تازه خبرونه

ماسکو فارمټ غونډه: مولانا امیرخان متقي مهمې څرګندونې او غوښتنې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې ځینې لوري افغانستان د سیمې لپاره د یو ګواښ په توګه معرفي کوي چې ددوی دا هڅې په کلکه غندم
امیرخان متقي ویلي دي چې افغانستان کې کوم د غیرمسوله وسله والې ډلې یا د داعش مرکزونه وجود نه لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې نړې باید د افغانستان د بیا رغونې په اړه بشپړه مرستې وکړي

 د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ماسکو فارمټ اوومې ناستې ګډون کوونکو هېوادونو ګډ کنفرانس ته  مهمې څرګندونې کړي دي او ویلي ی دي چې  په  افغانستان  کې  ټولې هغه ډلې له منځه تللې چې د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات  ته ګواښ دي. .

د داعش ډلې به اړه د متقي څرګندونې

امیرخان متقي د کوم هېواد له نوم اخیستلو پرته ویلي، له افغانستان د باندې ستونزې شته چې باید د سیمې هېوادونه په ګډه د داعش او نورو ډلو مرکزونو پر وړاندې چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ دي اقدام وکړي، نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د داعش په ګډون د هیڅ غیرمسئوله وسله‌والې ډلې مرکزونه نشته.

د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې وړمه ورځ د پاکستان کراچۍ ښار او بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې درې مهم مشران ووژل شول.

د ماسکو فارمټ اوومې ناستې ګډونوالو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ودې او پانګونې ټینګار کړی.

اعلامیه کې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پراختیا، روغتیا، بې وزلۍ سره مبارزې، کرنې او د طبیعي پېښو د مخنیوي برخو کې د دومداره پرمختګونو په اړه لېوالتیا څرګنده شوې، څو افغانستان ژر تر ژره خپلواک او تلپاتي پرمختګ ته ورسیږي، دغه راز اعلامیه کې په سیمه‌ییزو همکاریو نظام کې د افغانستان د فعال ادغام او حضور هرکلی هم شوی.

افغانستان لپاره د مرستو غوښتنه

د مسکو فارمټ ګډونوالو له نړیوالي ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته بېړنۍ بشري مرستې زیاتې کړي او ټینګار یې کړي چې مرستې باید سیاسي نه شي ، دوی همداراز له هغو هېوادونو چې په روان سخت حالت کې د افغانستان پر وړاندې اصلي مسئولیت په غاړه لري غوښتي، چې د افغانستان بیارغونې او پراختیا برخو ته دې ژمن پاتې شي، د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په ګډون د لسو غړو هېوادونو د استازو په شتون کې ترسره شوه

 د متقي مهمه غوښتنه

مولوي امیرخان متقي په دا مهال یوه مهمه غوښتنه کړې ده او ویلي ی دي چې  له ناامنۍ ځورېدوونکي هېوادونه دې خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي ، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ماسکو فارمټ مشورتي غونډې اوومه ناسته کې ویلي، چې له ناامنۍ ځورېدوونکي هېوادونه دې خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي. افغان وزیر ماسکو کې همداراز ویلي، ځیني لوري فعاله هڅه کوي افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي، چې زه دا هڅې په کلکو ټکو کې غندم.

نورخبرونه

داعش په ضد مبارزه،روس د افغان دولت سره مرستو لپاره تيار دې، ضمير کابلوف

شوروي اتحاد د  افغانستان قبضه کولو وروسته بل کوم هیواد هدف وو؟

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *