افغانستان په تاریخ کې هر ځل ثابته کړې، چې د اسلامي جذبې او هېوادني احساس پرمټ د هر زبرځواک ښکر ماتولی او اشغالګر په ګونډو کولی شي. .
د دې وطن بچو د خپلو زلمیو په استشهاد دا احساس ژوندی ساتلې دې، دا شاید تر ټولو ستره معجزه وي، چې د لویو زبرځواکو طاقتونو لوی امکانات دې کم وسه ولس په نشتو امکاناتو ناکام او خاورې – ایرې کړل او ددوی غرور ی خاورو سره ور ګډ کړو.
دلته باید دا هم یادونه وشی چې افغانستان او افغان قام سلګونه کالونه وړاندې هم فیرنګیانو ته ماتې ورکړې ده، لومړې افغان اینګلو وار او دویم افغان اینګلو وار کې هم افغان قام انګریزانو ته غاښ ماتې شکست ورکړې چې ښایی دا قام هیڅ کله هم ماتې نه خوري او دښمن ته غاښ ماتې شکست ورکوي.
له نن څخه ۲۴ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ اکتوبر په اوومه د افغانستان پر خاورې د امریکایي اشغال بمبارۍ پیل شوې. د نړۍ یو زبرځواک ملک له ناټوګي اشرګرو سره یوځای د یو فقیر هېواد پر خاورې تجاوز پیل کړ.
دا یرغل د ترهګرۍ ضد جګړې تر عنوان لاندې وشو، خو دوی خپله داسې جنایات وکړل، چې د بشر په تاریخ کې به یې کمې بېلګې وموندل شي. سلګونه زره بې ګناه خلک یې شهیدان، له دې ډېر یې معلول او په درنو بمونو یې بې شمېره کورونه او جونګړې ویجاړې کړې ، دوی تر دغو شعارونو لاندې خپلو ګټو او اهدافو پسې ګرځېدل. د دولت جوړونې خبرې به یې کولې. د ډیموکراسۍ او آزادۍ شعارونه به یې پورته کړل، خو تر شاه یې خپل سیاسي او نظامي مقاصد لرل.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې زرګونه پوځیانو ځای پرځای کړل. د خپلو اهدافو لاسته راوړلو لپاره یې هوايي اډو ته پراختیا ورکړه. لوژستیکي لارې یې اوږدې کړې. په دغو پلانونو یې وښوده، چې موخه یې د خپل تسلط او نفوذ ساتل دي، څو اشغال یې دوامداره او اسلامي شعایر محوه کړي ، د دغو پلانونو په مقابل کې افغان ولس جهاد پیل کړ. هغه ملت چې د انګریزي ښکېلاک له توپونو او د شوروي اتحاد له ټانکونو نه وو ډار شوي، د امریکایي ټکنالوژۍ یې هم پروا ونه کړه.
د شلو کالو اوږدې مبارزې یې نوی تاریخ جوړ کړ. د ډېرو قربانیو، بې کوریو او ستړو ګاللو وروسته فقیر ملت یو زبرځواک اشغالګر راوپرځاوه. د دغې بریا نغارې په ټولې نړۍ کې وکړنګېدې. نړۍ ولیده چې د عصر زبرځواکه امریکا د وسلو او ټکنالوژیکي وسایلو د لرلو باوجود ایماني او وجداني جذبې ته تسلیم شوه.
کورونه کنډواله، مکتبونه پوځي اډې او د اقتصاد جوړېدنې ځای فساد او مافیايي سیسټم نیولی و. دا هغه میراث و چې اشغالګرو د تمدن راوړلو تر شعار لاندې پرېښود.
کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه د کابل له هوايي ډګره د امریکایي اشغال وروستۍ الوتکه پورته شوه، هغوی هم حیران شول چې امریکا او ناټو یې د دې نړۍ خدایان ګڼل، دې خاورې بیا ځل د خدای په نصرت د بل زبرځواک اشغالګر غرور مات کړ او دا یې ثابته کړه، چې غیرتي زلمي یې دلته هر اشغال تس – نس او خاورو ته سپاري. د غرب له لوري د نظام په نوم جوړ د شګو برج هم ونړېد او خدای بیا ځل دا خاوره د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې راوسته، د غرب دوه لسیزې تبلیغاتو هېڅ فایده ونه کړه او دا ملت د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د خپلواکۍ نوی ژوند پيل کړ.
په دې اوږده جګړه کې سیمه ییزو قوتونو هم خپل رول ادا کړ، خو د افغانستان تقدیر د هېچا په نقشه ونه کښل شو او دا یې وښوده چې دا خاوره د غیرت او قربانۍ خاوره ده، نه د معاملې او نفوذ میدان.
اوس باید دا زبرځواکي له ځانه وپوښتي، چې آیا دې خاوره باندې بهرنۍ پوځي مداخلې د عدالت او مشروعیت بنسټ و، که نننی خپلواک جوړ نظام؟ آیا د افغانانو پر خاورې دا ډول تجربې د انساني اصولو سره سازګارې وې؟
نه ده پکار چې د بشري ښېګڼې تر څادر لاندې له ځواک او امتیاز څخه ناسمه ګټه پورته شي ، دا بیخي جوته شوه، چې غربي نړۍ د بشري ښېګڼې تمثیل کوي. هلته غزه کې یې هم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې پر بې دفاع فلسطیني وګړو بریدونو ته زور ورکړی او تر ننه یې وحشت او ظلمونه روان دي، له افغانستانه تر غزې او له کابله تر بیت المقدسه د ظلم، بې عدالتۍ او اشغال دا مشترک دردونه ښيي، چې کفار هېڅ ځای د مسلمة امت ارام ژوند نشي زغملی.
غربي نړۍ که غواړي چې افغانستان پڅېر غزه کې هم مختورې نشي، باید د غلطیو له تکراره لاس په سر شي. مخکې تر دې چې پرې ناوخته شي، د جګړې پر ځای دې د تفاهم لاره غوره کړي او د بشر پالنې شعار دې لومړی پرځان عملي کړي. د پوځونو ځای دې ډیپلوماسۍ او د اشغال ځای دې د مسلمة امت آزادۍ ته ورکړي. مسلمانان که د نړۍ په هر کونچ کې وي، د شعایرو او دردونو څَرک یې یو دی. که غربي نړۍ د خپلو تاریخي سهوو په جبران کې ناوخته کړي، بیا دې راتلونکي ته په لوړه بیه د دغو پورونو پرې کولو ته چمتؤ شي
نورخبرونه
په نن ورځ ۳۱م اګست وروستۍ امریکایی له افغانستانه اووت
شوروي اتحاد د افغانستان قبضه کولو وروسته بل کوم هیواد هدف وو؟