د ټانک صدر تهاڼې حدود په چيسن کچ نومي کلي کښې د شپے ناوخته وسله والو کسانو د روغتيائي سهولت په مرکز(بي ايچ يو) باندې حمله کړي وه او دې مرکز کښې موجود ويکسين،دوايانې او د مختلف رنځونه نه بچاؤ ټيکو بشمول نور سامانونه مات کړيدي او نقصان ئي ورته رسولې دے ۔ مقامي سرچينو ترمخه وسله والو د بريد په وخت د دې مرکز څوکيدار وهلې ټکولې هم وو۔ بي ايچ يو کښې نقصانات کولو نه پس وسله والو د مرکز فرنيچر او سولر پينل نه علاوه نور سامانونه د ځان سره اوړيدي او تيښته کښې بريالي شويدي ۔ دې روغتيائي مرکز کښې به د مقامي خلکو او په خصوصي توګه د غريبانانو علاج معالجه کيدله ۔ څو ورځې وړاندې هم وسله وال کسانو په دې مرکز ورغلې وو او سي سي ټي وي کيمرې ئې د ځان سره اوړې وې ۔ پوليسو د دې پيښې پلټنې پيل کړېدے ۔ ياده دې وي چې د ټانک بشمول د خېبر پښتونخوا په مختلف سيمو کښې د ترهه ګرو په بريدونو کښې ډير سيوا والې راغلې دے، په امنيتي اهلکارو او عام وګړو باندې د حملو سره سره وسله والو په سکولونو او روغتيائي سهولت په مرکزونه هم حملې پيل کړيدي چې لوجې ئې د دې سيمو اوسيدونکو کښې ويره خوره شويده ۔