تازه خبرونه

  د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله د نړېدلو کورونو د بیارغونې چارې دې ژر پیل شي: یو این هیبیتات

د ملګرو ملتونو سازمان غوښتنه کړې چې دا ځل دې د افغانستان زلزله ځپلو کورونه ښه قوي جوړ شي
د افغانستان حکومت له نړۍ او له پاکستان څخه مننه کړې چې په دې سخت وخت کې ی دوی سره مرستې کړي دي.

پاکستان هم د افغانستان زلزله ځپلو ته په هغه ورځو کې انساني مرستې استولي دی، په دې مرستو کې دارو درمل او خوراکي توکي شامل وو

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام، یو این هنبیتات، د افغانستان په  ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړیدلو کورونو د بیا رغونې چار زر تر زره د پیلیدو غوښتنه کړې ده.  

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي دي  چې دا ځل باید کورونه د تېر په پرتله ښه، قوي او د زلزلې پر وړاندې لا مقاومت‌لرونکي جوړ شي . .

د ملګرو ملتونو دې سازمان ویلي دي چې د بیارغونې چارې باید همدا اوس پیل شي، موږ باید د مخکې په پرتله کورونه معیاري او قوي جوړ کړو څو د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.

دلته باید یادونه وشی چې یاد  سازمان څرګنده کړې چې خلکو هر څه، کورونه او وسایل له لاسه ورکړي او ډېر کسان مړه شوي دي نو باید په داسې سخت وخت کې ددې اغیزمنو کورنیو سره مرستې وشی او ددوی کورونه زر تر زره بیا جوړ شي. .

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام مشرې اسټفاني لوز  کونړ ولایت تللې ده چې د زلزلې له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی ، هغې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د بېړنيو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، د تېرې وږي میاشتې په ۹مه د شپې شاوخوا ۱۲ بجې کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر او نورستان ولایتونه یوې زوروې زلزلې ولړزول چې پکې په زرګونو کورونه ونړیدل او له ۲۰۰۰۰ زیات کسان شهیدان شول. .

د حکومت له لورې د خپرو شوو شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله په کونړ ولایت کې ۲۲۰۵ کسانو ژوند بایللی او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي؛ په ننګرهار کې ۱۲ کسانو ژوند بایللی او ۲۵۵ نور ټپیان شول او په لغمان کې ۸۰ کسان ټپیان شوي. په دې زلزله کې د ۶۷۸۲ کورونو د ویجاړیدو راپور هم ورکړل شوی دی. دا هم باید یادونه شوی چې جاپان د هرات له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې ده،  د پاکستان لوري هم د کونړ زلزله ځپلو سره انساني مرستې شوي دي، په ګنړ شمیر کې ټرکونه چې د دارودرملو او د انساني ژوند لپاره ضروري سامانونو لکه کمپلې او د خوراک توکو ډک وو ، د کونړ زلزله ځپلو ته رالیږل شوي دي.

نورخبرونه

د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *