پرایمري ښوونځي،پرایمري سکولونه د زدهکړې لومړنی پړاو وي چیرته چې ماشوم د لیک، لوست، حساب، او بنسټیزو مهارتونو سره بلدولې شي. دا مهارتونه د انسان د ټول ژوند لپاره ضروري وي، په پاکستان کې په پرایمري سکولونو کې د ۳ او ۴ څلورو کالو زیات ماشومان داخلولې شي خوله بده مرغه زمونږ د هیواد په پرایمرۍ سکولونو کې لکه د نورې نړۍ په څیر هغه اسانتیاوې نشته.
قبایلي سیمو کې د پرایمري سکولونو حالت
که څه هم په بعضې قبایلي سیمو کې داسې په کم شمیر کې پرایمري سکولونو شته چې په هغې کې پینځه یا شپږ کلاسونه وي خو زیات شمیر داسې سکولونه دي چې په هغې کې یوه یا دوه کلاسونه وي، په پرایمري سکولونو کې ترپینځم ټولګي پورې ماشومان زده کړې کوي، په کوم سکول کې چې د زده کوونکو ماشومانو لپاره دوه کلاسونه جوړ وی نو په داسې سکولونو کې بیا نور ماشومان بهر په میدان کې زده کړې کوي او ددوی زده کړې بیا ډیرې بدې اغیزمنې وي.
په پرایمرۍ سکولونو کې د استاذانو ستونزه
زمونږ په هیواد کې د پرایمرۍ سکولونو یوه مهمه او د پام وړ ستونزه د استاذانو کمې دې، په زیاتو پرایمرۍ سکولونو کې یو یا دوه استاذان وي او د ماشومانو کلاسونه پینځه وي نو په داسې سکولونو کې د ماشومانو زده کړې بدې اغیزمنې وي ځکه یو یا دوه استاذان نه شي کولې ټولو د پینځو ټولګو ماشومانو ته بشپړه تعلیم ورکړي او ددې نتیجه دا وي چې دا ماشومان چې بیا نورو کلاسونو ته لاړ شی نو بیا پکې زیات شمیر ماشومان نالایقه وي چې بیا وروسته دا ماشومان د ژوند په بیله بیلو میدانونو کې د ستونزو سره مخ وي.
ماشومان په پرایمري سکولونو کې څه زده کوي؟
ماشومان په پرایمري کچه سکولونو کې د لیک لوست سره سره نظم، اجتماعي چلند، همکاري، انضباط او مسؤلیت زده کوي. همدا ارزښتونه د هغوی د راتلونکي ژوند برخه ګرځي.
تعلیم د پرمختګ دروازه
که څه هم د مور غیږ د یو ماشوم لومړې سکول او ښوونځۍ وی خوبیا چې ماشوم په ښپو ودریږي نو هغه مور پلار په پرایمري لیول سکول کې داخل کړي ، که ماشوما لپاره په دې سکول کې ښه ماحول وي، ښه صفا کلاسونه وي، د ماشومانو د لوبو سامانونه وي، استاذان ی په سکول کې پوره وي نو دداسې سکولونو ماشومان بیا ښه تعلیم حاصلولې شي، دا ماشومان بیا مډل لیول، هایی لیول سکولونو او د کالج او پوهنتون تر کچې بیا ښه چمتووالی لري او دوی بیا په لوړ زده کړو کې ډیر په اسانه بریالی کیږي. .
ذهني وده
د پرایمري ښوونځی د ماشوم د تفکر، تخیل او استدلال بنسټ غځوي، چې د ژوند د ستونزو حل کولو لپاره مهم دې. په دې کچه سکول کې ماشوم لومړې ځل لپاره د ژوند طریقې زده کووي، نوي نوي شیان ګوري، لیک لوست زده کوي او نوي دوستان پيژني – په داسې ځای کې چې بیا ماشومانو لپاره ښه او صفا ماحول وي نو بیا دوی کولې شی د ژوند په راتلونکي کې بریالي شي او که په دې سکول کې دې ماشومانو لپاره کومې ستونې وي نو بیا هم دا ستونزې ددوی په راتلونکي ژوند ډیره بده اغیزه کوي. .
په اقتصادي پرمختګ کې د پرایمري ښوونځیو رول
اقتصادي پوهان وایی چې که کوم هیواد ښه پرایمرۍ سکولونو ولري او په دې ښوونځیو کې ماشومانو له اسانتیاوې ورکړل شی نو دا ماشومان چې لوی شي، لوړې زده کړې وکړي نو د لوی انساني سرمایی په جوړیدلو کې به مهم رول ولوبوي او دا خلک به بیا د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي
کاري ځواک برابروي
پرایمري سکولو نه د یوې ټولنې بنسټ جوړوي، تعلیم یافته خلک په داسې ډلو کارونه کوي چې دا بیا د هیواد د اقتصادي او معاشي پرمختګ لامل جوړیږي، دا خلک له ټیکنالوژۍ سره بلد وی او د تولید او خدمتونو کچه لوړي چې بیا دا د هیواد په ګټه تمامیږي.
د بې وزلې او غربت کمول
کله چې په کومه ټولنه کې خلک په ښه ماحول کې پرایمري تعلیم حاصل کړي نو دا بیا په راتلونکې کې د ښه تعلیم حاصلولو لامل جوړيږي، خپله کورنۍ له غربت څخه ایستلې شی نو ویلې شو چې پرایمري لیول تعلیم یوه نسلي پانګونه ده .
خیبر پښتونخوا کې پرایمري تعلیم لپاره بودیجه
که یو لوري په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پرایمري سکولونو حالت خراب دې خو بل لوري ته د خیبر پښتونخوا حکومت دعوی کوي چې د پرایمري لیول تعلیم ته وده ورکولو لپاره دوی په سالانه بجټ ۲۰۲۵-۲۴ کې زیاتې پیسې ایښودلې دي.
په رسنیو خپور یو راپور کې وایی چې په خیبر پختونخوا کې، د لومړني او ثانوي تعلیم لپاره بودیجه د ۲۰۲۵-۲۶ کال لپاره له ۳۲۷ اربه روپو څخه تر ۳۶۳ اربه روپو پورې لوړه شوې ده.
پوهان وایی چې د تعلیم لپاره باید په بجټ کې زیاتې روپۍ کیښودل شي او بیا د پرایمري لیول سکولونو لپاره باید ډیرې زیاتې روپۍ کیښودل شي ځکه پرایمري سکولونه د یو هیواد د ټولنې بنسټ جوړوي او که بنسټ قوي کیښودل شی نو بیا دا د هیواد په راتلونکي جوړولو کې ډیره مهم رول لوبولې شي.
پرایمري سکولونه د یو هیواد بنسټیز رول پرایمري سکولونو کې د یو ملت او هیواد بنسټ ایښودل کیږي، دا سکولونه د اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ، او انساني سرمایې د جوړښت لپاره بنسټیز رول لري. دلته یوه مهم ټکي په لور باید اشاره وشی که په پرایمري کچه سکولونو کې یوڅیر ښې اسانتیاوې ورکړل شي، په دې سکولونو کې شپږ کلاسونه جوړ شي نو دې سره به په تعلیمي میدان کې ښه پرمختګ وشي او دا په هیواد کې په ډیره اقتصادي ګټه تمام شي.
نورخبرونه
په صوبه کښې د سختو بارانونو اټکل: ټول ښوونځي به تر یوې اونۍ وتړل شي: اعلامیه