تازه خبرونه

د پاکستان وزيرخارجه اسحاق ډار غزه ته د پاک پوځ دستې د ليږلو اشاره ورکړېده

د غزه کشالې حل لپاره ټول ملکونه متفق دي خو پاکستان کښې په دې معامله سياست کيږي،اسحاق ډار
د پاکستان سياستدانان د غزه امن منصوبه متنازعه جوړول غواړي،اسحاق ډار

د صدر ټرمپ غزه امن منصوبې ترمخه پاکستان به هم غزه ته امن پوځ دستې ليږي،اسحاق ډار

اسلام آباد کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان او نورو ملکونو په کوششونو غزه جنګ د بنديدو اميد پيدا شوېدے، په دې بابله واشنګټن کښې مهم ملاقاتونه شويدي او امريکائي صدر د دې مسئلې د هواري لپاره امن منصوبه په ډاګه کړيده ۔ د اسحاق ډار وينا وه چې د فلسطين په حواله د پاکستان موقف کښې هيڅ قسمه بدلون نه دي راغلے صرف د دوه رياستي حل د لارې دا مسئلې ختميدې شي ۔ اسحاق ډار د وزيراعظم شهباز شريف د امريکې دوره او هلته شوي ملاقاتونو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې وزيراعظم جنرل اسمبلۍ اجلاس ته د وينا په مهال د کشمير سره سره د فلسطين معامله هم پورته کړې وه او د مسلمان ملکونو د جذباتو عکاسي ئې کړيده ۔ د خارجه وزير وينا ترمخه د صدر ټرمپ مشرۍ کښې د عرب او اسلامي ملکونو مشاورتي اجلاس هم ګټه ور وو او دې اجلاس د تجويزونو په رڼا کښې صدر ټرمپ د غزه جنګ بندۍ په حواله خپله شل نکاتي امن منصوبې ته حتمي شکل ورکړې وو چې پکښې د پاکستان تجويزونه هم شامل وو ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې خارجه وزير اسحاق ډار ووئيلي چې ټوله نړۍ په غزه کښې جنګ بندي غواړي،عرب او اسلامي ملکونه امريکې او ټولو فريقينو سره  په ګډه د غزه امن بحالۍ لپاره مشترکه کار کولو فيصله کړيده خو دې منصوبه کښې د پاکستان په شموليت ځني سياسي پارټۍ بے مقصده نيوکې کوي او د خپل سياست لپاره دا مسئله متنازعه جوړول غواړي دې سياسي مشرانو ته اپيل کوؤ چې په هره معامله سياست کول ښه نه دي غزه کښې د بے ګناه فلسطنيانو ژوند بچ کولو لپاره ډير وخت پس ښه او مخلصانه کوششونه شورو شويدي دا متنازعه جوړول نه دي پکار ۔ اسحاق ډار زياته کړه چې د صدر ټرمپ د منصوبې لاندې به غزه کښې  د مختلف ملکونو امن پوځ تعينات کولې شي،انډونيشا ۲۰۰۰۰ پوځ ليږلو تجويز ورکړېدے پاکستان به هم پوځ ليږي په دې حواله به حکومت ډير زر د فيصلې اعلان کوي ۔ خارجه وزير د فلسطين د مسئلي د مستقل حل لپاره د صدر ټرمپ د امن منصوبې په نکاتو هم رڼا اچولي ده او وئيلي ئي دي چې فلسطين کښې به عبوري حکومت جوړولي شي کوم چې په بنيادي توګه فلسطنيانو باندې مشتمل وي دې حکومت ته به  نړي وال کومک هم ترلاسه وي،اسرائيل به د فلسطين نه وځي او د غزه د امن قيام په حواله چې څومره اقدامات هم کيږي د متحده قامونو سيکيورټي کونسل کښې به د هغې ريکارډ پروت وي ۔

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *