لري او پاکستان په خپله خاوره کې د داعش په شتون خپلې سترګې پټې کړي دي، وې ویل چې ‏افغانستان له خپل هوایي او ځمکني حریم څخه د دفاع حق لري او هیڅ برید بې ځوابه نه پریږدي مجاهد اوویل چې پاکستان دې د داعش مهم غړي چې هلته پټ دې له خپلې خاورې وباسي او یا اسلامي امارت ته وسپاري، زیاته ی کړه چې داعش ډله د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ته لوی ګواښ دې.

نورخبرونه

 افغانستان لوري په پاکستاني پوستو برید شوې

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *