تازه خبرونه

ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي  یو قوماندان په اړه مهم انکشاف

ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي، تحریک طالبان پاکستان یو مشر قوماندان بیت الله محسود په افغانستان کې تنظیمي ملګرو زندان ته اچولې دې
ټي ټي پي ډله په پاکستان کې په یو شمیر ترهګریز بریدونو کې ککړه ده

ځینې ناتاید شوې سرچینې وایی چې د ټي ټي پي دا قوماندان وژل شوې وي خو بیا دا معلومات داسې ددې ډلې نورو مشرتابه څخه تصدیق شوي نه دي.

پیښور: د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان يو مشر قوماندان بيت الله خان محسود د تنظيم د مشرتابه له لوري په افغانستان کې د دوی په جوړې شوې یو زندان کې بندي ساتل شوی دی. دا ادعا د هغه نژدې ملګرو کړې ده، چې د بيت الله خان محسود د حالت په اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده . .

سرچينو د معلوماتو له مخې، بيت الله خان محسود له تحريک طالبان پاکستان سره د دې تنظيم له لومړنيو پړاوونو راهيسې تړلی پاتې شوی او د يادې ډلې له بنسټګر بيت الله محسود، ولي‌الرحمان محسود، خالد سجنہ او حکيم الله محسود سره يې يو ځای کار کړی دی.

د هغه د ملګرو په وینا بیت الله محسود په کال ۲۰۱۲ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او شاوخوا ۱۱ کاله ی زندان کې تیر کړل. د ۲۰۲۳ کال کې له زندانه خوشې شو او بیا افغانستان ته ولا چیرته ی چې د ناقونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي په بیا فعالولو او فعالیتونو کې مهم رول ولوبول خو د ټي ټي پی مشرتابه د راپورونو له مخې هغه په کال ۲۰۲۴ کې د نامعلومه دلایلو له مخې په افغانستان کې د خپلې ډلې په یو جوړ شوي زندان کې بندي کړې شو- د هغه نزدې سرچینې وایی چې د مشر تابه له لوري تراوسه د بیت الله خان محسود د اوسني حالت په اړه هیڅ کومه معلومات نشته چې هغه په کوم ځای کې بندي دې .

ځینې غیر تصدیق شوي راپورونه دا هم وايي چې ښايي نوموړی وژل شوی وي، خو دا خبره لا تر اوسه د خپلواکو سرچينو له خوا نه ده تاييد شوې، دا هم مهمه ده او باید دلته ی یادونه وشی چې د بیت الله محسود ملګرو د پلازمینه کابل د حبیب الله ځاځي پارک کې اخستیل شوي د هغه انځورونه هم خپاره کړي چې ګوا کې دا د هغه په افغانستان کې موجودیت یو لوی ثبوت هم دې.  دا هم باید یادونه وشی چې د ټي ټي پي لوري په دې ورستونو کې یو مهم راپور خپور شوې دې چې پکې ی د خیبر پښتخوا په قبایلي او یو شمیر نور سیمو کې د ترسره شوو بریدونو ذمه واري هم منلي دې او ددې بریدونو د مالي او ځاني زیانونو راپور ی هم په بشپړه ډول ورکړې دې چې دا تایدوني چې دا ډله په پاکستان کې په ترهګریز بریدونه کې ککړه ده، په افغانستان کې موجودیت لري او په دې هیواد کې ناامني او بې ثباتي راولي.

نورخبرونه

ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان مهم راپور خپور کړې

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

بنو ځانمرګي برید: برید ګر د افغانستان نیشنلټي لرله

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *