د آزاد کشمیر په مظفر آباد کې د مسلم کانفرنس په امن ریلی د زیارت په ورځ د شوي برید وروسته د کشمیري سیاست فضا بیا ګډوډه شوې ده. د مقامي سرچينو په وینا، د جوائنټ عوامي ایکشن کمیټۍ له خوا په ډزو کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې سمدستي روغتون ته د لومړنۍ طبي مرستې لپاره انتقال کړل شول.
د پېښې تفصيلات او د ټپيانو حالت
پوليس او اداره وایي چې برید هغه مهال وشو کله چې ګډونوال د امن او عامه نظم په حق کې شعارونه ورکول. د لومړنیو پلټنو له مخې په برید کې ډزې د خلکو د مېشتو سیمو په لور شوې چې له امله يې ګڼو کسانو کې ویره او ګډوډي خپره شوه.
ټپيانو کې د دوو حالت نازک بلل کېږي او کېدای شي هغوی د لا ښه طبي سهولت لپاره راولپنډۍ يا اسلاماباد ته ولیږدول شي.
د اشتهازي عناصرو موجوديت
سرچينې زیاتوي چې د عوامي ایکشن کمیټۍ په ریلی کې د اشتهازي او مطلوبو کسانو موجوديت هم افشا شوی دی. مقامي خلک او اداره اندېښنه څرګندوي چې دغو عناصرو د ریلی نه د ګډوډۍ د خپرولو لپاره استفاده وکړه. په همدې مهال مقامي خلکو احتجاج هم وکړ او د اشتهازي کسانو پر ضد د عملیاتو غوښتنه یې وکړه.
د خلکو غبرګون او سړکونو ته راوتل
خلک د پېښې پر ضد سخته غوسه څرګندوي او د عوامي ایکشن کمیټۍ د وحشت او دې ظلم پر ضد یې خپل غبرګون ښکاره کړی. د خلکو په وینا د بازارونو تړل او هړتال کول د خلکو دښمن ایجنډا دی. هغوی خلکو ته اپیل کړی چې قانون په خپله لاس کې وانخلي. ښوونځي، روغتونونه او مارکیټونه تړل د خلکو په اصطلاح “خپل ځان وژنه” ګڼل شوې ده.
د فدرالي حکومت غبرګون: د خبرو دروازه خلاصه ده — وزيراعظم
وزيراعظم شهباز شريف مخکې ويلي چې حکومت د ۳۸ غوښتنو نه ۳۶ منلې دي او د خبرو دروازه لا هم پرانيستې ده. د هغه په وينا هړتال هېڅ دليل نه لري او موضوعات بايد د خبرو له لارې حل شي. نوموړي له خلکو د سولې غوښتنه وکړه او د ګډوډي خپروونکو د سازش د ماتولو غوښتنه یې وکړه.
د هند د تمويل تورونه
یادونه ده چې عوامي ایکشن کمیټۍ نن په ټول آزاد کشمير کې “پيه جام هړتال” کړی دی او د ۳۸ نکاتي اجنډا سره راڅرګنده شوې ده، چې حکومت ترې ۳۶ منلې دي خو پر ۲ ټکي لا هم بنبست موجود دی. اوس د دې پېښې وروسته دغه احتجاج او هړتال نور پرامنه نه دی پاتې شوی.
د آزاد کشمير وزيراعظم مخکې ادعا کړې وه چې د دې احتجاج تر شا د هند د تمويل شواهد موجود دي. په زړه پورې دا چې د هند د بهرنيو چارو وزير راجنات سينګ هم په يوه څرګندونه کې اشاره کړې وه چې د آزاد کشمير په داسې تحريکونو کې هند لاس لري.
د املاکو ساتنې او د قانون پلي کولو اپيل حکومت او مقامي اداره وایي چې د خپلو املاکو ورانول د خپلو ګټو پر ضد عمل دی. خلکو ته ويل شوي چې د خپلو لیک لوست کوونکو بچيانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره بايد سوله وساتل شي. د قانون پلي کوونکي ادارې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او اعلان يې کړی چې په بيړنۍ وضعيت کې به اړوند ککړ کسان ونيول شي
نورخبرونه
لس لکه هندي فوځیانو هم د کشمیریانو د آزادۍ جذبه ماته نه کړه: شهباز شریف