تازه خبرونه

غزه جنګ بندۍ کښې مهم پرمختګ،حماس د ټرمپ امن منصوبه تسليمولو او قيديان آزادولو فيصله کړې

صدر ټرمپ د غزه ډزبندۍ په اړه د حماس د فيصلې ستائينه کړې،اسرائيل ته ی د بریدونو بندولو لارښوونه کړې

1 min read

حماس د امن او ډزبندې پلان منلو ستاینه کړې ده

په غزه کې ډزبندي او امن منصوبه،حماس وسله غورځولو او يرغمال آزادولو له تيار شوے

October 4, 2025

غزه جنګ بندي او مينځني ختيځ کښې امن د قيام په لور ډير مهم پرمختګ رامخې ته شوېدے،حماس د فلسطين د کشالې هواري لپاره د صدر ټرمپ امن منصوبه تسليمولو ته رضا مندي ښودلي ده ۔ حماس له لوري جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د امريکائي صدر د ۲۰ نکاتي امن منصوبې په حواله  د حماس ډلې جواب د جنګ بندۍ لپاره دريم ګړي کردار ادا کونکي ملکونو قطر،مصر او امريکې ته سپارلي شويدي ۔  په خپل جواب کښې حماس  وئيلي دي چې د اسرائيل ټول يرغمال آزادولو له تيار يو خو دا عمل به زمکني حقائقو او د مخالف حريف د مثبت جواب سره مشروط وي،د حماس د جواب ترمخه ځني يرغماليان د قيد دوران مړه شويدي  کوم چې ښخ کړيدي او باقي قيديان د غزه په هغه سيمو کښې موجود دي چرته چې اسرائيلي پوځ هم خپلې کارروائۍ کوي۔ حماس ډلې په جواب کښې دا هم وئيلي شويدي چې اسرائيل دې په فوري توګه جنګ بند کړي او د خپل پوځ فوري او مکمل انخلا دې يقيني کړي ۔ د دې ترڅنګ حماس ډله  د غزه حکمراني ټيکنوکريټ ته منتقل کولو باندې هم د صدر ټرمپ د تجويز سره متفق شويده خو شرط ئې ايښودې دے چې دې نګران سيټ آپ کښې به هيڅ قسم غير فلسطيني کردار نه وي ۔ وسله غورځولو مطالبې په جواب کښې حماس ډلې واضح کړيده چې د يو آزاد او خپلواکه فلسطيني رياست د جوړيدو په صورت کښې به حماس ونګ خپله ټوله وسله  د فلسطين رياست ته حواله کوي دا وسله د آزادۍ د تحريک او د فلسطين دفاع لپاره پورته کړي شويده او هم مجاذ فلسطيني واکمنو ته به سپارلې شي اسرائيل ته به چرې هم سر ټيټ نه کړو ۔ حماس مطالبه کړيده چې د غزه متعلق ټولې فيصلې د نړي وال قوانينو او قراردادونو مطابق کيدل پکار دي ۔

اسرائيل دې په غزه حملې بند کړي،صدر ټرمپ

صدر ډونلډټرمپ د حماس تنظيم د جواب هرکلي کړې او دا ئې د فلسطين مسئلې د حل کولو په لور مهم پرمختګ بللي دے، په خپل ويډيو پيغام کښې امريکائي صدر وئيلي دي چې د حماس د جواب نه مطمئين يو دا ډله هم  پائيدار امن لپاره تياره ده، صدر ټرمپ د اسرائيل په حکومت زور راوړېدے چې د حماس د جواب نه پس بايد چې اسرائيل په غزه خپلې حملې په فوري توګه بند کړي او د امن د قيام د دې موقعې نه فائده پورته کړي ۔ صدر ټرمپ تيره ورځ په خپل يو بيان کښې حماس تنظيم له د ۲۰ نکاتي امن منصوبې جواب ورکولو لپاره د اتوار د ورځې پورې مهلت ورکړې وو، په خپل بيان کښې ټرمپ دهړکه هم ورکړي وه که چرې حماس خپل جواب جمع نه کړو نو د سخت ردعمل سره به مخ شي او د تنظيم ټول مشران به له مينځه يوسو ۔ د اسرائيل وزير نيتن ياهو د امريکني صدر بيان په ردعمل کښې وئيلي دي چې اسرائيل به د مينځني ختيځ د امن لپاره صدر ډونلډ ټرمپ او د هغه ټيم سره تعاون جاري ساتي ۔  مصر او قطر د حماس د جواب هرکلې کړېدے او وئيلي ئي چې امريکې سره په شريکه به د غزه جنګ بندۍ او امن معاهدې لپاره د کوششونو سلسله جاري ساتو ۔ د  متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيو ګوټريس هم د حماس جواب مهم پرمختګ بللي دے او خپل يو بيان کښې ئې وئيلي دي چې غزه کښې تير دوه کالو راهسې جاري جهګړې د ختمولو لپاره يو ښه موقع په لاس راغلې ده بايد چې ټول فريق دا موقع ضائع  نه کړي

نورخبرونه

د غزه لوی انساني بحران: یوپنځوس ۵۱ نور فلسطینیان شهیدان شول

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *