تازه خبرونه

ماسکو فارميټ غونډه، افغانستان کښې د ترهه ګر ډلو په موجودګۍ د تشويش اظهار شوے

منطقه کښې بله جهګړه نه غواړو،مغربي ملکونه دې افغانستان سره دښمني پريږدي،سرګۍ لاوروف
ماسکو فارميټ غونډه، افغانستان کښې د ترهه ګر ډلو په موجودګۍ د تشويش اظهار شوے

ماسکوفارميټ اجلاس،د اميرخان متقي په وړومبې ځل شرکت

د افغانستان او د منطقې سيکيورټۍ په صورتحال غور لپاره د ماسکو فارميټ اوومه غونډه د روسيه د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاوروف د وينا سره شورو شويده ۔ سرګۍ لاوروف په غونډه کښې د افغان د هم منصب مولوي امير خان متقي د شرکت هرکلي وکړو۔ د هغه وينا وه چې د منطقې د ملکونو استازي په داسې مهال راغونډ شويدي چې افغانستان کښې بيا د بهرملکيانو د راتګ آوازې او راپورونه خپور شويدي ۔ سرګۍ لاوروف تور ولګوؤ چې امريکې او ناټو پوځ شل کاله په افغانستان کښې جهګړه وکړه خو د منطقې نه ترهه ګري ختم نه شوه او د پوځيانو د انخلا وروسته امريکې افغانستان يواځې پريښود او اولس ئې د مشکلاتو ښکار کړل ۔ سرګۍ لاوروف زياته کړه چې پرامن او په خپلو خپو ولاړ افغانستان د ګاونډي ملکونو او ټولې منطقې لپاره ډير ضروري دي د امريکې نه مطالبه کوؤ چې د افغانستان منجمند ټولې اثاثې دې بيرته بحال کړي ۔ د روسيه بهرنيو چارو وزير دا هم وئيلي دي چې افغانستان يا د منطقې نورو ملکونو کښې د مغربي ملکونو پوځي اډې مونږ ته قبول نه دي د دې به په هر فورم مخالفت کوؤ۔

افغانستان د ترهه ګرو مرکز جوړيدل نه دي پکار

د ماسکو فارميټ غونډې ګډون والود افغانستان په صورتحال د انديښنو اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې د طالبانو واکمنۍ کښې ترهه ګر ډلې په افغانستان کښې بيا خوندي مرکزونه جوړ کړيدي کوم چې د منطقې د ملکونو لپاره لويه خطره ده ۔ د اجلاس ګډون والو په اسلامي امارت زور راوړېدے چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو خلاف د استعماليدو اجازت دې چا له ورنه کړي او دوحه امن لوظنامې مطابق دې په دې خاوره موجود ترهه ګر تنظيمونو او ډلو خلاف موثره کارروائي وکړي ۔ اجلاس په مهال د افغانستان او منطقې سيکيورټۍ، نشي موادو د سمګلنګ مخ نيوي،د منطقې د ملکونو ترمينځ اړيکو او د سيمې د امن او استحکام لپاره مشترکه کوششونو په تګ لاره غور شوېدے،د کوربه هيواد روس، پاکستان،چين،ايران،روس، هند، تاجکستان،ازبکستان، قازقستان، ترکمانستان او کرغزستان استازي په اجلاس کښې شريک وو۔ د روس له لوري د افغان طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو وروسته افغانستان په وړومبي ځل د دې تنظيم د ممبر په حيث په مشاورتي اجلاس کښې ګډون کړې ،د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په دې غونډه کښې د افغانستان د وفد مشرې کوله

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *