تازه خبرونه

افغانستان له پاکستان روس چین او ایران څخه ځانګړې مننه کړې

د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان،روس چینن او ایران څخه مننه کړې چې په افغانستان کې د امریکا لوری د پوځي اډو جوړولو مخالفت کړې دې
افغانستان حکومت وایی چې د نړۍ هیوادونو دې وس دا اندیښنې نه کوي چې افغانستان لوري دوی ته کوم ګواښ شتون لري.

افغانستان چارواکو ویلي دي چې دوی ژمن دي چې افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه کارول کیږي

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان ، روس، چین او ایران له هغه دریځ هرکلې دې چې پکې یې په افغانستان کې د هر ډول بهرنيو پوځي اډو د جوړېدو مخالفت کړې دې. .

د امارت اسلامي افغانستان مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد پر ضد د کارولو لپاره اجازه ور نه کړې شي او  نه په هېواد کې کوم وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. نوموړي هغه اندېښنې بې‌اساسه وبللې چې ګواکې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ  دی. د ده په وینا، امارت اسلامي افغانستان د فساد، نشه يي توکو او هر ډول ناوړه چارو پر ضد جدي اقدامات کړي او دا خپل اساسي مسؤلیت ګڼي چې پر مخ ی وړي. .

حمدالله فطرت روښانه کړه چې امارت اسلامي غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبتې اړیکې ولري. د هغه په باور، دا یو واقعي او حقیقت‌محور لیدلوری دی چې د افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په رڼا کې د سیمه‌ ییزو او نړیوالو هېوادونو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړل شي. هغه زیاته کړه، د کابل تګلاره د متقابل باور، مثبتو اړیکو او دوستانه فضا پر پراختیا ولاړه ده او د افغانستان په اړه ناسمې اندېښنې او بې‌بنیاده تورونه په کلکه ردوي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د سیمې د هېوادونو لخوا د افغانستان د ثبات ملاتړ د امارت اسلامي لپاره مهم فرصت دی چې له مخې یې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا ټینګې کړي. د دوی په وینا، د کابل له لوري د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته مثبت ځواب ویل د باور جوړونې بهیر پیاوړی کولی شي.

یاده پرمختیا په داسې وخت کې رامنځته شوې چې روس، چین، ایران او پاکستان په وروستیو کې د افغانستان په اړه ګډ څلور اړخیزه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې ټینګار شوی و چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره سیمه‌ ییز جوړښتونه، په ځانګړي ډول “د مسکو فارمیټ” او “د شانګهای همکارۍ سازمان”، مهم رول لوبولی شي. دلته باید یادونه وشی چې  د پاکستان، روس، چین او ایران ګډ دریځ نه یوازې د امارت اسلامي افغانستان لپاره یو دیپلوماتیک ملاتړ کېدای شي، بلکې په سیمه کې د سولې، ثبات او همکارۍ نوې لارې هم پرانیستلی شي .

نورخبرونه

د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي پلازمینه کابل کې متقي سره مهمه لیدنه

د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د پاکستان په ضد و نه کارول شي: حمدالله فطرت

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *