تازه خبرونه

افغان دولت هيواد ته ستنيدونکي مهاجرينو او دوي سره مرستو په بابله راپور خپور کړې

پاکستان نه د افغان مهاجرينو واپسي،د شنبې په ورځ د طورخم او سپين بولدک د لارې ۶۰۰ څخه زياتې کورنۍ هيواد ته ستانه شويدي
پاکستان او ايران څخه واپس راتلونکي افغانانو سره مرستو او دوي ته سهوليات ورکولو په حواله د کډوالو چارو د کميټۍ تازه رپورټ خپور شوے

هيواد ته ستانه شوي زياتره افغانان خپلو سيمو ته ليږلي شوي او مالي مرستې هم ورسره شويدي،مهاجرينو په اړه د کميټۍ راپور

راپور له مخې د شنبې په ورځ طورخم پولې د لارې ۲۹۳ او د سپين بولدک د لارې ۳۲۹ کورنۍ هيواد ته راستون شوي

د افغانستان اسلامي امارت د افغان مهاجرینو په اړه جوړې شوې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیو دارالانشا د کمیټۍ ورځنۍ کار راپور خپور کړې دې. راپورکښې د ګاونډي هيوادونو پاکستان او افغانستان څخه خپل هيواد ته واپس راغلې مهاجرينو شمير او دوي سره مرستو تفصيلات په ډاګه کړي شويدي ۔ راپور کښې وئيلي شويدي چې تيره ورځ د کندهار ولايت د سپين بولدک پولې د لارې ۳۲۹ کورنۍ چې د ټولو مهاجرو شمير ئې ۱۸۲۲ وه خپل هيواد ته رارسيدلي وو او نومونه ئې رجسټرډ شويدي ۔ له پاکستان څخه ستانه شوي افغانانو کښې۱۲۴۹ کسان کندهار،هلمند،هرات، غزني،کابل او زابل ته استولي شويدي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري د ۵۰۴کورنیو سره په مجموعي ډول د (۴۰۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته کړېده ،د دې ترڅنګ د طورخم کراسنګ پوائنټ د لارې هم د شنبې په ورځ ۲۹۳کورنۍ چې ټول شمير ئې ۱۰۸۷ ته رسيدو خپل هيواد ته واپسي کړيده ،د نومونو راجسټر کولو وروسته د خصوصي ټرانسپورټونو د لارې ۱۴۳۸ مهاجرين کابل،لغمان،ننګرهار او کونړ سيمو ته ليږلي شويدي او ۵۳۰ کورنيو سره د مالي چارو د تنظيم د کميټۍ له لوري د ۴۳۸۶۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده. راپور کښې د ايران څخه ډي پورټ کړي شوي افغانانو خپل هيواد ته د ستنيدوتفصيلات هم په ډاګه شويدي ، راپور ترمخه هرات ولايت کښې د اسلام کلا له لارې ۳۰۴ افغانان هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټۍ د۴۷ کورنیو سره ۴۶۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې وه ۔ په دې راپور کښې هيواد ته واپس راغلي مهاجرينو له کيمپونو کښې خوراکه ورکولو او د ناروغو علاج کولو بشپړ معلومات هم شامل دي، د افغانستان اسلامي امارت د افغان مهاجرینو هیواد ته واپس راستنیدلو لپاره جوړې شوې کمیټیو ټول ګډ راپور هم خپور کړې دې چې لاندې وړاندې کیږي.
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۶۷۳)کورنۍ او (۳۲۲۰)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۴۹۳)کورنۍ او (۲۶۸۷)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۱۰۸۲)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۲۰)عــــدده

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *