تازه خبرونه

که هندپه پاکستان دوباره د حملې غلطي وکړه نو د سخت ځواب سره به مخ شي،آئي ايس پي آر

پاکستان په ضد د هند د واکمنو د شر نه ډک بيانونه منطقې لپاره ګواښ دې،آئي ايس پي آر

1 min read

پاکستان په ضد د هند وزير دفاع او ائيرچيف بيانونو،د پاکستان پوځ سخت غبرګون،هند له د غاښ ماتي جواب خبردارې

هند دې پاکستان له دهړکې نه ورکوي د معرکه حق آپريشن نقصانات د هند واکمنو نه هير شوېدي،آئي ايس پي آر

October 5, 2025

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارے( آئي ايس پي آر) لخوا جاري شوي بيان کښې د هند د واکمنو له لوري د پاکستان په ضد اوسني بيانونو باندې سخت غبرګون ښودلي شوېدے ، بيان کښې وئيلي شويدي چې دا قسمه غير ذمه دارانه بيانونه د پاکستان په ضد د هند د جارحيت نوي کوششونو په لور اشاره ده خو هند واکمنو له خبردارې ورکوؤ که چرې دوباره ئې په پاکستان د حملې کوشش وکړو نه د معرکه حق آپريشن نه به ورته نور هم سخت جواب ملاؤ شي۔ بيان ترمخه نورو ملکونو کښې ترهه ګري کول او د منطقې عدم استحکام لپاره د هند سازشونه او منصوبو نه اوس ټوله نړۍ خبر ده د مئي مياشت کښې هم د هند جارحيت دواړه ايټمي قوتونه يو بل ته مخامخ کړې وو داسې معلوميږي چې د هندواکمنو د پاکستان له لوري الوتکې تباه کولو او د ميزائلو حملو غصه هيره کړيده او د بل جنګ لپاره پريشانه دے خو څه قسم نوې جنګ به په دې منطقه ډير بد اثر پريباسي او په لويه پيمانه به تباهي خوره کړي ،د پاکستان خلاف د هند وزير دفاع،آرمي چيف او د هوائي ځواک د مشرانو بيانونو په رد عمل کښې آئي ايس پي آر واضح کړيده چې دا قسمه غير ذمه دارانه بيانونه مستقبل کښې د لوئې جهګړې او د تباهې سبب جوړيدې شي پاکستان د خپل دفاع نه غافله نه دے که هند دوباره جنګ شورو کړو نو بغير د څه رکاؤټ به پاکستان ورله غاښ ماتې جواب ورکړي، د آئي ايس پي آر په بيان کښې زياته کړي شويده چې پاکستان او پوځ د هيڅ قسمه دهړکو او جارحيت نه نۀ ويريږي  په هر محاذ د جنګيدو توان لرو دې ځل به د بهارت لرې پرتې سيمي هم د پاک پوځ هدف وي  هند واکمن دې پاکستان له مينځه اوړلو خبرې نه کوي بلکه ياد دې اوساتي چې د جنګ  په صورت کښې به دواړه ملکونه تباه کيږي ۔

د پاکستان په ضد د هند واکمنو بیانونو لاملونه

پاکستان په ضد هند واکمنو بياناتو وجوهات پاکستان په نړي واله سطح يواځې کولو په حواله د هند د واکمنو کوششونه او سازشونه د ناکامه کيدو او په خصوصي توګه د پاکستان کامياب سفارتکارۍ د سعودي عرب سره تاريخي دفاعي معاهده کيدل او د امريکې لخوا پاکستان سره تعلقات ښه کول او د صدر ټرمپ لخوا مسلسل د پاکستاني وزيراعظم او فيلډ مارشل په حق کښې بيانونه راتلو نه پس نريندر مودي انتظاميه سخت پريشانه شويده که يو خوا ئې پاکستان کښې د بدامنۍ خورولو لپاره منصوبې او خپل مرستيال ترهه ګر ډلو سره ئې مرستې سيوا کړيدي نو بلخوا د نړۍ پام هندوستان ته د د راګرځولو لپاره پوځي او سياسي مشرانو يو وارې بيا په پاکستان بے بنياده الزامات لګول شورو کړيدي او د پاکستان خلاف منفي پروپګنډا کوي ،د هند د هوائي ځواک مشر امرپريت سنګ يوې دستورې ته وينا په مهال دعوي کړي وه چې سندور آپريشن کښې د پاکستان پنځه الوتکې چې پکښې جے ايف 17 او ايف 16 رانسکورې کړې وې ۔ د هند د فضائيه د يوم تاسيس په حواله دې دستورې ته وينا په مهال امرپريت سنګ په مئي جنګ کښې بهارت ته اوړيدلې نقصاناتو او الوتکې د تباه کيدو په معامله چپه خله پاتې شوي وو حالانکه بهرملکونو کښې د رسنيو سره خبرو دوران د هندوستان واکمنوپه خپله هم تصديق کړېدے چې پاکستان د هندوستان الوتکې راګوزار کړيدي ، دغه رنګ د هند وزير دفاع  راج نات سنګ هم څو ورځې مخکښې ګجرات کښې يوې دستورې ته وينا په وخت دعوي کړي وه چې پاکستان د سرکريک سره نزدې پوځي اډه او مرکز جوړول غواړي چې مقصد ئې سرکريک سيکټر کښې تاؤ تريخوالې پيدا کول دي ،راج نات سنګ پاکستان ته سخت رد عمل ښودلو دهړکې ورکړې وې ۔ ياده دې وي چې دا وړومبې ځل نه دې چې د هند واکمنو د پاکستان خلاف بے بنياده او د دروغو پروپګنډا کوي دې مخکښې هم وخت په وخت نريندر مودي،د هند خارجه او داخله وزيرانو نه علاوه نور حکومتي چارواکو او پوځي مشرانو د پاکستان خلاف بيانونه ورکړيدي د دې بيانونو اصل مقصد په کشمريانو روان د هند پوځ د ظلمونو او پاکستان کښې پراکسيز ترهه ګرۍ نه د نړۍ او متحده قامونو پام بل اړخ ته اړول دي ۔ دفاعي ماهرينو ترمخه  هند د پاکستان خلاف د جنګ په ډګر ماتې خوړولو نه پس په سفارتي محاذ هم ناکامه شوېدي د خپلې بدنامۍ د پټولو او خپل اولس ګمراه کولو لپاره هند واکمن اوس په ميډيا او د سرکاري دستورو په مهال د پاکستان خلاف بيان بازۍ کوي چې اصل هدف ئې صرف سياسي ګټه ترلاسه کول دي

نورخبرونه

 ډونلډ ټرمپ بيا وئيلی دی د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندی د هغه په کوششونو شوي وه

پاکستان او هند باید د جنګونو پيسې په اولس مصرف کړي: شهباز شریف

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *