تازه خبرونه

د متقي هند ته سفر :د عقیدې او سیاست یو نوې پیل

د افغانستان پخواني چارواکي هم د هند اسلامي مرکز دیوبند ته ورغلي دي، پخوانۍ ظاهر شاه پاچا هم دیوبند مدرسې ته ورغلې وو

2 min read

د هند حکومت دا دوه مخې سیاست دې چې کله په کابل کې د طالبانو واک راغې نو دوی خپل ټول مهم کارمندان له کابل څخه اوویستل.

دا وخت د هند دیوبند مدرسه کې یو شمیر افغان زده کوونکي هم زده کړې کوي خو له هند لوري د ویزې ورکولو سختو اصولو او پراسس سره مخ دي

October 11, 2025


په یوه داسې پرمختګ کې چې د مذهب او جیوپولیټیکي سیاست دواړه بحثونه یې راپورته کړي، د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د شنبې په ورځ د هند تاریخي مدرسې دارالعلوم دیوبند ته سفر وکړ،دا د جنوبي آسیا په ډیپلوماټیک تاریخ کې بې‌ساری ګام بلل کېږي. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی د ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو وروسته، هند ته رسمي سفر کوي. هند دا لیدنه د “مذهبي اړیکو” د هڅې په توګه تشریح کړې، خو نړیوال قوتونه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

متقي له نوي ډیلي څخه د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا دیوبند ته ورسېد، چیرې چې هغه ته د ۱۵ کسیزې علماوو کمېټې لخوا د درناوي هرکلی وشو، د کمېټې مشري د مدرسې رئیس مفتي ابو القاسم نعماني کوله. د مولانا سید ارشد مدني او ګڼ شمېر نورو دیني علماوو ګډون هم په دې مراسمو کې و.

د ظهر تر لمانځه وروسته متقي د دارالعلوم اصلي جومات کې زده‌کوونکو ته لنډه وینا وکړه او له استاذانو سره یې د نصاب او کتابتون د نظام په اړه خبرې هم وکړې. متقي خبریالانو ته وویل چې “سفر یې ډېر بریالی دې” او د دیوبند د خلکو له تود هرکلي یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه: “د افغانستان او هند د اړیکو راتلونکی روښانه ښکاري.

د اکوړه خټک نه تر دیوبند پورې

د متقي دا سفر د ټولې سیمې په کچه د طالبانو د فکري او مذهبي هویت په اړه بحثونه راپورته کړي دي. له لسیزو راهیسې د طالبانو فکري رېښې د پاکستان د اکوړه خټک دارالعلوم حقانیه ته رسیږي، هغه مدرسه چې لوېدیځو څېړونکو ورته د “جهاد پوهنتون” نوم ورکړی، خو دا اسلامي مدرسه په حقیقت کې د اسلامي زده‌کړو او د دیني اړیکو مهم مرکز ګڼل کېږي.

هند اوس هڅه کوي د طالبانو فکري تګلاره له پاکستانه دیوبند ته اړوي، ترڅو دا وښيي چې د طالبانو د فکري مکتب اصلي مرکز د هند په خاوره کې دی. د اسلام‌اباد شنونکي دا یوه شعوري هڅه بولي، چې هند غواړي د طالبانو د فکري نسب روایت بدل کړي او ځان د دوی د دیني میراث برخه وښيي.

په بله مانا، یو داسې هند چې ځان سیکولر (غیر مذهبي) بولي، د هغه غورځنګ د مشرتابه هرکلی کوي چې لوېدیځ یې تر اوسه د “افراطي ډلې” په توګه تعریفوي ، دا هماغه تضاد دی چې پاکستاني څارونکي یې “سیاسي منافقت” بولي.


ډیپلوماسي که دوه‌مخیز سیاست؟

هند تل ځان د ترهګرۍ پر ضد د جګړې مخکښ هېواد ګڼلی، خو د طالبانو مشر ته د هرکلي دا چلند ډېرو ته د حیرانتیا وړ دی.
هند لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د متقي د اوونیز سفر او د دیوبند د لیدنې اجازه ورکول څه پوښتنې راولاړوي او د افغانستان اسلامي امارت د پيژندلو یو اعتراف هم کیدلی شي..

کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بیا واک ته ورسېدل، هند لومړی هېواد و چې خپل سفارتي کارمندان یې په هم هغه شپه  کابل څخه را وایستل او افغان همکاران یې بې‌سرنوشته پرېښودل. د سلګونو افغان زده‌کوونکو او پناه‌ غوښتونکو ویزې لغوه شوې، او حتی ځینې بیرته وشړل شول، اوس هماغه هند د دیوبند له لارې د مذهبي نرمو اړیکو هڅه کوي ،  هغه هېواد چې څو کاله مخکې یې د طالبانو نوم اخستل هم “ناجایز” ګڼل.

په ټولنیزو رسنیو کې د هند د پخواني پارلماني غړي شفیق الرحمن برق یوه زړه پخوانۍ ویډیو بیا خپور شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې وه. هغه مهال د اتر پردیش وزیر اعلی یـوګي ادتیانات د هغه پر ضد مقدمې ثبت کړې وې. اوس هماغه حکومت د طالبانو وزیر ته د دولتي پروتوکول ورکوي.

د هند د ملي امنیت مشاور اجیت دوهال یو بل پخوانی ویډیو هم مخې ته راغلې ده ، هغه وایی چې موږ طالبان د خپل مطابق کاروو او دوی د دیوبند خبرو ته غوږ نیسي او موږ به دوی د دیوبند له لارې قابو کوو.

د پاکستان نظر

په اسلام‌اباد کې څارونکي وايي چې دا یو څرګند تضاد دی. هند هغه مهال ترهګري غندي چې د هغه پر ګټو اغېز وکړي، خو له هغو ډلو سره اړیکې جوړوي چې پاکستان ته امنیتي خطر ګڼل کېږي.

یو پخواني پاکستاني ډیپلوماټ وویل:

“دا پټه ډیپلوماسي ده،  هند مذهبي اړیکې د کلتوري ډیپلوماسۍ تر نامه لاندې کاروي، خو هدف یې د افغانستان دننه د نفوذ پراخول دي

د ده په وینا، دا کړنه د پاکستان د اوږدمهاله رول د کمزوري کولو هڅه ده، په داسې حال کې چې پاکستان د پناه‌ غوښتونکو کوربه، د بشري مرستو ملاتړی او د افغان ثبات بنسټیز شریک پاتې شوی دی.

د دیوبند تاریخ او میراث

دارالعلوم دیوبند په ۱۸۶۶ کال کې جوړ شو او د جنوبي آسیا د اسلامي زده‌کړو تر ټولو نفوذ لرونکی مرکز بلل کېږي. د مصر د الازهر پوهنتون په څېر، دیوبند هم زرګونه علما روزلي، چې افغان زده‌کوونکي هم پکې شامل دي. د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه هم دې مدرسې ته تللی و، او تر اوسه د هغه په نوم “بابِ ظاهر” دروازه هلته موجوده ده.

اوس مهال نږدې ۱۵ افغان زده‌کوونکي هلته شامل دي، خو د ویزو د سختو قوانینو له امله د پخوا په څېر ګڼ افغانان نشي ورتللی.

د متقي دا سفر د افغانستان او هند تر منځ د مذهبي او فکري اړیکو د بیا ژوندي کولو هڅه ګڼل کېږي، خو د طالبانو مشران لا هم د هند له پخوانۍ دوګونې تګلارې سره احتیاط کوي.

سیمه‌ییز انعکاس : دیني تعامل او سیاسي حسابونه

د پاکستان لپاره دا پېښه یو مهم پیغام لري:
هند له یوې خوا د خپلو مسلمانانو پر وړاندې د مذهبي محدودیتونو تګلاره لري ،د حجاب بندیز، د مدرسو د تړلو پلانونه، او د اقلیتونو پر وړاندې سخت دریځ ، خو له بلې خوا د طالبانو مذهبي مشران د ډیپلوماسۍ د نندارې برخه ګرځوي.

“په اسلام آباد کې میشت یو شنوونکي اوویل چې دهلی د حجاب بندیز لګوي، خو د طالبانو مشران په غیږ کې نیسي ، دا د هند سیکولریزم دی.”

طالبان بیا په ښکاره توګه هڅه کوي چې خپلې اړیکې له پاکستان نه ورهاخوا هم پراخې کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې دا ډول تعامل به اوږدمهاله بدلون راولي که دا به  یوازې یو موقتي سیاسی تکتیک وي.

پایله :  د سیاست تر شا د عقیدې ډرامه

د امیر خان متقي د دیوبند لیدنه یوازې مذهبي نه وه ،  دا د یو نوي ډیپلوماټیک بیانیې پیغام و، هند، چې تر دې وړاندې یې د طالبانو د واکمنۍ کلکه غندنه کوله، اوس د دیني ډیپلوماسۍ له لارې غواړي په افغانستان کې د نفوذ نوی دروازه پرانیزي. پاکستاني څارونکي دا هڅه د “بیانیې جګړه” بولي — هند غواړي د طالبانو د فکري نسب مرکز له حقانیه څخه دیوبند ته انتقال کړي، ترڅو د سیمې د نظریاتي جغرافیې توازن په خپل لور واړوي، په ښکاره دا  یو روحاني سفر و، خو په اصل کې دا د هند تر ټولو هوښیار سیاسي پیغام و ، دا سفر یوه خطبه او یو ځانګړې پیغام دې خو دا له  جومات له منبره نه دې خپور شوې  بلکې د دارالعلوم دیوبند له دهلیزه څخه خپور شوې او ورکړل شوې دې.

نورخبرونه

په متقي سفري بندیزونه: افغان بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکړل شوه  چې هغه د هند سفر وکړي

افغانستان په صورتحال غور لپاره ماسکو فارميټ ۷ مشاورتي اجلاس،متقي هم شرکت کوي

  متقي د روس په مهمه  دوره ځي

د افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیک پرمختګ

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *