تازه خبرونه

افغانستان په صورتحال غور لپاره ماسکو فارميټ ۷ مشاورتي اجلاس،متقي هم شرکت کوي

د پاکستان،چين،روس او ايران خصوصي استازو اجلاس هم ماسکو کښې کيږي

1 min read

افغانستان په صورتحال غور لپاره ماسکو فارميټ ۷ مشاورتي اجلاس،متقي هم شرکت کوي

د افغانستان او منطقې په صورتحال غور لپاره ماسکو کښې اهم اجلاسونه کيږي

October 6, 2025

د افغانستان او منطقې سيکيورټۍ صورتحال باندې غور او صلاح مشورو لپاره روس د سفارتي هلو ځلو مرکز جوړ شوېدے ۔ د افغانستان په امنيتي صورتحال او سيمه کښې رامخي ته شوي واقعاتو او پرمختګونو باندې غور لپاره د ماسکو فارميټ اووم مشاورتي اجلاس په ماسکو کښې کيږي، د روس خارجه وزارت ترمخه ماسکو فارميټ غونډه سبا له شورو کيږي کومه چې به دوه ورځې جاري وي،اجلاس کښې به د پاکستان،چين،هند، ايران،روس،تاجکستان،ازبکستان، ترکمانستان،کرغزستان او قازقستان خصوصي نمائندګان ګډون کوي ۔ افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي د روس په خصوصي بلنه دې اجلاس کښې شرکت کوي ۔ افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازې محمد صادق اجلاس کښې د پاکستان د وفد مشري کوي،د اجلاس په مهال به د افغانستان او منطقې سيکيورټۍ، نشي موادو د سمګلنګ مخ نيوي،د منطقې د ملکونو ترمينځ اړيکو او د سيمې د امن او استحکام لپاره مشترکه کوششونو په تګ لاره غور کيږي ۔ د روس له لوري د افغان طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو څخه وروسته افغانستان په وړومبي ځل د دې تنظيم د ممبر په حيث په مشاورتي اجلاس کښې ګډون کوي او د افغانستان نمائندګي به د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي کوي ۔ ياده دي وي چې د متحده قامونو سلامتي کونسل ماسکو فارميټ غونډه او د هند دورې لپاره د افغان خارجه وزير امير خان متقي سفري بنديزونو کښې نرمي کړيده هغه له ئې د دې ملکونو د سفر کولو اجازه ورکړي ده۔ د ماسکو دورې په مهال به افغان خارجه وزير امير خان متقي د روس د هم منصب سرګۍ لاوروف او د نورو ملکونو د نمائندګانو سره ملاقاتونه هم کوي ۔

د منطقې کړکيچن صورتحال او ماسکو ملاقاتونه

په داسې مهال چې امريکه د باګرام قبضه دوباره د طالبانو څخه واپس اخستو اراده لري او صدر ټرمپ افغانستان ته امريکائي عسکر د ليږلو اشاره ورکړيده په ماسکو کښې کيدونکي اجلاسونه خصوصي اهميت لري ۔ ماسکو فارميټ اجلاس نه مخکښې د افغانستان لپاره د پاکستان،روس،ايران او چين
د خصوصي استازو اجلاس هم کيږي ۔ محمد صادق، ضمير کابلوف،حسن کاظمي او يوي زواينګ دې اجلاس کښې د خپل ملکونو نمائندګي کوي،د افغانستان سيکيورټۍ،د پولو صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ مخ نيوي په معاملو خبرې کول د دې اجلاس مهمه ايجنډا ده، پاکستاني استازې محمد صادق به د افغانستان د خاورې نه د ترهه ګرو حملو معامله پورته کوي ۔ د اجلاس دوران په د تيرې مياشتې په ۲۷ نيټه نيويارک کښې د څلور واړو ملکونو د خارجه وزيرانو
د اجلاس په فيصلو د عمل درآمد جائزه اخستلي شي ۔ په نيويارک کښې شوي د خارجه وزيرانو د ملاقات دوران څلور واړو ملکونو د افغانستان په صورتحال د تشويش اظهار کړې وو او د افغانستان په خاوره د کالعدم تنظيمونو ټي ټي پي،بي ايل اے،جيش العدل،داعش،القاعده او د ترکستان اسلامک مومنټ پشمول نور ترهه ګر ډلو مرکزونه ئې د سيمې د ملکونو لپاره لويه خطره ګرځولي وه۔ د اجلاس ورسته په مشترکه توګه جاري شوي اعلاميه کښې په افغانستان کښې د امريکني پوځي اډې بيا جوړيدو باندې د تشويش اظهار شوي وو،په اسلامي امارت ئې زور راوړې وو چې افغانستان کښې موجود د ټولو ترهه ګر تنظيمونو خلاف دې فوري او موثره اقدامات وکړي ۔ د افغانستان او د منطقې د مستقبل او د سيکيورټۍ په حواله ماسکو کښې کيدونکي ملاقاتونه په دې حواله هم خصوصي اهميت لري چې د منطقې ټول ملکونه افغانستان کښې د بلې جهګړې يا په دې خاوره د نورو ملکونو د پوځيانو د موجودګۍ سخت مخالف دي په افغانستان کښې ترهه ګر ډلې بيا منظم کيدو باندې اګرچه پاکستان او روس سخت تحفظات لري ولې دا ترهه ګر تنظيمونه د منطقې او نړۍ لپاره هم يوشان خطره ده،د ماسکو فارميټ او د څلور واړو ملکونو د خصوصي استازو اجلاسونو کښې هم په دې موضوعاتو خبرې کيږي د اجلاسونو اعلاميه کښې د ترهه ګرو په ضد عملياتو لپاره په افغان دولت فشار اچولو قوي امکان دے ۔

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *