تازه خبرونه

 افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

افغانستان بیګا د شپې ناوخته په سرحدی سیمو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په پوستو باندې برید وکړو
پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان ځواکونو دې برید ته ځواب اوویل او خپله دفاع ی په میړانه وکړه، امنیتي سرچینې

د افغانستان دفاع وزارت هم په ایکس پاڼه پر پاکستان برید تاید کړې او ویلي ی دي چې افغان ځواکونو په پاکستان برید کړې دې

بیګا د شپې ناوخته له افغانستان لوري د پاکستان په سرحدي سیمو د افغانستان سرحدي ځوکونو له لوري د برید په ځواب کې پاکستان نن د شنبې په ورځ  ګاونډي هیواد افغانستان سره خپل ټول سرحدونه تړلي دي، په پاک افغان پوله تورخم هم سرکاري سرچینو تاید کړې چې نن تورخم پوله د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د سرکاري او ځایی سرچینو ترمخه له پرون راهسي افغانستان سره انګوراډه پاس او غلام خان بارډر وتړل شول، په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دا دوه تجارتي او د عام اولس تګ راتګ لارې په دې وروستیو کې د څو میاشتو تړلو وروسته بیا پرانستل شوې وې.

سرچینې وایی چې پاک افغان پوله تورخم، چمن بارډر،  انګور اډه پاس، غلام خان بارډرله پاکستان لوري د نامعلومه وخت لپاره تړل شوي دي.

په تورخم کې سرچینو تاید کړې چې له تورخم بارډر څخه ټول هغه ګاړي چې تجارتي مالونه ی افغانستان ته انتقالول، واپس د لنډي کوتل په لور را لیږل شوي دي او پوله د هرقسم تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوې ده.

د تجارت سره تړلي خلک او په پوله مزدوري کوونکي خلک وایی چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید په خبرو اترو دا شخړې هواري کړې او سرحدونه و نه تړي، دوی غوښتنه کړې چې پوله دې زر تر زر د عام تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو لپاره پرانستل شي.

مهمه ده او باید یادونه وشی چې بیګا د افغانستان ځواکونو لوري د پاکستان په سرحدي سیمو او پوستو بریدونه ترسره شوي ، د افغانستان دفاع وزارت اړوند چارواکو دا برید تاید کړې دې او ویلي دي چې بیګا ددوی ځواکونو په پاکستان سرحدي سیمو او پوستو برید کړې دې.

نورخبرونه

 افغانستان لوري په پاکستاني پوستو برید شوې

افغانستان څخه د ترهګرو پاکستان ته د داخلیدو هڅهه امنتي ځواکونو ۸ اته ترهګر اووژل

د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي: د پاکستان پوځ ویاند

Related Articles

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *