تازه خبرونه

پاکستاني پلاوي کې د اسرایلو ملاتړ کوونکې ښځینه خبریالې شتون لانجه راپورته کړې

ډاکټر شمع جونیجو برتانیه کې میشت یوه پاکستانۍ ده چې په تیروخت کې ی د اسرایلي وزیراعظم او د هغوی د پالیسیو او ټیکنالوژۍ پاکستان ته راوړلو په اړه خپل نظر څرګندونه کړې ده
د پاکستان په سرکاري پلاوي کې متنازعه شخصیتونه شاملولو د فلسطین په اړه د پاکستان دریځ کمزورې کولې شي

د پاکستان سیاسي او په رسنیو کې وتلو خبریالانو په دې سخته انديښنه څرګنده کړې چې ولې یوه داسې لانجه منه ښځه د پاکستان په سرکاري پلاوي کې شامله ده

 د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې ناستې پر مهال د پاکستان په سرکاري پلاوي کې د یوې ښځې شتون سخت جنجال راپورته کړی دی. دغه ښځه د برېتانیا مېشته پاکستانۍ شنونکې او خبریاله ډاکټر شمع جونیجو ده، چې د اسرائیل په ملاتړ د خپلو پخوانیو څرګندونو له امله متنازعه بلل کېږي.

د هغې شتون یوازې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپورته نه کړل، بلکې سیاسي او د میډیا په  حلقو کې هم پوښتنې راپورته شوې چې ولې داسې یوه څېره د پلاوي برخه جوړه شوه. .

د عکس شخړه
شخړه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وینا کوله او شمع جونیجو یې د شاته څوکۍ پر سر لیدل کېده. کله چې دغه انځور خپور شو او ډیر زر په سوشل میډیا وایرل شو او د  وپاکستان پر حکومت سختې نیوکې وشوې.

ناقدینو ویل چې په داسې حساسو شیبو کې  د اسرائیل ملاتړ کوونکې او نظریات لرونکې څېره کولای شي د پاکستان دریځ زیانمن کړي.

شمع جونیجو څوک ده؟
ډاکټر شمع جونیجو د برېتانیا مېشته پاکستانۍ وکیله، سیاسي او دفاعي شنونکې او خبریاله ده. هغې په نظامي اخلاقیاتو کې پي ایچ ډي کړې  او د خبریالۍ په برخه کې یې د پاکستان له حکومته د تمغه امتیاز لویه جایزه هم  ترلاسه کړی. خو د هغې شهرت تل متنازع پاتې شوی، ځکه چې ډېری وخت یې د پاکستان د بهرنۍ او دفاعي تګلارې پر ضد څرګندونې کړي دي.

په تېر کې هغې د اسرائیل د رسمیت پېژندلو ملاتړ کړی، د اسرائیلي ټیکنالوژۍ ستاینه یې کړې او د اسرائیلي لومړي وزیر نتنیاهو سره لیدنه یې “ویاړ” بللی و. همدې  خبرو  په پاکستاني ولس او رسنیو کې متنازعه کړې ده.

د وزیر دفاع ځواب
کله چې د هغې انځور عام شو، خواجه آصف پر ټولنیزو رسنیو وضاحت خپور کړ او ویې ویل چې نه پوهېده د هغه شاته څوک به کیني. هغه زیاته کړه: “دا د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وي چې څوک او چیرې کښېني.” ده وویل د فلسطین سره خپله ژمنه شپېته کلنه ده او د اسرائیل او صهیونیزم په اړه یې دریځ یوازې د کرکې دی.

د بهرنیو چارو وزارت دریځ
د بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې د شمع جونیجو نوم د رسمي پلاوي په لېست کې شامل نه و. په بیان کې ویل شوي: “د اړوندې مېرمنې نوم د هغه سند برخه نه و چې د مرستیال وزیر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر لاسلیک لاندې و، نو د هغې څوکۍ ته هېڅ ډول رسمي منظوري نه وه ورکړل شوې.”

د شمع جونیجو ادعاوې
بل لور ته، شمع جونیجو پر ځان د لګېدلو تورونو رد وکړ او وویل چې هغه د وزیر اعظم سره په الوتکه کې نیویارک ته راغلې وه او د وزیر اعظم د ویناوو د لیکلو دنده ور سپارل شوې وه. هغې ادعا وکړه چې حتی د محرمو اسنادو لاسرسی یې هم درلود، چې دا خبره د حکومت له دریځ سره په ټکر کې ده او جنجال یې لا پسې زیات کړی دی.

هغې د نیوکو په ځواب کې لیکلي چې “د هند او اسرائیل لابي ټول هدف دا دی چې د وزیر اعظم تاریخي وینا او د ولسمشر ټرمپ سره لیدنې ته زیان ورسوي.”

سیاسي او خبري غبرګونونه
څو خبریالانو او سیاستوالو سخت غبرګون ښکاره کړ. تکړه خبریالې عایشه صدیقه وویل: “وزیر اعظم شهباز شریف ته هېڅ پروا نه شته چې شمع جونیجو د نتنیاهو په اړه څه فکر لري.” پخواني سناتور مشتاق احمد خان دا “د پاکستاني ولس سپکاوی” وباله او ویې ویل د اسرائیل نواز څېره په نړیوال فورم کې کېنول د منلو وړ نه ده.

خبریالې مهوش قماس خان په طنز سره د خواجه آصف انکار ته د هغه د شمع جونیجو سره ګډ انځورونه خپاره کړل او ویې ویل: “خواجه آصف شمع جونیجو نه پېژني؟” دا چلند د حکومتي وضاحتونو شکونه زیات کړل.

د اسرائیل په اړه د هغې پخواني څرګندونې
د شمع جونیجو پخواني څرګندونې دا لانجه لا پسې جدي کړې ده. په ۲۰۲۲ کې هغې په یوه پوسټ کې لیکلي وو چې که نتنیاهو سره وویني، عکس به یې د پروفایل په توګه کېږدي. هغې د اسرائیلي اوبه لګولو ټیکنالوژي د سندھ او جنوبي پنجاب لپاره “مناسبه” بللې وه.

دا څرګندونې د پاکستاني ولس غوسه لا پسې زیاتوي، ځکه چې پاکستان هېڅکله اسرائیل نه دی منلی او تل یې د فلسطین په ملاتړ کې ښکاره دریځ وړاندې کړې..

پاکستاني دریځ او ولسي حساسیت
په اساسي قانون او تګلاره کې لیکل شوي چې پاکستان به اسرائیل نه پېژني. د پاکستان پر پاسپورټ دا ماده لیکل شوې: “دا پاسپورټ د ټولو هېوادونو لپاره معتبر دی پرته له اسرائیل څخه.” په داسې حالت کې د اسرائیل نواز نظریاتو لرونکې څېره د پاکستان د پلاوي برخه ګرځول د ولسي احساساتو سره لوبې کول ګڼل کېږي.

د شمع جونیجو شتون په ملګرو ملتونو کې یو نوی جنجال راپورته کړی چې هم حکومت او هم د بهرنیو چارو وزارت یې له ستونزو سره مخ کړي دي. که څه هم دواړو ددې څخه لاتعلقي  ښودلی، خو د هغوی څرګندونې ضد و نقیض دي، او د شمع جونیجو ادعاوې دا تضاد لا پسې څرګندوي.

دا قضیه څرګندوي چې پاکستان باید د خپلو نړیوالو پلاويو د ترکیب په اړه ډېر احتیاط وکړي. داسې څېرې چې د پاکستان له رسمي دریځ سره په ټکر کې وي، باید هېڅکله د نړیوالو فورمونو برخه ونه ګرځول شي. د اسرائیل د ملاتړ کوونکو شاملول نه یوازې ولسي حساسیتونو ته زیان رسوي، بلکې د پاکستان تاریخي او اصولي دریځ هم کمزوری کوي

نورخبرونه

روس ملګرو ملتونو کې په ایران د بندیزونو مخالفت کړې دې

ملګري ملتونه: د مسلمان هیوادونو مشرانو له نیتن یاهو وینا اوریدلو څخه بایکاټ وکړو

Related Articles

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې ویلي دي چې په بلوچستان کې عملیات بشپړ شوي، آیی ایس پي ار ویلي دي چې خوارج ترهګر زموږ عزم نه شي کمزورې کولې

February 1, 2026

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې پاکستان کې ترهګري خپرولو کې هند فعال رول لوبوي او په بلوچستان کې ناامني خپرولو لپاره د فتنه الهندوستان ملاتړ کوي

February 1, 2026

په ایران کې څو چاودنې وشوې، په ځانګړې توګه د بندر عباس ښار کې. راپورونه وايي څو کسان وژل شوي او ډېر ژوبل دي. چارواکي د پېښې د لاملونو پلټنه کوي—ځینې وایي دا د ګازو چاودنې وې، او ځینې بیا د قصدي برید احتمال ورکوي. تر اوسه هېڅ ډله د مسؤلیت ادعا نه ده کړې

January 31, 2026

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د سفر پر مهال د تهران لخوا د امریکا سره د اتومي خبرو د بیا پیل لپاره مشروط چمتووالی اعلان کړ. خو هغه ټینګار وکړ چې د ایران د دفاعي وړتیاوو او میزایل پروګرام به هیڅکله د خبرو اترو برخه نه وي.

January 31, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *