تازه خبرونه

باګرام هوائي ډګر يا د هيواد يو انچ خاوره هم امريکې ته نشو سپارلې، ذبيح الله مجاهد

واشنګټن او کابل کښې سفارت پرانستو په معامله امريکې سره رابطه کښې يو،ذبيح الله مجاهد
باګرام هوائي ډګر يا د هيواد يو انچ خاوره هم امريکې ته نشو سپارلې، ذبيح الله مجاهد

په افغان زنانؤ لګولي شوي بنديزونه د شريعت مطابق دي،ذبيح الله مجاهد

د امريکې سکائي نيوز سره مرکې په مهال د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد يو وارې بيا هغه راپورونه رد کړيدي چې ګني د باګرام هوائي ډګر انتظام د امريکې په حواله کړي شوېدے ۔ ذبيح الله مجاهد وائي چې امريکائي اولسمشر وخت په وخت د باګرام اډه بيرته د نيولو بيانونه ورکوي خو افغان دولت او اولس به د هيواد يو انچ خاوره هم بل هيواد له ورنه کړي ۔ افغان دولتي وياند مخکښې وائي که چرې د افغانستان خاوره دوباره بهرملکيانو ته سپارل وو نو بيا خو د طالبانو شل کليزې جهګړې او هيواد څخه بهرملکيان د ويستلو لپاره مبارزې څه اهميت پاتې نه شو، مونږخو قربانۍ هم د دې لپاره ورکړې وې چې په هيواد کښې به هيڅ يو بهرملکې پوځي موجوديت نه لري ۔ د يوې پوښتنې په ځواب کښې ذبيح الله مجاهد ووئيل چې صدر ټرمپ دې د دوحه لوظنامې پاسداري وکړي او د افغانستان په کورنيو معاملو کښې دې د لاس وهنې څخه ډډه وکړي ۔

اسلامي امارت او امريکې ترمينځ د رابطو تصديق

د افغان دولت وياند ذبيح الله مجاهد د امريکني واکمنو سره د رابطو تصدي کړېدے وئيلي ئي دي چې د دواړؤ هيوادونو د واکمنو ترمينځ خبرې اترې او رابطې جاري دي خو دا رابطې د سفارتي اړيکو بيا د جوړولو په بابله کيږي، ذبيح الله وائي چې کابل کښې د امريکې او په واشنګټن کښې د اسلامي امارت سفارتخانې بيا کهلاؤلو په موضوعاتو د امريکې او افغان دولت ترمينځ خبرې روانې دې طمع لرو چې رابطې به ګټه ور نتائج رامخې ته کړي ، ذبيح الله مجاهد زياته کړه چې امريکې سره د رابطو مطلب دا نه دې چې امريکني پوځ بيرته افغانستان ته راتګ کول غواړي دا خبرې صرف تر سفارتي اړيکو پورې محدود دي اسلامي امارت ټولو هيوادونو سره د برابرۍ په کچ تعلقات قائمول غواړي بايد چې د روس په رنګ نور ملکونه هم د اسلامي امارت په رسميت وپيژني ۔ افغان زنانؤ باندې د تعليم او کار روزګار بنديز په بابله د يوې پوښتنې په ځواب کښې ذبيح الله مجاهد ووئيل چې دا بنديزونه د شريعت مطابق دي،د شرعي قوانينو او د عالمانو رائے مطابق به د جينکو تعليمي ادارے بيا پرانستو فيصله کيږي خو ذبيح الله مجاهد دا وضاحت نه دې کړے چې دا فيصله کله متوقع دے ۔

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *