تازه خبرونه

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټرنجیب الله لور غبرګون مخې ته راغلې

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیلې ویلي په پلازمینه کابل د پاکستان برید په سختو ټکو کې غندي
د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لور، هیله نجیب الله پر افغانستان د پاکستان یرغل ته غبرګون ښودلی دی

هیله نجیب الله ویلي دي او نیوکه ی کړي ده چې د افغانستان هیڅوک نشته چې په پلازمینه کابل د پاکستان برید ځواب ورکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لور، هیله نجیب الله پر افغانستان د پاکستان یرغل ته غبرګون ښودلی دی ، هیله نجیب الله  ویلي دي، چې افغانستان اوس مهال ملي حاکمیت او خپلواکي بایللې او هېڅوک نشته چې د ملي ګټو دفاع وکړي

نوموړې ویلي، کله چې مشروع حکومت نه وي، د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به څوک کوي؟ هیلي وویل او زیاته ی کړه چې دا برید په تاریخ کې لومړې ځل دې چې پاکستان ی کوي، زیاته ی کړه چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د پکتیکا برمل ولسوالۍ هم بمبار کړې او لسګونه دوکانونه یې نړولي دي

هغې ویلي دي چې د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان د تېرې شپې یرغل ته پراخ غبرګونونه څرګند شوي خو د طالبانو حکومت  لا هم پر افغانستان د پاکستان د یرغل په تړاو غبرګون نه دی ښودلی

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې هیله د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور ده او له افغانستانه بهر ژوند کوي، ډاکټر نجیب د پرچم ګوند مشر وو چې په افغانستان د متحده روس یرغل پر مهال د افغانستان ولسمشر وو او په دې وخت کې د افغانستان خاور په بشپړه توګه د پاکستان په ضد کارول کیدله.

نورخبرونه

نن د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب تلین نمانځل کیږي

 افغانستان بیا جوړیږي، د افغان کډوالو کورنیو خپل هیواد ته راتګ دوام لري: افغان چارواکي

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *