لندن کښې ميډيا نمائندګانو سره خبرو په مهال وزيراعظم شهباز شريف د امريکې دورې او هلته شوي ملاقاتونو تفصيلات ميډيا ته په ډاګه کړيدي ۔ د وزيراعظم وينا وه چې د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته وينا په مهال ئې د پاکستان خلاف د هند جارحيت ،بدامنۍ لپاره د ګاونډي ملکونو د استعمال،کشمير او فلسطين کشالو نه علاوه د ماحولياتي بدلون د خطرو په معاملو ئې خبرې کړيدي ۔ وزيراعظم په نيويارک کښې د فلسطين د مسئلې په حواله شوي اجلاس تفصيلات هم په ډاګه کړيدي او وئيلي ئي دي چې د غزه جنګ بندۍ په حواله دا ډير ګټه ور اجلاس وو چې پکښې د مسئلې حل لپاره تجويزونه وړاندې کړي شويدي، دغه اجلاس د جنرل اسمبلۍ د سالانه اجلاس دوران شوي وو چې مشري ئې صدر ټرمپ کوله، وزيراعظم شهباز شريف نه علاوه د ترکيه،سعودي عرب،قطر، متحده عرب امارات،مصر او اردن مشران هم دې اجلاس کښې شرکت کړې وو۔ وزيراعظم شهباز شريف طمع څرګندکړيده چې د غزه په حواله شوي اجلاس به مثبت نتيجه رامخې ته شي ځکه چې ټول ملکونه غزه کښې تير دوه کالو راهسې جاري اسرائيلي جارحيت د بندولو او د فلسطنيانو د شهيد کولو لړۍ د بندولو په حق کښې دے او ټول ملکونه د غزه فوري جنګ بندۍ باندې متفق دي۔
امريکه پاکستان سره اقتصادي اړيکې مضبوطول غواړي، وزيراعظم
وزيراعظم شهباز شريف د واشنګټن په اوول هاؤس کښې امريکائي صدر ډونلډټرمپ سره شوي ملاقات ذکر هم کړېدے، وئيلي ئي دي چې دا ملاقات د دواړه هيوادونو اړيکو په حواله ډير ګټه ور وو او د پاکستان او امريکې ترمينځ تعلقاتو د مضبوطتيا لپاره صدر ټرمپ سره ملاؤيدل مهم وو ۔ د وزيراعظم وينا وه چې د دواړه ملکونو ترمينځ اړيکو کښې تير څو مياشتو راهسې ښه والې راغلي دے،د دواړه ملکونو حکومتي چارواکو ترمينځ د رابطو او ملاقاتونوسره به دا اړيکې له وده ومومي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د يوې پوښتنې په جواب کښې ووئيل چې ډونلډ ټرمپ سره ئې ملاقات کښې تجارت،سرمايه کاري،کرکيله،آئي ټي،د تيل و ګيس نه علاوه د درنګونو او معدنيات شعبو کښې په همکارۍ ګټه ور خبرې شويدي او صدر ټرمپ پاکستان سره تجارتي او اقتصادي تعاون باور ورکړېدے ۔ په دې مهال وزيراعظم د پاکستان او هند ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالې ختمولو او دواړه هيوادونو ترمينځ جنګ بندۍ لپاره د امريکني صدر ټرمپ، نائب صدر ډي جے وينس او سټيټ سيکرټري مارکو روبيو د کوششونو او دواړه ملکونو د واکمنو سره د رابطو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې هغه په ذاتي حيث په دې معامله کښې کردار ادا کولو باندې د صدر ډونلډ ټرمپ خصوصي شکريه ادا کړيده ۔ وزيراعظم مخکښې ووئيل که چرې صدر ټرمپ د پاکستان او هند جنګ کښې مداخلت نه وو کړے نو صورتحال به د کنټرول څخه بهر شوي وو هم دا وجه ده چې پاکستان د سيمې امن لپاره غوره رول لوبولو باندې د ډونلډ ټرمپ نوم د نوبل انعام لپاره تجويز کړېدے ۔
هندداسې ګوزار خوړلې چې تل به ئې ياد ساتي،شهباز شريف
د پاکستان او هند ترمينځ مئي مياشت کښې رامخې ته شوي واقعاتو وجوهات او اسباب معلومولو په حواله د ميډيا نمائندګانود پوښتنو په جواب کښې وزيراعظم د پهلګام حملو او د هغې وروسته د پاکستان خلاف د هند د جارحيت تفصيلي معلومات او د ملک دفاع لپاره د پاکستان جوابي کارروائۍ په حواله د ميډيا نمائندګانو د ټولو سوالونو ځوابونه ورکړيدي ۔ د وزيراعظم وينا وه چې د معرکه حق آپريشن دوران د پاکستان باتور پوځ هند له داسې جواب ورکړېدے چې دوي به ئې ټول عمر ياد ساتي ۔ وزيراعظم زياته کړيده چې بغير د څه اشتعال د پاکستان خلاف د هندواکمنو د جارحيت فوري جواب ورکول د پاکستان مجبوري وه مونږ چرې هم د خپل ملک د خپلواکۍ او سلامتيا د تحفظ نه غافله نه يو او معرکه حق آپريشن کښې پاکستان دا ثابته کړي هم ده ۔ په دې موقع وزيراعظم په دې جنګ کښې د فيلډ مارشل عاصم منير او پاک فضائيه د مشر ظهيراحمد بابر سدهو ته خراج تحسين وړاندې کړو او وئي وئيل چې پاک پوځ د ملک داسې دفاع کړيده چې ټوله نړۍ د دوي صلاحيتونو او جنګي مهارت ته حيران پاتې شويده او د دې حملو په تناظر کښې پاکستان ټولې نړۍ ته وښودله چې پاکستان ايټمي طاقت دے او په هر ميدان ورته برتري ترلاسه ده او د هر قسم خطرو او چيلنجونو موثره جواب ورکولو توان لرو ۔ ميډيا سره د خبرو په مهال وزيراعظم د حکومت او پوځ ترمينځ تعلقاتو په حواله د يو رپورټر د سوال په جواب کښې ووئيل چې د جنګ، خارجه پاليسۍ او اقتصادي شعبو پشمول په هره معامله حکومت او پوځ په يو پيج دے په اهمو ملکي معاملو زه او فيلډمارشل عاصم منير په خپلو کښې صلاح مشورې کوؤ او دواړه ښه په اخلاص سره محنت کوؤ د تعاون دا عمل به هم دغه شان دوامداره ساتو۔ وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د سيکيورټي فورسز او عام وګړو د قربانو ستائينه کړيده او وئيلي ئي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د ختمولو لپاره ټول قام د پوځ سره اوګه په اوګه ولاړ دے ډير زر به د ترهه ګرو مکمل خاتمه وکړو