د خیبر پښتونخوا صوبائي وزير خوراک ظاهرشاه طورو مشرۍ کښې اعلي پائې اجلاس شوېدے چې پکښې د صوبې په مارکيټونو او بازارونو کښې بوتلو کښې خرڅيدونکي اوبه د معيار جائزه اخستي شويده ۔ د اجلاس په مهال د کے پي فوډ سيفټي او حلال فوډ اتهارټۍ ډائريکټر جنرل صوبه کښې د اوبه ټيسټ کولو د مهم رپورټ صوبائي وزير ته وړاندې کړې او هغه ورته ئې تفصيلي بريفنګ ورکړېدے ۔ بريفنګ په مهال صوبائي وزير ته وئيلي شويدي چې په دوکانونو او سټورونو بوتلو کښې خرڅيدونکي اوبه کښې خواؤ شا ۶۰ فيصده اوبه صحيح او معياري دي ولې ۴۰ اعشاريه ۳۰ فيصد اوبه صحت لپاره نقصاني دي ۔ د فوډ سيفټې ادارے ډي جي وينا وه چې د اوبو ټيسټ کولو دا مهم دريويشتم اګست نه تر نولسم ستمبر پورې جاري وو دې دوران فوډ ټيسټنګ ليبارټرۍ کښې د مختلف منرل واټر کمپنو د اوبو د ۱۵۶ نمونو ټيسټ شوي وو۔ بريفنګ دوران انکشاف شوېدے چې د بوتلو په دې اوبو کښې خطرناک جراثيم او کيميائي اجزا موندلي شويدي کوم چې د صحت لپاره ډير نقصاني دي ۔ صوبائي وزير ته دا هم وئيلي شويدي چې د مهم دوران د واټر سورس د ۵۶ نمونو هم چيکنګ شويدي چې پکښې ۲۷ نمونې د صحت لپاره نقصاني او غير معياري ثابت شويدي ۔ اجلاس ته وينا په مهال وزير خوراک په مارکيټ کښې غيرمعياري اوبه خرڅونکي کمپنو باندې جرمانه لګولو او د دې کمپنو اوبه مارکيټ کښې نه خرڅولو هدايت کړېدے ۔ صوبائي وزير په دې موقع ووئيل چې تر څو دې کمپنود اوبو پراسيسنګ سسټم صحيح کړي نه وي مارکيټ او بازارونو کښې د دوي په مصنوعات به مکمل پابندي وي او مارکيټ کښې موجود د دې کمپنو سټاک په فوري توګه اوچتولو حکم ئې کړېدے ۔