تازه خبرونه

د پي ټي آیی بنسټ ګر عمران خان عدالت ته له مخامخ کیدلو انکار کړې

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران د ۹ نهم میی جي ایچ کیو برید کې عدالت ته د وړاندې کیدلو څخه انکار کړ ېدې او د پي ټي ایی اړوند سرچینو ویلي دي چې د هغه طبیعت خراب دې
عمران خان په یو شمیر قضیو کې زنداني دي

عدالت عمران خان ته درې ځله پیغام ولیږل چې عدالت ته مخامخ شی خو د زندان چارواکو عدالت ته وویل چې عمران خان طبیعت ښه نه دې

 د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان په  جي ایچ کیو باندې د  برید په  قضیه کې  محکمې ته له حاضریدو انکار وکړو..

په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي امجد علي شاه د اډیاله جېل دننه د ۹ مې نېټې د جي ایچ کیو حملې د قضیې اورېدنه وکړه، چې پکې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان وکیل فیصل ملک له خپلې حقوقي ډلې سره محکمه ته حاضر شو، او همدارنګه ځانګړی څارنوال (پراسیکیوټر) ظهیر شاه هم هلته موجود و.

له اورېدنې مخکې، محکمې د مدافع وکیلانو ته د جېل دننه د محاکمې د بیا پېلیدو په اړه خبر ورکړ.

دلته باید یادونه وشی چې عدالت عمران خان ته درې ځله پیغام ولیږل چې عدالت ته مخامخ شی خو د زندان چارواکو عدالت ته وویل چې عمران خان طبیعت ښه نه دې او هغه عدالت ته نه شي مخامخ کیدلې.   دا هم باید اوویل شي چې په دغه قضیه کې د عمران خان حاضري مهمه وه، او د دې لپاره د څارنوالۍ ټیم او د عمران خان وکیلانو شاوخوا یو ساعت او ۴۰ دقیقې انتظار وکړ، خو، د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي د دواړو لورو دلایل واورېدل، او بیا یې پرته له کومې قانوني پرېکړې اورېدنه تر ۲۰م اکتوبر پورې وځنډوله

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان دریځ  صوبه او وفاق جنګوي

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *