تازه خبرونه

ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان مهم راپور خپور کړې

ناقانونه ګرځول ښوې ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان د هیواد په بیلو بیلو سیمو کې د ترهګریز بریدونو بشپړ راپور خپور کړې دې
د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د ترهګرو په ضد ګوټلي ګامونه پورته کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

د تحريک طالبان پاکستان د مجاهدینو لخوا د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الثاني په ۱۰مه (د ۲۰۲۵م د اکتوبر مياشتې په درېيمه نېټه) د ترسره شويو بريدونو او عملياتو بشپړ راپور خپور کړې دې، د راپور ترمخه دې ډلې د هیواد په بیله بیلو سیمو کې دبریدونو په اړه معلومات ورکړي دي چې په کوم کوم ځای کې ی څوک په نښه کړي دي.

په راپور کې وایی چې ټول ی ۱۲ عملیات ترسره کړي دي،  جنوبي وزیرستان کې ۷، شمالي وزیرستان کې ۲ ، د کرم ولایت ۱ ، پیښور کې هم  ۱ او په باجوړ ولایت کې ی هم د ۱ اپریشن راپور جاري کړې دې.

د جنوبي وزیرستان ولایت

۱ـ د اعظم ورسک ولسوالۍ: د حکومتي عسکرو لپاره د خوراکي توکو لېږدونکی کس چې څو ورځې وړاندې نيول شوی و، د سیمي مشرانو او علماوو په ضمانت د مجاهدینو لخوا خوشې شو.

  د انګور اډې ولسوالۍ: د سپټمبر په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه مجاهدینو په مختلفو پوځي کمپونو او پوستو ۶ بېلابېل بریدونه د جي اېل، سنایپر او نورو وسلو په مټ ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې دښمن ته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

د شمالي وزیرستان ولایت

۱ـ د میرانشاه ولسوالۍ: د سپلګې په سيمه کې په پوځي پوستې باندې د جي اېل په برید کې د ځاني او مالي زيان راپور ترلاسه شوی دی

۲ـ د بویه ولسوالۍ: دوه ورځې وړاندې د محمد خېلو په سیمه کې د کاپر ماینینګ پلانټ (مسو کان کيندنې) پر فابریکې مجاهدینو توغندي وتوغول، چې د فابریکې په منځ کې یې چاودنه وکړه، چې په پایله کې يې دښمن ته درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

د کرم ولایت ، په ډوګر ولسوالۍ کې د ایف سي په پوسته برید کې یو تن اجیرعسکر له اووژل شول.     دا ترهګره ډله په راپور کې وایی چې  د پېښور ښار ولسوالۍ کې ی تېره ورځ د قمر دین ګړۍ چوک ته نېږدې د پولیسو په موټر د ماین چاودنې په ترڅ کې یو پولیس هلاک او دوه تنه نور ټپیان شول، د باجوړ ولایت په ناوګۍ کې تیره شپه د هاشم سر په سيمه کې په پرتې پوستې باندې د لیزري ټوپک او کلاشينکوف په برید کې څلور تنه پوځي عسکر ووژل شول

نورخبرونه

 کوټه ځانمرګي برید: کالعدم تحریک طالبان پاکستان ی پړه په غاړه اخیستې

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *