تازه خبرونه

 پیښور کې د پولیسو په ګاړي چاودنه- څلور اهلکار ټپيان شوي

د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې په ګهړي قمردين چوک سره نزدې شوې، چاودونکي مواد په سړک نصب کړي شوي وو،سي سي پي او

1 min read

د پيښور ګړهي قمردين چوک ته څيرمه پوليسو په ګاډي چاودنې په نتيجه کښې څلور اهلکار ټپيان شويدي

د پيښور په بهاڼه ماڼې پولیسو تهاڼې حدودو کښې چاودنه، ۴پوليس ژوبل ، بم د سرک په غاړه ايښودل شوې وو

October 2, 2025

پيښور ښار کښې ترهه ګرو بيا پوليس اهلکار په نښه کړېدي،د بهانه ماړۍ تهاڼې په حدود کښې د پوليسو په ګاډي درنه چاودنه شوي وه ۔ پيښې په حواله رسنيو ته معلومات ورکولو په مهال د پيښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد وئيلي دي چې پوليس اهلکار د معمول په ګشت وو چې په ګاډي ئې چاودنه شوېده ۔ د چاودنې لوجې اے ايس آئي  شاه فيصل، کانسټيبل سجاد، نور الله او ضيا ژوبل شويدي ۔سي سي پي او وينا ترمخه چاودنه هغه مهال شوے کله چې د پوليسو ګاډې دغې ځائې څخه تيريدو۔ ژوبل څلور واړه پوليس اهلکار ليډي ريډنګ هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔ د چاودنې ابتدائي رپورټ ترمخه چاودونکي مواد د وړاندې څخه په روډ ښخ کړي شوي وو ۔ د چاودنې هدف د پوليسو ګاډې وو۔ د پيښې وروسته پوليسو سيمه ولقه کښې اخستې او پلټنې ئې شورو کړيدي ، د دې چاودنې وروستو د پيښور ښار او د حساس مقاماتو سيکيورټي سخته کړي شويده ۔ د پيښور ايس ايس پي آپريشن مسعود بنګش او ايس پي سټي عتيق شاه د چاودونې وروسته ليډي ريډنګ هسپتال ته ورغلې او د ژوبل پوليس اهلکارو پوښتنه ئې کړېده ۔

سي سي پي او روغتون ته ورغلې
د پېښور سی سی پی او ډاکټر میا سعید احمد د حیات آباد میډیکل کمپلیکس (ایل آر ایچ) دوره وکړه او د آیی اي ډي چاودنې ټپی پولیس اهلکارو پوښتنه ی وکړه. په دې موقعه کې د هغه سره ایس ایس پي اپریشنز، ایس ایس پي کوآرډینیشن او ایس پي سټي ډویژن هم ملګري وو..

ډاکټر میا سعید احمد د روغتون انتظامیې او ډاکترانو ته لارښوونه وکړه چې ټپي پولیس ته دې تر ټولو غوره طبي سهولتونه ورکړل شي تر څو ژر تر ژره روغ شي.

وروسته سی سي پي او د پېښې ځای قمردین ګړهۍ تفصیلي معاینه وکړه او د تفتیشي ټیم سره یې وکتل او وی ویل  چې پلټنې دې د شواهدو په رڼا کې شفافې او پر ساینسي بنیاد ترسره شي. هغه وویل چې د ترهګرۍ دا ډول کړنې د پولیسو حوصلې نه شي کمزوري کولی، پولیس به د هر قیمت په بدل کې د وګړو د ژوند او مال د ساتنې ذمه واري ترسره کوي

نورخبرونه

پیښور کې د شپې ناوخته په کور کې اور لګیدلې، پینځه کسانو ژوند له لاسه ورکړې:

Related Articles

نن وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي په باړه تحصیل کې د خیبر امن جرګې ته وینا وکړه خو ددې سیمې اولس مایوسه ښکاري ځکه هغه کومه پرمختیایی پروژه اعلان نه کړه

October 25, 2025

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي له وفاق څخه غوښتنه کړې چې د صوبې حق دې زر تر زره موږ ته راکړل شي

October 25, 2025

د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې کمانډر صدام عرف ابوذر د لوبو د سیالۍ په مهال راجوړې شوې غونډې ته ورغلې او وینا ی کړ ېده

October 25, 2025

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو

October 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *